تاند- ټاکل شوې ده چې د عراق د کوردستان خلک نن /دوشنبه/ له عراق څخه د خپلواکۍ او د لومړني کورد دولت د جوړولو لپاره په ټولپوښتنه کې خپلې رایې وکاروي.
د عراقي کوردانو دې ټولپوښتنې شاوخوا هیوادونه په تېره بیا هغوی چې لوی کورد لږکي لري، سخت وارخطا کړي دي.
ترکیه، ایران او سوریه لوی کورد اقلیتونه لري.
په ۱۹۱۶ م کال، کله چې بریتانیایانو، روسانو او فرانسویانو د منځني ختیځ لپاره په خپل منځ کې په پټه نقشه جوړه کړه ۳۰ ملیونه کورد ملت یې له پامه وغورځاوه. له دغه ملت سره له هماغه وخت راهیسې زیاتی روان دی. په ۴ هیوادونو یې وېشلی او په هر یوه کې رټل شوی او ځورول شوی دی.
د عراق صدراعظم د یکشنبې په ورځ د کوردستان د ټولپوښتنې په درشل کې یو وار بیا دا ټولپوښتنه غیرقانوني وبلله او ویې ویل چې له هغې سره د مقابلې لپاره به لازم تدابیر غوره کړي.
تورکیې او ایران هم، چې د کوردانو لوی لږکي یې په هیوادونو کې اوسي، د عراقي کوردستان د ټولپوښتنې په وړاندې پټکې کړي، دواړو هیوادونو د کوردستان په پولو کې پوځي مانورې پیل کړي دي.

د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني پرون /یکشنبه/ تر ټولپوښتنې مخکې د کوردستان له مشر مسعود بارزاني سره وکتل او له هغه یې وغوښتل چې ټولپوښتنه وځنډوي.
تر دې وړاندې هم ایران ویلي و چې کوردستان به په رسمیت ونه پېژني او که دې سیمې خپلواکي اعلان کړه خپلې پولې به ورسره بندې کړي ځکه چې ایران یوازې د عراق دولت په رسمیت پېژني.
تورکیه بیا کرکوک ولایت پلمه ګرځوي چې د اوسېدونکو د پام وړ شمېر یې ترکمنان دي.
د کرکوک د تېل لرونکي ولایت شاوخوا په سلو کې ۴۸ اوسېدونکي کورد دي، ورپسې عرب او بیا ترکمنان ډېر دي.
له بلې خوا ایران اعلان وکړ چې د عراق د مرکزي حکومت په غوښتنه یې له کوردستان سره خپلې هوايي پولې بندې کړي دي.
ایران وېره لري چې د کوردستان خپلواکي به نه یوازې د ایران لوی کورد افلیت چې په نژدې ۳ ولایتونو کې اوسي، خپلواکي غوښتنې ته نور هم وهڅوي بلکې بلوڅان او اذریان به هم تشویق کړي.
د ایران په کورد مېشتو سیمو کې، چې په حکومت او دولت کې یې ونډه تقریباً صفر ده او له پرمختیايي چارو محروم ساتل شوي دي، د خپلواکي غوښتنې احساسات خورا غښتلي دي.
د سیمې عربي هیوادونه هم له دې سره سره چې د عراق له شیعه حکومته ښه زړه نه لري، د عربیزم په خاطر د خپلواک کوردستان مخالف دي. امریکا هم ظاهراً له کوردانو غوښتي چې په متحد عراق کې پاتې شي.
د تورکیې په ختیځ کې د پي کې کې په مشرۍ له کلونو راهیسې د کوردانو وسله واله مبارزه روانه ده.
کورد د بلوڅانو په شان د نړۍ یو له هغو لویو ملتونو څخه دی چې په خپل نوم دولت نه لري خو نننۍ ټولپوښتنه ممکن کوردانو دا زوړ او تاریخي ارمان لږترلږه په عراق کې پوره کړي.