تاند- په افغانستان کې د عراق سفیر وايي، د عراق او افغانستان داعشیان یوازې په وحشي توب کې سره ورته والی لري.
په کابل کې د عراق سفیر فرزدق زهیر الغلاوي – چې نن /پنجشنبه/ له داعش یا اسلامي دولت څخه د موصل ښار د ازادېدو په مناسبت خبریالان یوې غونډې ته وربللي ول- وویل، د عراق او افغانستان داعشیان ورته خلک نه دي.
ده وویل چې په عراق کې د ۱۰۰ هیوادونو داعشیان راټول شوي ول خو ټول له منځه یووړل شول.
عراقي سفیر له عراق څخه افغانستان ته د داعش د غړیو د لېږدېدو احتمال رد کړ، ویې ویل دا کار ځکه ناممکن دی چې په عراق کې د داعش غړي له منځه وړل شوي دي او که یو نیم کس پاتې وي هغه د تېښتې توان نه لري.
ده په افغانستان کې د داعش په نوم جنګېدونکي کسان له هغو سره متفاوت وبلل چې په عراق کې جنګېدل خو ویې ویل چې دواړه یوازې په بربریت او وحشي توب کې ورته والی لري.
موصل ښار روانه اوونۍ په بشپړ ډول د داعش له درې کلنې قبضې وروسته ازاد شو.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن په یوه راپور کې وویل، لږ ترلږه ۱۰ کاله پکار دي چې موصل له هغو چاودېدونکو موادو او ماینونو پاک شي چې داعش ډلې په دغه ښار کې د عراقي ځواکونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای کړي دي.