تاند- داعش یا د عراق او شام اسلامي دولت وسله والو په موصل کې عیسیوي عراقیانو ته خبرداری ورکړی و چې که جزیه ورنکړي ، وبه وژل شي.

راپورونه وايي چې وسله والو، دې خلکو ته د شنبې تر ماسپیښینه وخت ورکړی وو .

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د داعش کسان د عیسویانو پر کورونو د (ن) توری لیکي یعني د نصراني کور.

دا ډله په جوماتونو کې پر له پسې اعلانونه کوي چې که عیسویانو امر په ځای نه کړ له توره پرته به په بل څه ورسره چلند ونه شي.

داعش دې ته ورته خبرداری د فبرورۍ په میاشت کې د سوریې د رقا ښار اوسېدونکو ته ورکړی و. هغوی ته یې ویلي و چې د ځان د ژغورلو لپاره یا ۱۴ ګرامه خالص سره زر ورکړي.

سلګونو عیسوي کورنیو پرون د دې مهلت تر پای ته رسیدو مخکې د وتلو هڅې کولې.

په موصل کې د ازادي راډيو خبریال پرون وویل چې هیڅ عیسوي وګړی په دې ښار کې نه دی پاتې شوی.

په همدې حال کې داعش په موصل ښار کې د عیسویانو یوه لروغنې کلیسا وسوځوله. ویل کېږي چې دا کلیسا ۱۸۰۰ کاله پخوا جوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *