تاند- د عراق په حله ښار کې د پنجشنبې د ورځې د انتحاري حملې په نتیجه کې د ۷‍۱ تنو مړي خپل اصلي هیواد ایران ته ولېږدول شول.

په کربلا کې د ایران کونسل د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ته ویلي چې په دغو ۷۱ تنو مړو کې ۵۹ تنه ډېر زیات سوځېدلي او ۱۴ تنه خو بیخي له پېژندلو وتلي دي.

ده همداراز وویل، نه شي ویلی چې د دغو کسانو په منځ کې به څو تنه ایرانیان او څو افغانان وي خو په ایران کې به د ډي این اې ازموینه وښيي چې وژل شوي کسان څوک دي.

د پنجشنبې په ورځ د عراق په حیلې ښار کې له کربلا څخه د راستنېدونکو زیارتوالو پر بسونو انتحاري حملې لږترلږه ۸۰ تنه ووژل.

ویل کېږي چې اکثره وژل شوي کسان ایرانیان دي.

ایران، چې سږ کال یې د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته خپل اتباع ونه لېږل، ډېره هڅه وکړه چې په عراق کې د شیعه امامانو زیارتونو ته ډېر تر ډېره ایراني، پاکستاني او افغاني شیعه ګان ولېږي او په دې توګه د حج د څو ملیوني مراسمو په وړاندې خپل ملي – مذهبي زور وښيي.

ایران وايي چې سږ کال د امام حسین او د هغه د ۷۲ یارانو د شهادت د څلوېښتۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره نژدې ۲ ملیونه ایراني زیارتوال عراق ته تللي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې یو شمېر افغانان وژل شوي خو دقیق شمېر یې لا ورته څرګند نه دی.

په کربلا کې د ایران کونسل وايي چې ایران ته لېږل کېدونکي مړي د پېژندلو نه دي خو یوازې د ۲۸ تنو د ایراني توب په اړه په زغرده ویلی شي ځکه چې له هغوی سره ایراني اسناد موندل شوي دي.

د ایران حکومت د ۲۴ ایرانیانو مړینه تایید کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *