تاند- عراقي ځواکونو د نمرود تاریخي ښار له داعش یا د اسلامي دولت له سختدریځې ډلې ونیوه.

د انډیپینډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، د عراق د پوځ ویندوی نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې د دغه هیواد د پوځ نهمه فرقه نمرود ته ننوته او د عراق ملي بیرغ یې د ښار په منځ کې ودراوه.

داعشي ځواکونه سږ کال په عراق کې پر له پسې ماتې کوي او یو په بل پسې ښارونه له لاسه ورکوي.

د نمرود نوی ښار د عاشوري دورې تر لرغوني ښار یوازې یو کیلومتر لېري دی.

نمرود د عاشوریانو پلازمېنه و.

2د داعش سرزورې دلې د دغه ښار تقریباً ټول مهم لرغوني اثار ویجاړ کړي دي.

د عراق پوځ د سوریې د پولو په لور د داعش پر ضد پرمختګ ته دوام ورکوي.

خو لا هم د عراق د دوهم ستر ښار موصل په نیولو کې بریالی شوی نه دی.

عراقي چارواکي وايي چې د موصل د نیولو عملیات یې د دې لپاره ورو پرمخ ځي چې ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله وانوړي.

په موصل ښار کې لا هم یو ملیون وګړي بند پاتې دي او ویل کېږي چې داعش له هغوی څخه د انساني ډال یا سپر په توګه کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *