[email protected] of Form

په دې ټوله نړۍ پوهیږي چې پاکستان د پیشو په څیر دی چې د خدای لپاره موږک نه نیسي، ځکه د پاکستان په ایډیالوژۍ کې دین او مذهب ته درناوی د پیسو او شومو سیاسي اهدافو په نیت وي. د اسلامي نړۍ په هیوادونو کې تر ټولو بد اعمال چې په ژبه نه بیانیږي په پاکستان کې تر سره شوي، نو له داسې هیواد څخه به د نړۍ مسلمانان او نامسلمانان څه تمه ولري.

د عربو له پسرلي وروسته په عربي نړۍ کې ګڼ بدلونونه راغلل. لویدیځ او د عربو دښمن هر هیواد خپلې شوکې په کې وکړې او زړونه یې په یو ډول په کې یخ کړل، ځکه خلک د واکمنو کلیشه یي واکمنانو پر وړاندې په غوڅ دریځ راپاڅیدل او د خپلو هیوادونو په نظامونو کې یې بدلونونه راوستل، چې دې کار د ګټې تر څنګ زیانونه هم ورواړول او د سوریې ، یمن ، لیبیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې له موخنې کرښې خبره واوښته او ددې هیوادونو په بربادۍ تمامه شوه. په سوریه کې د بشارالاسد رژیم پر وړاندې په خپله د سوریې په دننه کې مخالف لوری چې سنیان دي راپاڅيدل او ناړامه بشارالاسد هم ورته په مخ کې ودرید او په دې ډول یې د شعیه او سني تر منځ په کورنۍ جګړې کې سوریه لولپه کړه. په یمن کې هم د حاکم نظام پر وړاندې بغاوتیانو سره نورو هیوادونو لاسونه یو کړل.

په آرامه ترکیه کې د رژیم پر وړاندې د ایران او سوریې دسیسو له لارې اوس کردان داسې هڅې کوي، څو ترکیه په دوهه سوریه واړوي او د ایران او سوریې په خوښه د نظام پر وړاندې ستونزې جوړوي او په بمي چاودنو سره خلک وژني، خو د یو واحد کردستان جوړولو هیله یې کله هم پوره نه شوه، ځکه چې کردان په پاشلي ډول په څلورو پنځو هیوادونو کې ، چې ایران ، سوریه ، ترکیه ، عراق او نور دي اوسیږي او دا چې کله هم په سوني ډیره کیو (اکثریت) هیوادونو کې د نظام پر وړاندې کومه ننګونه رامنځته شي، نو ایران ، سوریه او عراق شعیه حاکمان د خپلو نا مشروع ګټو لپاره له کردانو څخه د لاس آلې په توګه کار اخلي او ورته وايي چې د واحد کردستان جوړولو لپاره په بغاوت لاس پورې کړئ او د نظامونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړئ، چې بیا هماغه دی ناپوهه کردان بې له دې چې د خپل عمل عواقب په نظر کې ولري وسلې ته لاس کوي. دا او په یو شمیر هیوادونو کې د شعیه او سوني تر منځ کورنۍ مذهبي شخړې په زیاتیدو دي او دا چې عربستان موده وړاندې پر یمن هوايي بمبارۍ وکړې، نو اوس د دواړو هیوادونو تر منځ او دغه راز د نورو هیوادونو هم له سعودي عربستان سره په ځينو برخو کې پراخ مخالفتونه او غواړي په یو ډول سعودي عربستان ته په کور دننه کې ستونزې جوړې کړي.

خو د سعودي عربستان مخالف هیوادونه د داسې یوې موقع په لټه کې دي چې پرته له بدنامۍ خپل کسات واخلي او آرم سعودي عربستان کې په بې ساري ډول نا آرامۍ جوړې کړي. نو که چیرې فرض کړو چې د سعودي عربستان وروستي بریدونه پاکستان د مادي امتیازاتو په بدل کې د سعودي مخالف هیوادونو په غوښتنه تر سره کړي نو دا به د ځينو په اند یوه غلطه فریضیه په دې وي، چې سوریه ، عراق او یمن چیرته او پاکستان چیرته؟. خو که چیرې دا دلیل ورته راوړو، چې هغه پاکستان ته دا ډول قبیح عمل تر سره کول آسان دی، کوم چې په کور کې میلمه شوی او کوربه سره یې خیانت کړی ، د تروریزم له تولید او پروسس څخه منکر او د غرب څخه یې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په بهانه پیسې اخلي؛ خو اسامه ، الظواهري او … په خپله پلازمېنه کې په پخو ماڼیو کې ساتي ، د طالب رژیم پلوی خو د راپرځولو لپاره یې لویدیځ ته هډې ورکړې او تر افغانستانه یې بدرګه کړل ، د طالبانو خواخوږی او د نظام یې یوازینی پلوی یې ؤ خو د ټولو نړیوالو ډیپلوماتیکو قوانینو خلاف په اسلام آباد کې د افغانستان طالبي رژیم سفیر د سفارت له ودانۍ لاس تړلی امریکایانو ته سپاري او پر سر یې جایزې اخلي. په همدې ډول په میلیونونو نورې سرغړونې او نارواوې چې پاکستان د اسلام مبارک دین او مسلمانانو سره کړي دي.

په عامه افغاني اصطلاح د داسې شل شرعي عیبونو درلودنکی به د پیسو لپاره کوم ناوړه انساني عمل تر سره نه کړي؟! نو پرته له شکه چې د عربستان بریدونه پاکستان د مادیاتو لپاره د سعودي عربستان مخالفو هیوادونو په غوښتنه او یا هم د غربي عرب ضد هیوادونو په غوښتنه تر سره کړي دي او دا چې په سعودي عربستان کې پاکستاني کارګر د پاکستان له پیدایښت څخه تر اوسه په کار لګیا دي او په کاري ویزو تللي دي نو بیا خو تیار پاکستاني ځانمرګي په سعودي عربستان کې د واسکټونو اغوستو لپاره چمتو او د عربستان په هره سیمه کې بلد دي، نو ځکه خو پاکستان ته دا کار په افغانستان کې د ځانمرګيو بریدونو تر سره کولو څخه هم آسان دی او په دې کې ټول نړیوال زره شک هم نه لري، چې که چیرې پاکستان ته د سعودي عربستان مخالفین او بل هر دښمن ووایي چې د خپل دې بادار په کور دننه مهمو او مقدسو ځایونو لکه د خدای په سپیڅلي کور کې هم ځانمرګی برید وکړه پاکستان به (نه) ورته ونه وايي، ځکه پاکستان د خوشباوره سعودي عربستان په هر رګ پوه او خبر دی، ځکه د ځان سپیناوي لپاره به لومړی پاکستاني چارواکي سعودي عربستان ته خپلو سفرونو ته زور ورکړي او د پاکستان او عربستان دوستي به له شاتو خوږه او له اوره توده وبولي په بله ورځ به پښتنونخوا کې د بې وزله پښتنو د وژنې لپاره چې وینه یې ورته وړیا ده یو لوی ځانمرګی برید وکړي او بیا به یې پنجابي میخکټیان په اسامبله کې په سپین سترګۍ ووايي چې پاکستان خپله د تروریزم قرباني دی، نور څوک دې نه یوازې دا چې تورنه نه پرې ور پورې کوي بلکې په دې تړاو دې ګیله هم ترینه کوي او خوشباوره لټ عربان به یې په رښتیا ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *