د شاعر او ليکوال، ښاغلي عرفات پردېس دويمه شعري ټولګه د چاپ په ګانه سينګار شوه. توشېح نظمه درنه ځار زما ګوتې ستا سينګار پورتنۍ نيم بيتي په پوښتۍ له ښکلي ډيزاين سره ليکل شوې او د کتاب د پوښتۍ شا ته د شاعر يو انځور او لنډه ليکنه په مناسب ډول سره ترتيب شوي دي.
ياد کتاب چې په پښتو ادب کې د توشېح اشعارو لومړنۍ ټولګه ده، د کابل په رڼا صنعتي مطبعه کې چاپ شوی چې د ۴۸ پاڼو درلودونکی دی.
دې کتاب باندې د کندز پوهنتون استاد پوهنيار عبدالمجيد پردېس، د علومو اکاډمۍ غړي څېړندوی استاد حبيب الله رفېع او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر محمداجان حقپال لخوا ليکنې او تقريظونه شوي دي.
ياده ټولګه د ۴۳ مختلفو شعرونو څخه جوړه ده چې ټول د توشېح په بڼه د ښکلي ډيزاين سره ليکل شوي دي. اسلم رشيدي