د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست

غزنی د ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادونو د کلنیو غونډو په دوام په لیبیا کې د ۲۰۱۳ زېږدیز کال لپاره د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه انتخاب شو، چې بیا وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د یوه کال لپاره د دې ویاړ کوربه هم و.

د ۲۰۱۳ کال لپاره چې غزني په کې د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې لقب درلود په فرهنګي او رغونې برخو کې ځینې کارونه وشو، خو په هغه کچه چې یې اړتیا او د خلکو تمه وه خونده یې نه وه.

د اسلامي هېوادونو کنفرانس د غزني فرهنګي او تمدني ارزښت ته په کتو دا ویاړ ورکړ، دوی د غزني بډایه کلتور ته په احترام قایل شول، د البیروني، سنایي او دې ته ورته شخصیتونو قدرداني یې وکړه، په کار وه چې د افغانستان حکومت په ټوله او په ځانګړې توګه د غزني سیمه ییز ادارې د بیا رغونې کارونو په نسبت فرهنګي او ادبي برخه کې زیات کار کړی وای.

دا بېله مسئله ده چې باید د افغانستان دولت او د غزني مسوولینو له دې طلايي چانس څخه پوره ګټه اخیستې وای، خو په هر صورت چې و هغسې ګټه یې ترې وانخیستلی شوه. په یاده مسئله کې د افغانستان له دولت، بیا د غزني تر سیمیزې ادارې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست پورې ټول ملامت او پړه دي.

په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو دندې خورا پراخې وي. د دوی مسوولیت دادی چې د تاریخي ابداتو ساتنه وکړي، فرهنګي او ادبي غونډې جوړې کړې، ادبي ټولنې منظمې کړې، مشاعرې جوړې کړې، د ولایتونو فرهنګیانو ته زمینه برابره کړې چې نورو ولایتونو ته فرهنګي سفرونه وکړي او د نورو ولایتونو د فرهنګیانو کوربه توب وکړي.

غزنی د افغانستان د هغو ولایتونو د ډل په سر کې راځي چې فرهنګي قدامت یې خورا لرغونی او بډایه دی، خو له بده مرغه باید ووایو چې غزنی د څو پخوانیو شاعرانو، لیکوالانو، عالمانو او صوفیانو له زیارتونو پرته اوس هیڅ فرهنګي ارزښت نه لري. غزني فرهنګ درلود، په خپله غېږ کې یې وتلې او نوموتې شاعران روزلي، د لمن په پڅکۍ یې البیروني غوندې فلیسوفانو اوښکې پاکې کړې، د دې تاریخي ولایت ارزښت لوړېدا په پار یې شپه او ورځ زحمتونه ایستلې؛ خو متاسفانه غزني کې له دوو دریو ادبي ټولنو ماسیوا چې فعالیت یې لیږ رنګین دی، اطلاعات او کلتور ریاست، ولایت مقام، نورې اړوندې ادارې په فرهنګي او ادبي برخه کې یو مخیزه فلج او ناکاره دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس بسم الله شریفي په وزارت کې خدمتي دنده ترسره کوي، دا کیسه هغه وخت لا روانه وه چې غزنی په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې ویاړ درلود. پوره دری کاله کېږي د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څوکۍ بې سرپرسته ده. د غزني په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دومره بې غورې د غزني له کلتوري څېرې، فرهنګي شخصیتونو او دلته شته فرهنګیانو سره لویه ناځوانې ده.

غزنی اوس بیخې په فرهنګي فقر کې را ګیر ولایت دی، د اطلاعات او کلتور ریاست فرهنګي فعالیتونه په نشت حساب دي، ولایت مقام خو هسې په دې شیانو دومره سر نه خوږوي، یو څو فرهنګي او ادبي ټولنې دي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نیم کله ځای یې ډک کړی، خو دا هم د دې ولایت مرستې ته اړتیا لري.

اطلاعات او کلتور وزارت باید د غزني فرهنګي وضعیت ته پام وکړي، دلته د شته فرهنګیانو غږونو ته غوږ ونیسي، ستونزې یې حل او د اطلاعاتو او کلتور ریاست پوسټ ته وړ کس د رئیس په توګه راولېږي.

2 thoughts on “د عروس البلاد مخ پر ټيټه فرهنګي وضعیت/ بلال اندړ”
  1. اندړ صاحب! د غزني ښار اوس هيڅ د اطلاعاتو او کلتور رياست کله لري، نژدې څلور کاله وشو، چې د اطلاعاتو او کلتور ريس بسم الله شريفي ددغه رياست واګي په لاس کې لري.
    له بده مرغه چې په څلورو کلونو په موده کې مو څلور ځله هم ليدلی نه دی، نوموړی خپله کابل کې اوسي، د دوشنبې په ورځ غزني ته راځي او په اداري جلسه کې ګډون کوي.
    په ۱۳۹۳ د وږي د مياشتې په ديارلسمه چې غزني کې ځانمرګي بريدونه ترسره شول، د اطلاعاتو کلتور ودانۍ هم په يو مخيزه توګه له منځه ولاړه.
    خو د يو کال په موده کې د نورو اړونده رياستونو ودانۍ په اساسي ډول جوړې شوې، کومې چې په دغه بريد کې زيانمنې شوې وې. په غزني کې اطلاعات فرهنګ رياست فلج دی، کله چې د اطلاعاتو رياست ته ولاړشې، نو داسې فکر به وکړو، چې دلته هيڅ کومه اداره شتون نه لري.
    دا چې د اطلاعاتو او کلتور وزير د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریس لا ولې ساتلی او کومې ښايسته سالاري قدر يې کوي.
    کاشکې دولت دغه ستونزې ته جدي پام وکړي، خدای ج دې وکړي، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د غه ننګونې ته د حل لاره پيدا کړي.

  2. دغزنی اوسني حال د ډیرافسوس وړ دی ، خو خبره داده چې یومهال مستر رهین وزیر و دهغه په توجه خو هرڅه سره تس نس شول ، نه فرهنګی حثیثت ورپاتی شو اونه هم تاریخی . خو په هرصورت هغه خو ستوتزه درلوده چی ګواکي د ایران لپاره یې کار کاوه ، ایران په افغانستان کې هرڅه ته سرښوروي خو کله چی د غزني تمدن اونوم یادیږي لکه موږک ته چې دپشۍ نوم واخلې ، دومره ترې ډاریږي .
    ښه اوس نوداچې داخبره جهانی ساب د یوځل دغه پریوتې لوحې ته وګوري او بیا د ځان ته وګوري چې دده دنده او رسالت څه دی ؟
    لږ باید پام وکړي خیرکه غزنچی هم نه وي افغان خو به وي لږ دغزني فرهنګ ته توجه پکار ده او لږ یې باید غم وخوري
    له بل چا ګیله نه ده په کار
    زرین ګل له اندیا چه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *