حکومتداري د سرو مولیو کښت نه دی چې د میاشتې په سر کې یې وکرې او د میاشتې په پای کې ګلالۍ، تنکۍ نازکې سرې مولۍ ورڅخه را ټولې او د سلاتې لوښې پرې ښایسته کړې.

ملګري فکر کوي هغه ستونزې چې حامد کرزي، د نړۍ زر ملیارده ډالرو سرمایې او د لسګونو هېوادونو پي آر ټي ګانو او مرستندویانو په دیارلس کاله کې هوارې نه کړې، اشرف غني احمدزی دې یې په شپږو میاشتو کې هوارې کړي.

وبه شي، خو صبر وکړئ. واقعبین اوسئ، له خپلې کمبلې سره پښې غځوئ. یوه روپۍ په خزانه کې نه لرئ، یو وزارت په پښو ولاړ نه لرئ، د یوه وزارت بودیجه له ځانه ورکولای نشئ، یو بند په خپلو امکاناتو رغولای نشئ، یو سیاستوال د وطن خواخوږی نه لرئ، او توقعات مو د طیب اردوغان او ماهتېرمحمد د پلویانو دي.

نقد ښه کار دی خو یو چا ته چې سړی د امتحان پارچه ورکوي، د امتحان په منځ کې نمرې نه ورکوي. بلکې هغه پرېږدي چې پوره ځواب ووایي، یا پوره پارچه حل کړي، بیا نمرې ورکوي.
د حامدکرزي خېلو او نورو مثال د داسې چا دی چې خپله یې د ریاضي د پارچې د سوالونو په ځوابونو کې د رحمان بابا شعرونه لیکلي وي او له بله چې بیا امتحان اخلي، نو د امتحان د پارچې حلولو په دوران کې یې په سر سر په سوکانو وهي. دومره ریشخند، دومره سپین سترګي او دومره خودغرضي خو مې په شینکي اسمان که د نېکي او بدي په نکل کې د بدي هم لیدلې وي.

که کرزی او د غني نور نقد کوونکي صادق وای، له لومړۍ ورځې به یې په تخریب پیل نه کاو. غني به یې پرېښی وای چې یو څه غلط کارونه یې کړي وای، بیا به یې انتقاد پرې کړی و. دوی خو له اوسه نه، بلکې له اولې ورځې په توطیو، خرابیو، دروغو، جعلیاتو او منافقتونو پیل وکړ. له هغه وخته چې غني لا کار پیل کړی نه و. بلکې له هغه وخته چې د غني د راتګ اوازې شوې، خرابی یې پيل کړ. د کرمیانو او اصحاب الپیشو بانډ یې جوړ کړ، او ټاکنې یې په لوی لاس دوهم دور ته بوتلې. او د خدای ظالمه، تاسې خو پرېږدئ چې د غني د کارونو ښې او بدې پایلې خو معلومې شي. غني پر کونړ هغه راکیټونه بند کړل چې کرزي په څو کاله کې بند نه کړای شول. ما ته خو د یوه کونړي ماشوم ژوند پاکستان ته تر سلو سفرونو ډېر ارزښت لري. کرزي د کابل بانک غله تر چپنه لاندې وساتل، د کابل بانک ډاکو شېرخان فرنورد د کرزي په حکومت کې د پل چرخي تش په نوم زنداني و، د زندان حاضري به یې لاسلیکوله، نور به په ښار کې په زرهې تورو ښیښو موټرو کې ګرځېد. غني له پل چرخي یو څو ګامه وړاندې باګرام ته انتقال کړ چې د کابل هوا هم لا ونه ګوري. غني د کابل بانک له غلو څخه ۶۰ سلنه پیسې وصول کړې. له پامیر ایروې څخه یې ۲.۵ ملیونه ډالره وصول کړې، او د کابل بانک د پاتې غلو جایدادونه یې ضبط کړل. هغه د دفاع او نورو وزارتونو په قراردادونو کې په ملیونونو ډالر وسپمول. هغه په تېر دیارلس کاله کې په لومړي ځل په ژمي کې د ګازو نرخ کنترول کړ. په لومړي ځل یې افغاني حاجیان له شکایته پرته بوتلل او راوستل او د حاجیانو خدمت یې شخصاً په خپله پر غاړه واخیست. هغه ارګ او د چارو د ادارې ریاست له نویو ځوانانو ډک کړل. هغه د بهرنیو چارو وزارت د کارمندانو، او د بې سواده څارنوالانو چیغې او بغارې را ولاړې کړې. سربېره پر دې چې سږ کال د افغانستان سوداګري فوق العاده کمه شوې ده، د غني د کمو او ابتدایي اقداماتو له امله د ګمرکاتو عواید د تېر کال د همدې میاشتو په پرتله پاموړ زیات شول. هغه د وسلوالو ځواکونو اعلی سرقومانداني جوړه کړ، چې هره ورځ په خپله د قوماندان په حیث د هېواد له ټولو امنیتي زونونو څه راپور اخلي. هغه د هلمند د داعش فتنه په نطفه کې خامه کړه. البته، حکومتداري داسې کښت نه دی چې سهار یې وکرې، بېګا یې حاصل واخلې.

د عصر الفساد مامورین عجیبه عجیبه بهانې جوړوې. هغه ورځ یې یوه ارشد مامور د غني د سلو ورځو پلانجوړونه مسخره کړې چې ګواکې حکومت د سلو ورځو په پلانونو نه کېږي.

په بې پلانه او بې پالیسۍ حکومتدارۍ آموخته مامورینو ته سل ورځې عمر کم ښکارېږي. هغه په دې لا نه پوهېږي چې د دېرش ملیونه وګړیو شپږ میاشتې په حقیقت کې یو سل اتیا ملیونه میاشتې دي، ځکه چې شپږ په دېرش ملیونه کې ضربېږي. د عصرالفساد مامور په دې څه خبر دی چې د شپږو میاشتو څه چې د شپږو دقیقو لپاره هم پلان په کار دی.

له یوې خوا د سلو ورځو په پلان پورې خاندې او له پلوه بیا په سلو ورځو کې د هېواد د ګل ګزار کولو توقع لرې.

ای مسلمانه، د کرزي د حکومت په پای کې لا زموږ ملي امنیت د دری ورځو لپاره د یوه عادي سند د محرم ساتلو توان نه لري، ته باید وپوهېږې چې دې ملت ته د په پښو درېدلو لپاره وخت په کار دی. کرزی، لنډه غر، او چمچې یې غني ته نه، بلکې افغانستان ته د په پښو درېدلو وخت نه ورکوي.

د عصرالفساد له مامورینو ریښتیا ورکه او هېره ده چې د شرم احساس وکړي که د برم.

د مجيد قرار پاڼه دلته لایک کړئ:
Majeed Qarar

Promote Your Page Too

د مجید قرار د فیس بوک ملګرتیا لپاره دې لینک ته ټک ورکړئ:
Majeed Qarar

Create Your Badge

By Editor2

8 thoughts on “د عصرالفساد مهرو، یو څه ګوزاره کوئ! / مجید قرار”
  1. ابن الوقت سياست مداران
    دحامد كرزي په دوره كي همدا غله چپاولگران مفسدين زورواكي په قدرت كي ول په هغه وخت كي رشوت شه زيات وه اداري فساد اوج ته رسيدلي وه سره ددومره ملياردونو پيسو چي افغانستان ته راتلل كه وگورو هيح ونه شو هغه حه چي د افغانانو طمع وه گروپ مونژ سره بتن د بل چا سره دى سره ددي چي خپل بي شانه اوبه لرو ولي لوي مصيبت داوه چي كدرونه دپامه غورحول شوي وه او داسي خلك په لورو پوستونو ناست ول چي د مبايل نمبر يي په سكرتر باندي دايرول ولي همدوي ورته چكچكي كولي كوم چي نن د اشرف غني په كرنو باندي بي حايه انتقادونه كوي سره ددي چي د حامد كرزي دوخت تشه خزانه يو پند مشكلاتونه په حاي پاتي دي

  2. تاندیانو ډیر بی انصافه یی، چی زما تبصره مو خپره نه کړه نو باور وکړی چی ستاسو دا عمل د هیواد او ولس په ګټه نه ده نوره ستاسو خپله خوښه

    1. شاکر خان صاحب حتماً به مو سپکې لیکلي وې چې تاند ستاسو تبصره نه ده خپره کړې. ځیني کسان سپکې سپورې لیکي خو دوی ته خپلې خبرې عادي ښکاري.

  3. ولی تاسو فکر کوی چی جنګی دی، په خدای که توره به کوی ، دا تښتیدلی دی.

  4. مجید قراره ګله
    ته پوهیږی د ولسمشر غني یوه لویه ستونځه داده چې د خپلو پلانونو يا لاسته را ړونو نه ولس نه خبره وي دا فکر کوي چې ستا په څير یو څو تری راتاو فیسبوکیان په فیسبوک یا د انټرنټ په یوه پاڼه یو ماته ګو‌‌‌‌‌‌ډه لیکنه وکړي نو ولس به قانع شي.
    ظالمه خوله مو نه ماتیږي پوه یی کړی هسې ترې راتاو یاستی او بس همدا غنیمت ګڼی .
    که دا حال روان وي نو هغه وخت به لرې نه وي چه حالات به دومره ترینګلي شي چې پری رانسکوره یی کړي
    او بیا پایلی به یی دا خوار ولس ګالي.
    کرزی او د هغه فاسد ټيم او نور مافیایي بان‌‌‌‌‌‌ډونه همدی ته شپه او ورځ کار کوي او ورځی شماري ګومان کوي که نن دی او که سبا دا حکومت با ناکامیږي.
    ولس باید د قوي رسنیو له لاری د هر کار یا اقدام نه مخکې په جریان کې شي تر څو د دښمن منفي پروپاګند تاثیر ونه کړي که نه تر څو ریښتیا نه خلک خبریږي درواغ به کلي ضرور ورانوي.
    دا ملي تلویزون د څه د پاره دی؟
    ولی تری ګټه نه پورته کیږي؟
    که نه ستا په څیر لیکنی د طلوع ،کرزي او نورو مقابل کې د هیڅ برابری دي
    ولسمشر غني باید حنیف اتمر ته هم ‌‌‌‌‌‌ډیر متوجیح وي ځکه د ده نکاح پاکستان سره انګریزانو په برتانیه کې تړلې هڅې نه چې ترڅو غني په حقیقت خبریږي افغان ولس یی په پنجابیانو وخته پلورلی وي.
    مننه
    هیواد

  5. قرار صاحب د لیکنو دی ډیره مننه. خدای دی تل بریالی لره او د افغانستان د دښمنانو پر مخ دی ډال لره

  6. مننه قرار صاحب

    مونږ افغانان زیات بی حوصلی یو که پخپله څوک راته کار وسپاری که ډیر کم هم وی مونږ زیات وخت پری لګوو. بادار هر وخت دخپل مزدور نه دزیات کار غوښتنه لری ولی پخپله هسی نه وی ،که دا زمونږ تجربه شوی مشران وګورو دوی داسی مونږ ته ښیی چی دوی زیات څه کړی مګر دوی د خپل لوري نه ځان ګوری که دی د مزدو له زاویی نه ځان ته وګوری بیا به وایی چی زه به هیڅ وخت خپل مزدور ته داسی ونه وایم

    ښه خبره داده چی مونږ د خپل دولت سره همکاری وکړو انتقاد د ښیګڼی لپاره وکړو نه دا چی دا ځوریدلی ملت بیا په اور کی وسوزو محترم مشرانو نور بس دی هغه ډالر ختم شول چی کرزی صاحب به یی د غلا مشوره درکوله او ویل به یی چی دلته په خپل وطن کی یی مصرف کړی ،نوی جمهور رئیس صاحب او محترم اجرائیه رئیس صاحب خو د رشوت او غلا مشوره نه درکوی او دوی د ښیګنی کوښښ کوی خو ځینی سوء تفاهم او یا ځینی خلک یی نه پریږدی چی خپل کارونه سره همآهنګ کړی خیر دا به هم سره جوړ شی د دواړو قدر په مونږ شته دی هسی په فسبوکی پیغامونو به مونږ هوښیار خلک نه تیر وزو څوک چی په ځان کی خطر وینی زیاتی هڅی کوی چی محترم رئیسان د سره بدمرغ کړی
    زما مشوره محترمینو ته داده یو زرین افغان تاریخ د سولی جوړ کړی چی هغه د پسرلی د ټوپکونو او بمونو د غږ ویرولي مرغان بیا دی بڼ ته راشی

    مننه بیا هم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *