خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١۲-۱۶
کندهار، افغانستان- د کندهار د عصري علومو انسټيټيوټ د مسوولينو له خوا په يوه خصوصي سالون کي او د خديجة الکبری فرهنګي ټولني له خوا په اطلاعاتو او کلتور رياست کي د ښځو نړيواله ورځ ولمانځل سوه.
په ياده لمانځنغونډه کي چي نن سهار جوړه سوې وه، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د عصري علومو د انسټيټيوټ مسوول احسان الله احسان، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال او ګڼ شمېر ښځینه زده کوونکو، د ولايتي شورا استازو، ښځينه مدني فعالانو او يو شمېر رئيسانو ګډون کړی وو.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي ټولو افغان مېرمنو ته د دې ورځي مبارکي وويله او ويې ويل چي د ښځو نړيواله ورځ لمانځل د ښځو د حقوقو ياد تازه کول دي، خو پر دې اکتفا نه کوي چي تنها د ښځو حقوق تر څو تشریفاتي غونډو محدود کړي، بلکي د ښځو د حقوقو د خونديتوب لپاره به عملي اقدامات کوي.
د ښاغلي شمسي په خبره: موږ که له یوه طرفه لا هم له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښي لرو او په هیڅ صورت د زغم وړ نه دي، خو په دې وروستيو کي ډېر پرمختګونه هم سوي دي. مېرمني صحي مرکزونو، مکتبونو، پوهنتونو، مدرسو او داسي نورو تعلیمي او تربیوي مرکزونو ته لاسرسی لري، خو دغه پرمختګونه باید ادامه پیدا کړي او بالاخره یوې مطلوبي پايلي ته بايد ورسیږو، چي ښه نمونه يې د نن ورځي د مېرمنو د فراغت مراسم دي.
نوموړي زياته کړه چي په کندهار کي يې د دندي له پيلېدو سره له ګڼ شمېر ښځينه مدني فعالانو سره کتلي او د ځينو مهمو مسايلو په باب مفصل ورسره ږغېدلی دی. شمسي زياته کړه: هڅه کوم چي په کندهار کي د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ سي، تر څو دوی خپل لاصي سنايع پکي خرڅ کړای سي. د صنعتي پارک اړوندو مسوولینو ته مي ويلي چي په صنعتي پارک کي دي ښځو ته ځانګړی ځای ورکړي، تر څو مېرمني خپلي فابريکې او کارخانې فعالي کړي. د پوهنتون مسوولینو ته مي سپارښتنه کړې چي د ښځینه محصلینو لپاره دي د لیلیې په هکله عاجل اقدامات وکړي، تر څو زموږ خویندي په ډاډه زړه خپل لوړ تحصیلات وکړي. محترمو صنعتکارانو ژمنه کړې چي د خپلو کارګرو یوه برخه به ښځو ته ځانګړې کوي او هم یې د صنعتکارانو د اتحادیې په مديره هیئت کي یوې ښځي ته افتخاري غړیتوب ورکړی دی.
نوموړي ژمنه وکړه چي د ښځو په وړاندي پرتې ستونزي به په اساسي ډول له منځه وړي.
د عصري علومو د انسټيټيوټ مسوول احسان الله احسان د ښځو د نړيوالي ورځي مبارکي وويله او ويې ويل چي د هر بريالي نارينه د بريا تر شا د يوې مېرمني لاس وي او د يوې سالمي او هوسا ټولني اصلي سرچينه هم د مېرمنو هر اړخيز پرمختګ دی.
احسان په تاسف سره وويل چي لا هم زموږ په ټولنه کي د ښځو د زده کړو مخه نيول کيږي او کار ته يې په سپکه سترګه کتل کيږي. نوموړي پر والدينو او ټولو نارينه وو ږغ وکړ چي نور پخپلو اولادونو تعلیم وکړي او خپل هيواد د پرمختللو هيوادونو سيال کړي.
د غونډي په پای کي پر ګڼ شمېر هغو ښځينه فارغينو چي په همدې انسټيټيوټ کي يې په انګليسي، کمپيوټر او منېجمينټ کي زده کړي کړې وې، تصديقپاڼي او پر يو شمېر ښځينه فعالينو ستاينليکونه ووېشل سول.
بل خوا نن ماپښين د خديجة الکبری فرهنګي ټولني له خوا د ښځو نړيواله ورځ او په کندهار کي د مېرمن راډيو څلورمه کليزه ولمانځل سوې. په غونډه کي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د دې ټولني مشري مريم درانۍ، یو شمېر رئيسانو، ښځينه مدني فعالانو او يو شمېر ژورناليسټانو ګډون کړی وو.
مرستيال والي عبدالعلي شمسي د ټولني په جوړښت کي د مېرمنو نقش مهم وباله او له مېرمنو څخه يې وغوښتل چي لاس تر زني دي نه کښېني، بلکي د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره دي لاس په کار سي او د روانو ناخوالو د له منځه وړلو لپاره دي د خپلو وروڼو تر څنګ ودريږي. ښاغلي شمسي داراز ټولو ګډونوالو د کندهار اوسېدونکو ته د مېرمن راډيو د څلورمي کليزي مبارکي وويله او د راډيو د لا پرمختګ لپاره يې هيله وښوده.
د غونډي په پای کي پر يو شمېر ښځينه مدني فعالانو، ژورناليسټانو او رئيسانو ايوارډونه او ستاينليکونه ووېشل سول.