د فارسي غزل یو څرګند روایت یا دود رندانه شاعري ده، د رندانه شاعرۍ بیل، بیل اړخونه دي .

۱.د مینوشۍ یا پیالې او ساقي په اړه شعر ویل، د شرابو ستاینه کول، میکشي، میخانه او د پیر مغان ستایني کول.

۲.زاهد، شیخ، ملا او محتسب ملامتول او د دوی له چالاکیو او مکاریو پرده پورته کول .

د رندانه شاعرۍ یو رنګ قلندرانه مضامین په شعر کي راوړل مطلب ملامتانه انداز خپلول، خپله ګناهګاري یادول، له توبې څخه بېزاري څرګندول ، خاکساري اختیارول …

تصوف خو په دغه ډول مضامینو کي د تاویل ګنجائش هم را پیدا کړی (۱)

حافظ وایي :

به پیر میکده ګفتم که چیست راه نجات ؟

بخواست جام می ګفت عیب پوشیدن

(د میکیدې له  پیره مي وپوښتل د نجات لاره کومه (یوه) ده

هغه د شرابو پیاله را طلب کړه، ویل د نورو عیبونه پټول .

په یوه بل بیت کي وایي :

حاشاکه من به موسم گل ترک می کنم

من لاف عقل می زنم این کار کی کنم

( زه کله هم د بهار په موسم کي شراب پرېښولای نسم

زه د  عقلمندۍ دعویْ  ، دا کار به څه ډول کوم .

( په ۱۳۴۰ کلونو کي (څلوېښتمو هجري شمسي لسیزو په پای کي د کندهاري زلمیو پرعلمي او ادبي ژوند باندي د سیاست هښمه راغلې وه او ډېر ادبي استعدادونه د دغي هښمي په څپو کي لاهوسول .

له دې باډاسکو څخه د یو څو محدودو کسانو پرڅنګ درې مغزن استعدادونه ، عبدالباري جهاني ، عبدالهادي فریاد عطايي  او احمد صمیم سالم را ووتل چي د ادب او شعر مشعل یې له لاسه ونه لوېد، په دوی کي جهاني٫٫ شُهره آفاق٬٬ او د پښتو معاصر شعر سالار سو ، عطايي ښه وځلېد، خو د چا خبره ٫٫دولت  مستعجل٬٬ بود او شعر ته یې یو مخ شا کړه  (۲)

( لومړنی شعر ( د پسرلي فلسفه) یې په ۱۳۵۴ ل کال کي ولیکه (۳)

رښتیاهم د څلوېښتمو هجري شمسي په لسیزو کي په لومړي ځل د کندهار ادبي مکتب د بڼ څخه د مزاحمتي او رندانه شعر ږغ را پورته سو هم دا مهال شعر طبقاتي مسائلو ته واړول سو د مزاحمتي اړخه هم د رندانه انداز د پلوه هم د ریالیستګي انتقاد له پلوه د عبدالهادي فریاد عطایې ( عطایي ملا) د شعر رنګ او مزاج دواړه ځانګړي وو، هم ورسره عبدالباري جهاني د خپل رندانه او عاشقانه شعر پر هسک ځان ته ځانګړي زریني کرښي راکښلې ، هم پدغه دوره کي  د مزاحمتي او نوي لهجې د شعر ویونکې ارواښاده کریمه رسولي هم لرو چي د دغه دورې په شعري نوښتونو او نوو فکرونو په تراشلو کې پوره ونډه (شعوري ونډه ) درلوده :

د پنځوسمو هجري شمسي په لسیزو کي احمدصمیم ، پروین ملال او ځګرخون په یوه نوې دوره کي همسفر (دکندهار ادبي مکتب د  شعر د نوښت او بدلون له پلوه ) ګورو.

په ۱۳۴۰ کلونوکي چي د ٫٫کندهاري ادبي مکتب٬٬ د نوښت او فکري خوځښت دوره یې هم نومولی سوچي د مزاحمتي ادب د تخلیق  سره، سره د خمریاتي یا رندانه شاعرۍ معیاري بیلګي میدان ته راغلې او عطایي ملا هغه وخت هم د رندانه او مزاحمتي شعر د مخ په صف کي هسکه غاړه ولاړ شاعر وو:

پښتو شاعري (په خصوصیت سره د کندهار ادبي مکتب سره تړلې شاعري) نېغ په نېغه د فارسي ادب تر اغېز لاندي کټ مټ هغه رنګ راغلې ده لکه څه ډول چي ( د مستعمره پښتنۍ سیمو) شاعري د اردو تر تاثیر لاندي راغلې ده، خو بدبختي دا ده (دلته نه هلته) د فارسي او اردو ادب شعري اوصاف او فکري تمایلات مي هغه ډول خپل نکړو څه ډول چي د عربي څخه په بېلتون کي فارسیانو فکري، فلسفي  او هنري استعدادونه وغوړول یا اردو دانو د مغلیه فارسیانو څخه د ګریوان په خلاصولو کي غزل د انساني شعور د ارتقا ترجمان او د ټولنیزو ستونځو آئینه وګرځوله .

عموماً تاسوبه فکر کړی وي ، کله به د یو داسي چاسره میلمانه سوي یاست چي یو ویړ، رنګین، د هر راز نعمتونو ډک دسترخوان به یې  درته غوړولی وي ، لاکن ٫٫خوند٬٬ به دي د خاورو هم له دې دسترخوانه  حس کړی نه وي ، او کله به د یو داسي چا جونګړي ته هم ورپېښ سوي یاست چي پر سپېره ښوروا به یې میلمه کړي یاست او څومره٫٫ خوند٬٬ به مي پر اخیستی وي ، په نسبت د هغه ویړ او رنګین دسترخوان .

دا خوند فطري دی جرائت او صداقت یې شرط دی او څه مهال چي دا ٫٫شرط٬٬ په خطر کي احساسوي یو یو رښتونی، ایماندار ، مزاحمتي ( ریالیستګ) شاعر کله خاموش پاتکېدلی نسي د مزاحمت لاره خپلوي ٫٫حقیقت پسندي٬٬د عطایي ملا د شعر د روح درزا ده هم دا یې په شعر کي د خوند د را پیدا کولو ځانګړې نقطه ده ،   ځکه چي یې شخصیت د حسن کشش او زړه وړولو جاذبیت لري ، د میني او نُور یوه داسي سندریزه چینه ده ، چي سندري به یې په اروا کي درته ږغیږي .

رندانه او مزاحمتي انداز یوازي د کندهاري ادبي مکتب دودیزه( روایتي) مروج فکري پیچومو او سولیدلو شاعرانه کلماتو او اصطلاحاتو خلاف بغاوت نه وو، د حاکمیت ، ګدۍ نشینو  د ناروا استبداد لپاره تر ټولو کاري ضرب هم وو:

ګدۍ نشینو، خرقه پوښو او واکدارو منافقتونه ، د هغو د خلوتونو رازونه یې له نژدې کتلي او په ځیر مطالعه کړي او د خپل شعر او نقد برخه یې ګرځولي دي :

خوله مي بوی کړه بېګناه یم، نه څکلي ، نه خوړلي

د ې محله کی د رندانو ، شیخه تانه لږ پټېږم

شیخه ستا د عذاب دروند ږغ، د رندانو په محله کي

نړوي جنتي خوني ، ورکوي د دعا لاري

میکده ماتم کده سوه، له همسا جوړه ډنډه سوه

خُم چپه ساقي سرماتی ، زهریله بوټی د بنګ سو

ساقي ستړی په طواف سو، خُم لا رنګ نه دی راوړی

کوم یو مست په خود راغلی، رنګ یې تښتي له اثره

ماخذونه …

(۱) فارسی غزل کا ارتقا ۱۷۹

(۲) معصوم هوتک (یوڅوخبري) د عجز میکیده

 (۳) د استاد احمد صمیم ژوند لیک ، عصمت الله بهیر د عجز میکیده


د ښاغلي زهیر نورې لیکنې

2 thoughts on “د عطایي ملا رندانه شاعري …/ عصمت الله زهیر”
  1. ددې ټولو یارانو په منځ کې یوڅه توپیرونه هم شته ځکه چی دوی له یوه بله متاثره دي ، جهانی له ملا څخه متاثره دي او ملا بیا له بینوا څخه . ملا انقلابی شاعر دی ، داچی اوس یې نوم وربدل کړی دا خبره یوڅه تحقیق ته اړتیا لري .
    درناوي
    زرین ګل

    1. جهاني اړخ ته مي پام دئ خو داسي ځیني نقطې که شعوري پټي هم سي خو پټي نسي پاتېدلی ستاسو له علمي او ژوره نظره مو خوند واخیستو د یو څپرکي وو په راتلونکو برخو کی بحث ورباندي لرو نور که نه وی کوټ او زر به سره بیل سی خوشاله سوم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *