حمیدالله فیضي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا داسې مهال لاسلیک کړه چې د ملي یووالي حکومت زغم پای ته رسیدلی وو او د شمال زورواکي عطا محمد نور هم داسې فعالیتونه پیل کړي ول چې په ډاکه یې له ملي یووالي حکومت سره لفظي جګړه پيل کړې وه او غوښتل یې چې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره ښکر په ښکر شي.

د بلخ د ولایت ۱۵ کلن واکمن له داسې ولسمشر سره جګړه پيل کړې وه چې هغه د زورواکانو زوال بلل کیږي او د حکومت کولو په لومړیو کې ثابته کړه چې د زورواکانو څخه کرکه کوي او د حکومتوالۍ په لومړي سر کې یې زور واکي له ولسمشرئ ماڼۍ څخه وشړل او هغوی ټول یې اوس د انزوا ترڅنګ د خلکو له خوا کانګي کولو ته برابر کړي دي.

کله چې د روان ۲۰۱۷ زیږدیزکال د ډېسمبر په دوهمه، د افغان مرکزي حکومت یو شمېرمخالفینو تاریخي ښارکندهار کې غونډه جوړه کړه.  د حکومت مخالفینو غوښتل، دا ځل د منځمهاله حکومت او یا لويي جرګې په نوم یو بله کډوډي جوړه کړي او د کندهارښار له تاریخي او عقیدوي ارزښت څخه په ناوړې ګټې سره، د افغان مرکزي حکومت په وړاندې خلک راوپاروي.

لدې مخکې یې مخالفینو مرکزي کړۍ لکه عطامحمد نور، دوستم او محقق چې انقره کې يې د هېواد ژغورنې ټلوالې په مټ، حکومت سره له مخالفت او ډغرو څه تر لاسه نه کړل او کابل کې يي یوه غونډه هم جوړه نشوای کړای او هڅه یې کوله چې دا ځپل شوی ملت د خپلو شخصي ګټو لپاره نور هم وځپي.

خو د کندهار خلک او هېوادوال اوس دا څیرې پيژني او په لومړي سر کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق څرګنده کړه چې د دې غونډې امنیت یوازې او یوازې د دوی کار دی، نور کندهار ته راغلي کسان خپل نظریات لري.

لدې سره په یوه وخت کې د ملي یووالي حکومت مخالفینو خبرداری ورکړ که د کندهار غونډه کې عطا محمد نور کډون ونکړي، د حکومت مخالفین لکه عطا محمد نور به د بلخ ــ کابل لار، ظاهر قدیر به د جلال اباد ــ کابل لار او جنرال رزاق به د کندهار ــ کابل لار د مرکزي حکومت په وړاندې وتړی. دوی دا ډنډروه هم خپروله چې دوی چمتو دي چې د مرکزي حکومت په وړاندې په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې بېلابېلې خپلسرې واکمنۍ رامنځته کړي او مرکزي حکومت رانسکور کړي.

خو دا جوته شوه چې په دې زورواکانو پسې خلک ونه دریږي، دوی اصلا نشي کولای د افغانستان خلکو ته ستونزې جوړې کړي او یا هم بیا بېلابېلو ډلو ټپلو په وسیله افغانستان کې ملک الطوایفي حکومتوالۍ رامنځته کړي.

اوس چې عطا محمد نور هم له دندې ګوښه شوی دی یوازې دشخصي ګټې او ځان لپاره د قدرت د ترلاسه کولو لپاره له هر ډول چارو څخه ګټه پورته کوي، خو افغانان اوس هوښیار شوي او پوهیږي چې دا زور واکان د افغانستان د سولې او هوساینې لپاره کار نه کوي، بلکې په دې مفکوره دي چې څنګه کولای شي خپله شتمنۍ نوره هم ډیره کړي او په دولتي څوکیو منګولې خښې کړي.

د بلخ ګوښه شوی والي  لدې سره سره چې تائیدوي مخکې یې استعفا وړاندې کړه وه، وايي چې د ولسمشر له لوري د ده د استعفا منل غیرقانوني دي، ځکه چې د ده استعفا په شرطونو ولاړه وه. ښاغلي نور دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې ارګ اعلان وکړ چې ولسمشر غني د بلخ له ولایته د عطا محمد نور استعفا منلې ده.

نور په عین حال کې اعتراف کړی دی، چې څو میاشتې پخوا یې له ارګ سره د خبرو په مهال ولسمشر ته د بلخ له ولایته استعفا لیک وسپاره. خو اوس وایې چې استعفا نه کوي او د ولسمشر له لوري د ده د استعفا تایید ورته د منلو نه دی.

دغه راز جمعیت ګوند د عطا محمد نور ګوښه کېدا سره مخالفت کړی دی او ویلي دي چې دا ۱۵ کلن واکمن باید نور هم خپلې میراثي واکمنۍ ته دوام ورکړي.

خو د ملي یووالي حکومت په اند ( که هوس دی، زیاتي بس دی) افغانستان او جمعیت ګوند یوازې عطا محمد نور نه لري چې ۱۵ کلنې واکمنۍ وروسته هم خپل واکمنۍ ته دوام ورکړي، ځکه دلته نورې څیرې او غښتلي کسان شته چې دا څوکۍ پرمخ یوسي او دافغانستان د سولې او هوساینې لپاره کار وکړي.

عطامحمد نور چې د خپل مټ او زور په قوت له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کوله، د ولسمشر کرز ي په وخت کې یې په بلخ کې د قدرت جزیره تشکیل کړې وه، چې نه یوازې د مرکزي حکومت پرېکړو ته یې ارزښت نه ورکاوه، بلکې کله نا کله به یې د مرکزي حکومت پریکړې غندلې او هغه یې مسخره کولې.

خو ولسمشر محمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې نوموړی سرپرست والي کړ او دا ځل یې له دندې څخه ګوښه کړ. له دندې څخه د بلخ د زورواکي والي عطامحمد نور لیرې کول ولس ته هیلې پیدا کړي چې واقعا د ملي یووالي حکومت نه غواړي چې نور زورواکي د بیچاره افغانانو په غړۍ منګولې خښې کړي او افغان ولس ته زیری ورکوي چې د زورواکانو د زوال او د قدرت جزیرو د فتحه کولو لپاره یې مټې رانغاړلي دي او زورواکانو او جنګسالارانو ته د خطر هغه مهم زنګ ته یې فشار ورکړ چې ولس یې هم پراخ هرکلی وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې د زور واکۍ واکمنۍ ورته د منلو وړ نه دي او هیڅ زور واکی به پرې نږدي چې څوکۍ ورته په میراث کې پاتې شي.

که ملي یووالي حکومت غواړي زورواکي او ملوک الطوایفي ختمه کړي او موازي حکومتونو جوړولو ته د رد ځواب ورکړي دا یې ښه وخت دی، ځکه ولس زورواکي او هغه کسان نه خوښوي چې د حکومت په ګدۍ کښیني او بیا هیڅ چاته هم اجازه ورنکړي چې دوی لدې څوکۍ لېرې کړي. نړیوال هم تل افغان ملي یووالي حکومت د سمونونو په موخه نیوکې کوي چې حکومت نشي کولای یوازې یو والي لېرې کړي، نو بیا اصلاحات له کوم ځایه. که چیرې د ملي یووالي حکومت په دې پریکړه کې بریالی شو خو هیڅ کله به بیا زورواکي ونه غواړي چې څوکۍ ځانته میراثي کړي او که دا ځل ملي یووالي حکومت له ماتې سره مخ شو بیا یې د نسکوریدا خبر هم لېرې نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *