دغه خبره په کابل کي د علامه حبیبي کتابتون مسؤل حاجي احمد حقمل د یوې مرکې پرمهال راته وکړه.
حاجي احمد حقمل د کندهار ولایت د څلورمی ناحيې د صافیانو په کوڅه کي ( ۱۳۴۴) په یوه روڼ اندې کورنۍ کی زېږېدلی دی.
ددولسم ټولګي شهادتنامه يې په هرات ولایت کي د بادغیسي لیسې څخه په لوړو نومرو ترلاسه کړې ده.
نوموړی پر نورو مضامینو سربیره په انګلیسي ژبه کي تکړه ؤ، نو ځکه يې د کندهار د نړيوال هوايي ډګر د جوړيدو په دوهم کال ( ۱۹۶۱) عیسوي کي د ترجمان په صفت درې کاله کار وکړ او بیا د کندهاراوکابل د لويي لاري د جوړيدو پرمهال ( ۱۹۶۴) پوره نهه کاله د ترجمانۍ دنده په صداقت اجراء کړه.
حقمل وايي، هغه وخت، چي د هلمند ولایت د کجکي د برېښنا بند د جوړېدو چاري پیل سوې نو يې په هغه کمپنۍ کي هم له امریکایانو سره د ترجمان په حیث کار وکړ.
دغه کار يې ترهغه وخته ادامه پیداکړه، چي بالاخره کندهارښار په برق روښانه او تر ( ۱۳۵۷) هجري لمریز کال پوري يې په یاده پروژه کي ترکار کولو ورسته ځکه شخصی کاروبار ته مخه کړه، چي دیادي پروژې نورکار امریکایانو د انقلاب له امله پرېښود.
په کندهارکي له یوڅه وخت تیرولو وروسته کابل ته کډه سو او هلته يې خپل ژوند ته دوام ورکړ.
د مجاهدینو د خپلمنځي شخړو په کلنو کي ( ۱۳۷۶) د ژوند حالت ډېر تریخ سو او ښاغلی حقمل اړ سو، چي خپل ساتلي کتابونه بازار ته راوباسي او د کتاب رانیولو او خرڅولو لړۍ يې له همدغه ځایه پیل کړه، چي پر خپلي کتابخانې يې د ( علامه حبیبي کتابتون) نوم کښېښود.
« زما له کتابونو او د هغو له مطالعې سره داسی مینه وه او ده، چي ان د ډوډۍ خوړولو پرمهال هم د کتاب مطالعه نه پرېږدم اودغه کتابتون زما لپاره ځکه ډېرښه سو، چي له یوې خوامي د ناستي ځای معلوم سو، دوهم د کور لپاره یوه ګوله ډوډۍ پر پیداکیده او درېیم مي خپله کتابي تنده خړوبېده او دلته مي نو د کتاب لوستلو ته ښه زور ورکړ. »
ښاغلي حقمل د یوې پوښتني په جواب کي راته وویل، اوس مي کتابتون په ټول کابل کي څه،چي ان له خارج څخه هم د کتاب مینه وال راځي او دلته له ماڅخه د داسی کتابونو پوښتنه کوي، چي بل چیري يې نه سي پیداکولای.
باور وکړه، اوس دونده کتابونه لرم، چي نه په کتابتون کي ځایږي، نه په ګودام او نه هم په کور کي، خو لا غواړم، چي دغه لړۍ پسي وغزوم.
هغه هیوادونه، چي پرمختګ يې کړی، هغوی له کتاب سره مینه پاللې ده او د انټرنیټ په دې چټک بازار کي بیاهم د کتابخانو غنی کولو ته ملا تړلې او ځانونه يې تر سیالانو مخ ته کړي دي.
« زه امریکا، جرمني، پاکستان، ایران، انګلستان او المان هیوادونو ته تللی یم، هلته ګرځېدلی یم، هلته مي لويي کتابخاني لیدلي، چي په زرهاوو د کتاب لوستونکي ور روان دي.
هغه خلک د کتاب په ارزښت پوهیږي او غواړي، چي ددې لاري ځان ترمنزل ورسوي، چي دادی موږ يې وینو ترډېره بریالي سوي هم دي. »
نوموړی زیاتوي،
اوس خلک مسلکي کتابونه زیات بازار لري ، په ځانګړي ډول طبي کتابونه
دهرعمر کسان کتابونه رانیسي، خو په عمرپاخه اومحصلین ډیر دی، چي کتابونه لولي.
د بهیقي او پښتوټولني ځیني مهم کتابونه زما سره اوس هم سته، خو خرڅوم يې نه یوازي يې د ماخذ لپاره د کتاب مینه وال کارولای سي.
زما سیاسي او د خاطرو کتابونه ډېر خوښ دي
د پرمختللو هیوادونو راز د کتاب سره د میني په غیږ کي وده کړې ده.
« زموږ په هیواد کی بیا د کتاب مینه وال پسې نه لري اود پيسو لرونکي اکثره کسان بیا د کتاب مینه نه لري، نو ځکه موږ داسي پاته یو.»
زما هیله داده، چي د لوی استاد علامه حبیبي ټول اثار په ښه صحافت د کتاب مینه والو ته وړاندي کړم، همدااوس هم د علامه حبیبي مشهور کتاب ( د افغانستان پېښلیک) ترچاپ لاندي دی، چي ددغسي مهمو کتابونو چاپ به د کتاب د مینه والو تنده ماته کړي.
احمد صاحب ته دې خدای برکت ورکړي ، دعلامه حبیبی آثارخپرول نه یوازې دا چې دخلکو رضا سبب به شي بلکه خدای رضا به موهم مل شي .
توفیق مو رفیق شه
زرین ګل له اندیاچه
که دروند ورور ښاغلی حقمل خپل د خرڅولو وړ کتابونه د انترنبیټی مارکیټ له لیاری خرڅلاؤ ته وړاندی کړی نو به په بهر کی اوسېدونکی مینه وال هم د خپلی خوښی د کتابونو په رانیولو بریالی شی