په ولايت مقام کي درې ورځي مخکي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي له خوا يوه غونډه جوړه سوه چي موخه يې د علامه عبدالشکور رشاد بابا د ۱۲ تلين په مناسبت د څېړنغونډي جوړل وو. په هغه غونډه کي يوه کمېټه جوړه سوه چي د څېړنغونډي جوړول او ټولي تدارکاتي چاري به پر مخ وړي.
پرون ماځيګر په اطلاعات او کلتور رياست کي د انجنېر شېرشاه رشاد په مشرۍ د دې کمېټي لومړنۍ ناسته وسوه چي د څېړنغونډي پر جوړښت، د ځای پر تشخيص، له هند، کابل، ننګرهار، پکتيا، کوټي او پېښور څخه د مېلمنو پر رابلني، د هغوی پر اوسېدني، د مقالو پر موضوعاتو، ارتباطاتو او د غونډي پر ځينو نورو تخنيکي مسايلو بحث وسو.
په ناسته کي ځينو کسانو ته ځانګړي مسئوليتونه وسپارل سول او په دوهمه ناسته کي د هغو مسئوليتونو د راپور وړاندي کولو غوښتنه وسوه.
د ناستي په پای کي پرېکړه وسوه چي مېلمانه او ويناوال کولای سي د علام عبدالشکور رشاد د لاندي موضوعاتو په باب مقالې وليکي او د ارتباطاتو مسئولينو ته يې ولېږي، څو د يادي کمېټې له خوا د څېړنغونډي لپاره انتخاب سي او وروسته په کتابي بڼه خپرې سي.
لاندي هغه موضوعات دي چي درانه ليکوالان کولای سي مقالي پر وليکي:
- علامه رشاد بابا او روشنفکري
2. د علامه رشاد بابا سياسي ژوند
3. د علامه رشاد بابا ژورناليسټيکي فعاليتونه
4. د علامه رشاد بابا د څېړني مېتود
5. د علامه رشاد بابا د تدریس او ښووني مېتود
6. د علامه رشاد بابا ادبي فنون
7. د علامه رشاد بابا خاطرات
8. د علامه رشاد بابا تاريخي اثار
9. د علامه رشاد بابا او ژبپوهنه
10. د علامه رشاد بابا علمي سفرونه
11. د علامه رشاد بابا د شخصي ژوند ټولنيز اړخ
12. علامه رشاد بابا د نورو له نظره
13. د علامه رشاد بابا ژباړه
14. د علامه رشاد بابا نثر
15. د علامه رشاد بابا نظم
16. په تدريسي نصاب کي د علامه رشاد بابا ونډه.
يادونه: محترم ليکوال کولای سي چي خپلي مقالې د مرغومي تر ۷ نېټې پوري پر لاندي ايمېلونو راولېږي:
[email protected]
[email protected]