په ولايت مقام کي وړمه ورځ ماځيګر د علامه عبدالشکور رشاد د ۱۲ تلين په مناسبت د دوې ورځنۍ څېړنغونډي ۴ تدابيري غونډه وسوه چي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د څېړنغونډي د تنظيم کمېټې ګډون کړی وو.
په ناسته کي د څېړنغونډي د ځای پر تشخيص، د کتابونو د نندارتون، بيلبورډونو، د ۳ اثارو پر چاپ او ځينو نورو موضوعاتو بحث وسو.
په اول سر کي پلان دا وو چي څېړنغونډه د مرغومي پر ۱۴ نېټه جوړه کړو خو دا چي په کابل کي پر همدې مهال د مرحوم موسی شفيق سلمه کليزه لمانځل کيږي او ځيني استادان ازمويني لري، نو مو دا څېړنغونډه د مرغومي ۲۸ او ۲۹ ته وځنډوله.