د احمد شاهي عصر نومیالي

” د احمد شاهي عصر نومیالي ” د احمد شاهي عصر یو تاریخي تذکره ده، چي د لوی احمد شاه بابا د عصر (۱۴۵) نومیالي پکښي معرفي سوي دي. دا اثر د معاصر افغانستان د تاریخ د څېړونکو او مؤرخینو له پاره یو مستند، مفصل او معتبر ماخذ دئ.

کتاب پر سپن کاغذ، چي رنګه عکسونه، نقشې او شجرې هم لري په (۷۳۴) مخونو کي په کندهار کي علامه رشاد اکاډیمۍ چاپ کړی دئ.

1لودي پښتانه

د علامه رشاد (رح) د پُر ثمره علمي ژوند لومړنى اثر (لودي پښتانه) چي اول وار په (١٣٣٦ل.) کال په کابل کي پښتو ټولني چاپ کړی وو، اوس دوهم وار له نویو زياتوونو او اصلاحاتو سره په کندهار کي علامه رشاد اکاډیمۍ بیا چاپ کړی دئ.

دا اثر په هندوستان کي د لودیو پښتنو د تقریباً اتیا کلني پرتمیني واکمني یو مفصل او مستند تاریخ دئ، چي د افغانستان او هند د تاریخي- سیاسي روابطو څېړونکو او مؤرخینو ته یو مفید او مستند ماخذ کېدای سي.

کتاب پر سپین کاغذ، چي رنګه عکسونه، شجرې او نقشې هم لري، په (۴۱۲) مخونو چاپ سوی دئ.

1

3 thoughts on “د علامه رشاد (رح) دوه نوي کتابونه چاپ سوه”
  1. د علامه رشاد د نامه پرځای ګڼ نور نومونه هسې بې ځایه د نومونو زنځیر جوړوي. له کتاب چاپوونکیو یې هیله ده چې د تاند په څېر یې په کتابونو یوازې علامه رشاد یا علامه رشاد (رح) ولیکي‌. درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *