تاند- د ولسمشر غني له لوري د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې د لاسلیک په درشل کې د افغانستان د علماو سراسري شورا د دولت پر ټولو مخالفو وسله والو غږ وکړ چې د اسلامي حزب په پل پل کښېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
د علماو شورا غړیو پرون /چهارشنبه/ په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره یې د سولې د موافقې د لاسلیکیدو ملاتړ وکړ.
د علماو شورا د سولې د عالي شورا په منځګړتوب د حکومت او اسلامي حزب د موافقې د ملاتړ ترڅنګ وویل«دا شورا له دواړو لورو غواړي چې د موافقتنامې مواد په حسن نیت عملي کړي او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.»
دې شورا د دولت له نورو وسله والو مخالفانو هم وغوښتل چې له اوسني رامنځته شوي فصته ګټه واخلي او د حزب اسلامي په څېر د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ستونزې حل کړي.
علماوو ته ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې له اسلامي حزب سره د سولې موافقې ته په اشارې وویل«هیله ده ټولو ته ثابته شوې وي چې حکومت د سولې نېت او اراده لري. هغه زیاته کړه، د باعزته او پایدارې سولې لپاره نېت، اراده او عمل درې واړه مهم دي.»
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني نن په ارګ کې په یو لړ مراسمو کې، چې د دولت د جګپوړو چارواکو ترڅنګ به ځیني بهرني مېلمانه هم پکې ګډون وکړي، د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.
دا موافقه ښاغلي حکمتیار مخکې لاسلیک کړې او نن به نوموړی له نامعلوم ځایه د ویدیو کنفرانس له لارې د ارګ د مراسمو برخوالو ته وینا وکړي.