سمیع عزیز
له څلورو لسیزو راهیسې افغانستان د ناکرارۍ لویې څپې ازمویلې، په دې زماني واټن کې واک یو پر بل پسې په زور او تشدد سره لاس په لاس شوی. په دې دورو کې هېڅ رژیم ونشو کولای په ټول هېواد کې ډاډمنه کراري خوندي کړي او نه يې هم د راتلونکو نسلونو لهپاره بنسټیزې چارې ترسره کړې. هر یوه ډېر وخت په جنګ جګړو کې تېر کړ د واک په خاطر يي له افغانانو مادي او معنوي قرباني واخیسته. سربېره پر دې د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ کارون يي اصلي لوري څخه منحرف کړ.
سوله په افغانستان کې د یوه هوا مرغه په څېر ده چې نیول يي څه آسانه کار نه برېښي، خو ټول يي د نیولو په هیله شپې او روځې سبا کوي. د ملي یووالي حکومت هم دې هیلې ته د رسېدو په لار کې هڅې وکړې خو ښايي دا هڅې هغومره غښتلي نه وي چې د افغانانو د لسییزو هیلې او آرمانونه په یوه او دوو کلونو کې پوره کړي. د سولې په برخه کې د حکومت یو لوی کار دا و چې د سولې لپاره ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته کړي. د ټول هېواد په کچه دیني عالمان همغږي او دې وهڅول شول چې په افغانستان کې د روانې جګړې له پټو اړخونو پرده پورته کړي. په یوه بې ساري اقدام کې د ټول هېواد په کچه شاوخوا درې زوه دیني عالمان تر یوه واحد چت لاندې راټول شول او یوه غږ يي فتوا صادره کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بريدونه مطلق حرام دي.
د افغانستان دعلماوو فتوا:
د دینی علماوو په فتوا کې په ښکاره راغلي؛ په افغانستان کې چې له ۹۹ فيصده ډېر خلک يي مسلمانان دي او اساس یې قانون دی، د سیمې په کچه تر ټولو ډير اسلامي قانون دی، پر وړاندې يي وسله واله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې کړنې هېڅ راز شرعي جواز نه لري؛ د ديني نصوصو په اساس د جهاد حکم يوازې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) سلاحیت دی. دغو دیني عالماوو په فتوا کې راغلي چې له دغې جګړي عام ولس زیانمنیږي او هره ورځ قرباني ورکوي نو د جګړې په تداوم هيڅ راز فايده مرتبه نه ده بلکې ګټې يي يوازې دښمنانو ته رسیږي نو د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو ته کيني او روان ناورین ته د پای ټکي کیږدي.
د کابل کنفرانس ناسته:
د کابل پروسې دویمه غوڼده چې د ۲۵ هيوادونو افغانستان او دوو نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون په ارګ کې جوړه طالبانو ته د لومړي ځل لپآره د سولې هر اړخیزه طرحه وړاندې شوه. ولسمشر غني د کابل پروسې په غونډه کي طالبانو ته وړاندیز وکړ چې که سولي ته غاړه کیږدي، ډله یې د یوه سیاسي ګوند په توګه منل کیږي او د اساسي قانون تعدیل چې د طالبانو غوښتنه ده هم زمینه برابریږي. اوربند به ټینګېږي او د طالبانو بندیان به خوشې کېږي. د طالبانو نومونه به د نړیوالو له تورو لېستونو لیرې کېږي او هغوی چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي امنیتي تدابیر به ورته نیول کېږي.
د اندونیزا ناسته :
سولې ته رسېدو په لار کې افغان حکومت د هڅو په لړ کې د لومړځل لپاره د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمان مخامخ سره کېښناستل او د افغانستان د ستونزې پر حل يي خبرې وکړې. بلاخره د درې واړو هېوادونو دیني عالمانو ترهګري، چې په هغې کې ځانمرګي بریدونوهم شامل دي، د اسلام د اصولو خلاف او په ټکر کې اعمال وګڼل. د غونډې برخوالو دیني عالمانو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې جګړه بس کړي او د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي. دا غږ د پاکستان د دیني عالماوو لخوا په داسې حال کې بدرګه شو چې وړاندې له دې به د پاکستان دینی عالماوو په افغانستان کې روانې جګړې ته دیني او شرعي رنګ ورکړی و.
طالبان ولې له سولې تښتي؟
له هغه ځایه چې د افغانستان جګړه، د لویو سیاسي اهدافو په خاطر د ګاونډیانو د استخبارتي ادارو لخوا پر افغانانو تپل شوې نو هېڅ کله نه غواړي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه بریالی او په افغانستان کې ثبات ټینګ شي. په افغانستان کې طالبان او نورې وسله والې ډلې چې د افغان دولت پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي، بې له شکه چې د دغو استبخاراتي شبکو تر مستقیم اغېز لاندې دي. د طالبانو مشران د پاکستان دولت له اجازې پرته له افغان حکومت سره د سولې په اړه د خبرو او مذاکراتو واک نلري. د دې ادعاوو د اثبات لهپاره په پاکستان کې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مرموزه وژنه، تر نوموړي وروسته په بلوچستان کې د طالبانو دویم مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل، او په طالبانو کې د نفوذي چارواکو لکه د ملا برادر او له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول نیول کېدل، ښکاره بېلګې دي.
پآیله
اساسا په دې سره په افغانستان کې د جګړې د دوام د هر ډول وژنې مسوولیت د ترهګرو ډولو پر غاړه دی. له بلې خوا اصلا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپآره هېڅ راز شرعي او غیر شرعي دلیل نه دی پاتې.