د تیرې چهارشنبې په ورځ په پکتیکا کې یوه ځوانه مور او دوه کلنه لور یې د لارې د ماین د چاوندنې په پیښه کې ووژل شول. دا معلومه نه شوه چې ماین چا ایښی دی او طبعا هیچا هم د چاودنې مسولیت په غاړه وانه خیست خو تر ډیره بریده د لارې ماینونه د طالبانو له خوا ایښودل کیږي.
د لارې د ماينونو په وجه د خلكو د مړينې په اړه غمجنې پېښې ورځ په ورځ ډېرېږي. په ظاهره خو دا ماينونه د طالبانو كار دى البته ، د ځينو پېښو په وخت طالبانو هم ويلي دي چې ماين دوى نه و ايښى . طالبان كله نا كله د داسې خبرې كولو ته په دې دليل مجبورېږي چې هغه پېښه ډېره دردوونكې وي او د دوى د نفوذ په ساحه كې خلك هم ورباندې زيات خوابدې شوي وي.
ډېر ځله داسې هم شوي دي چې طالبانو يو ځاى ماين ايښى دى او بيا يا د دوى هېر شوى چې دا كوم ځاى و، يا د فشار په نتيجه كې له هغې سيمې وتلي او ماين پاتې شوى او يا هغه د ماين طالب د ماين تر انفجار دمخه وژل شوى او بل چا ته دا معلومات نه وي چې ماين چېرته وو.
په دې سربېره ځينې كسان د لارې له ماينونو د خپلو شخصي غليمانو د ختمولو لپاره استفاده كوي. اوس چې د اتهام ځاى معلوم دى ، دوى له دغه فرصتونو د خپلو حسابونو د تصفيې لپاره كار اخلي.
كه د لارې د ماينونو موضوع له هرې خوا وشاربو ، اصلي مسوليت يې تر ډېره حده طالبانو ته متوجه دى . طالبان نه يوازې د لارې د ماينونو په وسيله بلكې د ځانمرګو بريدونو په وسيله هم د ګڼو ملكي كسانو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي. څو ورځې مخکې په جلال اباد کې د طالبانو ځانمرګي برید د ګڼو افغانانو کورونو ته د خپلو زلمو بچو جنازې وروړې.
افغان وژنه او په تېره بيا د ښځو او ماشومانو مرګ ډېر دردوونكى وي خو عادي طالبان ځانونه په دې تسلي كوي چې د دوى په نيت كې خو دا نه وو چې ملكي كسان به پكې مري ، اوس چې مړۀ شول ، خداى دې يې جنت په نصيب كړي. دوى په حقيقت كې غواړي چې خپلو دغسې عملونو ته ديني توجيه پيدا كړي.
حال دا چې د ناسمو كارونو ديني توجيه د يوه دين له حيثيت سره د لوبو معنا لري. په منځينو پېړيو كې د كليسا روحانيونو له عيسويت سره همدا لوبې وكړې چې په نتيجه كې يې عيسويت نهايت كمزورۍ شو او داسې وختونه راغلل چې د كليسا په خلاف ولسونه راپاڅېدل. په راوروسته پيړيو كې بيا د كليسا چارواكي خپلو سهوو ته متوجه شول او په خپلو كړيو كارونو يې پښيماني څرګنده كړه خو د كليسا له تاريخه يې د خپلو عملونو تور داغ لرې نه كړاى شو.
زما په خيال د افغانستان د خلكو د ژغورلو او د اسلام د ژغورلو لپاره پكار ده چې د اسلام خواخوږي او زړه ور ديني علما پټه خوله پاتې نه شي او له اسلامي او انساني نقطۀ نظره دغسې پېښې وغندي .
زما منظور دا نه دى چې علما دې سياسي موقف ونيسي او د ځينو ډلو يا حكومت مخالفت يا ملګرتوب دې اعلان كړي ، بلكې د هغو پېښو په مقابل كې دې د اسلام واقعي موقف څرګند كړي چې معمولا د اسلام په اساس توجيه كېږي خو د اسلام او مسلمانانو له منافعو سره په ټكر كې دي.
دغه مخالف عملونه ممكن سياسي وي او ممكن غير سياسي وي. په كليو كې ډېر كسان د جادوګرۍ فعاليتونه كوي خو نوم د مقدسو كتابونو اخلي. دغه راز داسې كسان هم كم نه دي چې د طبابت له كوڅې نه دي تېر شوي خو ناخبره او ساده كليوالې كورنۍ تېر باسي او دا دعوه كوي چې دوى ته يوه بزرګ اجازه وركړې ده چې د خلكو علاج وكړي. دغسې كسان هم بايد د واقعي علماوو له عكس العمل سره مخ شي.
متاسفانه په تېرو څو لسيزو كې ، هم حكومتونو او هم د حكومتونو مخالفانو له ديني علماوو څخه د سياسي استفادې هڅه كړې ده. حال دا چې سياسي يا نظامي ډلې او حكومتونه يو څو ورځې وي او بيا نه وي ، خو دين د همېشه لپاره وي.
ديني علماوو ته پكار ده چې د دين همېشنۍ ځانګړنې او د خير او نيمكرغۍ په ګټه ماهيت ته پام وكړي او د اسلام او مسلمانانو د خير او سعادت لپاره اواز اوچت كړي.
په دنيا كې ډېرې ډلې شته چې د هغوى عملونه د اسلام له روحيې سره سمون نه خوري، خو څرنګه چې هغوى د اسلام په نوم فعاليت نه كوي، نو اسلامي علما كه د هغوى د عملونو په مقابل كې پټه خوله وي ، غير طبيعي خبره نه ده ، خو كه يو بد عمل او يو لوى ظلم د اسلام په اساس توجيه كېږي ، او بلكې ثواب بلل كېږي، دلته بيا د علماوو پټه خوله پاتېدل مناسب نه ښكاري.
ديني علما د دين د ستنو حيثيت لري. دوى ته پكار ده چې له سياسي بهيرونو ډېر لوړ فكر وكړي او د اسلام په بنيادي اخلاقي اصولو باندې ، لكه رحم ، انساني كرامت، د بل انسان د ژوند خونديتوب ، او عدالت باندې په هيڅ وجه سترګې پټې نه كړي او په تېره بيا د هغو بې عدالتيو او بې رحميو په مقابل كې خو خامخا عكس العمل وښيي او د اسلام دريځ څرګند كړي چې متاسفانه د قدرت او حكومت او ډاټسن لرلو شوقيانې ډلې يې د اسلام په نوم تر سره كوي.