محصلان مونوګرافونه لیکي، د پوهنتون استادان د علمي ترفیع لپاره آثار لیکي او د اکاډیمي غړي په څېړنو بوخت دي. د دغو اکثرو لیکنو اصلي مقصد دا وي چې د تعلیمي سند یا علمي ترفیع د حاصلولو لپاره استفاده ورنه وشي. یوه محصل راته وویل چې د مونوګراف استاد مې ځکه پلانی انتخاب کړی دی چې سر نه پسې ګرځوي او محصل نه په تکلیفوي. د پوهنتون استاد او د اکاډیمي غړی که وغواړي چې سرسري تحقیق وکړي، ممکن د مونوګراف تر لیکونکي هم لوټه ایښودل او تر اوبو تېرېدل ورته اسان وي، ځکه د ده پر څېړنه باندې وروستۍ پرېکړه د ده خپل همکاران کوي.په دغسې اکثرو څېړنو کې لویه هڅه دا وي چې د تحقیق د ظواهرو خیال وساتل شي، مثلا د اخځلیکونو یوه اوږده لړۍ د تحقیق له ظواهرو سره مرسته کوي.
زموږ ځینې څېړونکي په رښتیا څېړنه کوي او زیار باسي خو یوه مشترکه ګیله هم لري. دوی وایي چې ټولنه د علم قدردانه نه ده.
په افغانستان کې شاید یو ساینسپوه او د دین عالم دواړه درته ووایي چې نه خلک او نه حکومت علم او عالمانو ته اهمیت ورکوي. د دوی په خبره کې به مبالغه وي مګر حقیقت هم پکې شته. ملا صاحبان وعظونه کوي او د اورېدونکو غوږونه درانه ښکاري. پوهان څېړنې کوي او لوستونکي ورته نه پیدا کېږي.
که فرضا حکومت د عالمانو لپاره امکانات زیات کړي چې خپلې خبرې په لا لوړ اواز د ټولنې غوږونو ته ورسوي، ستونزه به حل شي؟ نه، ځکه یو کتاب که نه لوستل کېږي نو د زر او لس زره ټوکو د خپرېدو نتیجه یې یوه ده.
زما په خیال زموږ په ټولنه کې به علم تر هغو پورې بې قدره وي چې د خلکو اړتیاوو ته پکې پام ونه شي. علم که محترم دی خو په دې خاطر دی چې د انسانانو په ژوند کې اسانتیاوې زیاتوي او ټولنې ته خیر رسوي. زموږ هغه څېړنې چې مقصد یې یوازې ترفیع، پیسې، شهرت، تعلیمي درجه یا بل غیرعلمي هدف نه وي او علمي مقصد هم لري، تر هغو پورې به په ټولنه کې د لازم هرکلي چانس ونه مومي چې د وګړي او ټولنې اړتیاوو ته پکې پام نه وي شوی. زموږ محقق که د کېلې د ګټې او تاوان او د ښې کېلې د پیژندلو په باره کې تحقیق وکړي، ځکه به لوستونکي ولري چې ګڼ خلک کېلې خوري خو که د کېلې د کرلو په طریقه باندې څېړنې وکړي، لوستونکي به ځکه ونه لري چې زموږ د هېواد اقلیم د کېلې ودې ته برابر نه دی.
شاید استدلال وشي چې علم خپل هدفونه لري او تحقیقي آثار خاصو کسانو ته لیکل کېږي. دا استدلال به ومنو خو هغه علم چې د یوې ټولنې په پرمختګ کې برخه وانه خلي او د هغې اړتیاوو ته ځوابونه پکې نه وي، په هغې ټولنه کې دې د هرکلي تمه نه کوي. خپل خریدار دې بل چېرته پسې غواړي.