د افغانستان د علومو اکادمي مشرتابه پلاوي د آسیا د جنوب هیوادونو د اکاډمیو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ:

د هندوستان د علومو د ملي اکادمي په رسمي بلنه د افغانستان د علومو اکادمي علمي منشي څېړنوال دوکتور احمدشاه عمر وردک او د علومو اکادمي د زراعت انستیتوت آمر څېړنوال محمدیاسین فرهمند د آسیا د جنوب هیوادونو د اکادمیو د مشرانو او د AASSA(Association of Academies and Societies of Sciences in Asia) په عمومي اسمبلې کښی ګډون وکړ.

نوموړي هیات د هندوستان د علومو د ملي اکادمي له رئیس سره په کتنه کې لومړى د هېواد په کچه او په ځانګړي ډول د افغانستان په علومو اکادمي کې د څیړنو د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان او هندوستان د علومو د اکاډمیو ترمنځ د ګډو همکاریو د لاسلیک شوي سند په رڼا کې د هغه هیواد مرسته د ځوانو څیړونکو د وړتیا په لوړاوي کې وغوښتله او زیاته یې کړه، چې افغانستان د علومو اکادمي د نړۍ له ټولو اکادمیو سره د ښو اړیکو ټینګول غواړي.

د هندوستان د علومو د ملي اکادمۍ رئیس د افغاني هیات څخه د قدرداني په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د لاسلیک شوي سند له مخې به ډیر ژر د افغاني دانشمندانو د ظرفیت د لوړوالي پروګرام پیل کړي او د ښه پیل په موخه به په روان کال کی د افغانستان د علومو اکادمي یو تن د دریو میاشتو له پاره هندوستان ته راولیږي، چې ټول مصارف یې د هندوستان په غاړه دي او دا لړۍ به په راتلونکي کال کې کړندۍ شي. همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې په 2015 کال کې به د Third world Academies of Sciences (TWAS) اداره چې دوره یي رهبري یې د هندوستان په غاړه ده، د علومو اکادمي په سمینارونو او ورکشاپونو کې مالي او تخنیکي مرسته وکړي.

1همدارنګه د علومو اکادمي علمي منشي څېړنوال ډاکتر احمدشاه عمروردک د AASSA (Association of Academies and Societies of Sciences in Asia) په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د علومو اکادمي په استازیتوب ګډونوالوته وینا وکړه او څېړنوال محمد یاسین فرهمند د زراعت په هکله خپله مقاله وړاندې کړه. افغاني هیات د غونډې په بهیرکې د AASSA له دوره یي رییس، د ترکیې، کوریا، منګولیا، جاپان، جرمني، چین، سنګاپور، موریسش، بوتان، میانمار، پولند، تالیند، روسیې، نيپال، اندونیزیا او مالیزیا د هیوادونو د علومو اکاډمیو د رئیسانو او استازیو سره خبرې اترې وکړې او علمي – تحقیقي همکاریو هغه د پروتوکولونو مسودې چې د علومو اکادمي علمي منشي له لخوا برابرې شوې وې د یادو هیوادونو مسؤلینوته وسپارلې ترڅو له کره کتنې وروسته د نافذه قوانینو په رڼاکې د رسمي او دیپلوماتیکو مراجعو له لارو څخه لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *