د افغانستان د علومو اكاډمي له خوا (( د راډيو اكتيف موادو او ايونايز كوونكو وړانګو ساتنه او له هغو څخه گته اخيستنه )) تر سرليك لاندې علمي ــ څېړنيز سيمينار تر سره شو .
دغه څېړنيز سيمينار چې د ليندۍ د مياشتې په دويمه نېټه د يكشنبې په ورځ د افغانستان د علومو اكاډمي د كانفرانسونو په تالار كې د علومو اكاډمي د طبيعي علومو د معاونيت د رياضي ، فزيك او تخنيك د مركز له خوا جوړ شوى و .
سيمينار دقرآن عظيم الشان د څو مباركو آياتونو په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پېل شو ، وروسته د افغانستان د علومو اكاډمي د سرپرستې محترمې څېړنپوهې ثريا پوپل له خوا پرانيستونكې وينا او د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غني پيغام ولوستل شو ، چې د وينا په يوه برخه كې يې راغلي وو:
(( استفاده از مواد راديو اكتيف و اشعه آيونايز كننده منحيث منبع توليد انرژى ، تشخيص و معالجه امراض ، اصلاح جنتيكى نباتات ، انكشاف توليد صنعتى و تحقيقات علمى درجهان صورت ميگيرد و طوريكه ملاحظه مينمايم كشور هاى بزرگ صنعتى دنيا از انرژى حاصله از مواد راديو اكتيف و ساير منفعت هاى آن بهره مى برند . دولت جمهورى اسلامى افغانستان نيز برنامه ريزى هاى اساسى و هدفمند جهت انكشاف متوازن همه مناطق كشور ، تحقق عدالت اجتماعى ، حمايت از حقوق بشر ، تامين وحدت ملى و ايجاد يك جامعه مرفه و مترقى را روى دست دارد كه ارتقاء كمى و كيفى سطح معارف ، تحصيلات عالى و فراهم اورى زمينه هاى تحقيقات علمى و رشد ظرفيت ها جز اساسى اين برنامه ريزى ها محسوب ميشوند .))
وروسته د لوړو زده كړو وزارت ، د روغتيا وزارت ، د كابل پوليتخنيك پوهنتون ، د كابل پوهنتون او د چاپيريال ساتنې د ادارې پيغامونه د اړوندو ادارو د استازو له خوا ولوستل شول او بيا د پوهاند عبدالحى نظيفي له خوا په افغانستان كې د اتومي انرژي لنډ پېښليك وړاندې شو .
د سيمينار په دوهمه برخه چې علمي څېړنيزو مقالو ته ځانګړې شوې وه ، د پوهانو هر يو پوهاند دكتور عبدالحى نظيفي ، څېړنپوهې دكتور حليمه رزاقي ، څېړنوال داكتر احمد شاه عمر وردګ ، ښاغلي ابوبكر ، څېړنپوه دكتور سكندر حسيني ، څېړنپوه دكتور نجم الدين ترين ، ديپلوم انجينير حيات الله اميني ، څېړنپوه رحمت ګل، انجينير عبدالمتين او انجينير احمد اميد افضلي له خوا مقالې ولوستل شوې او پر مقالو لازم بحثونه تر سره شول.
د سيمينار په پاى كې يو پرېكړه ليك د رايو په يووالي تصويب شو ، چې په كې راغلي وو :
(( به مقامات ذيصلاح پشنهاد ميشود تا قانون استفاده از انرژى هستوى را نهايى سازند.
در سطح كشور بايد مراكز مجهز ايكولوژى ايجاد شود ، و در استفاده از اشعه ومواد راديو اكتيف كادر هاى جوان تربيه وتريننگ گردند.
تمام مركز كه از اشعه آيونايز استفاده مي نمايند ، فعاليت هاى شان معيارى شده از طرف مقامات ذيصلاح كنترول گردند.
به كميسيون عالى انرژى اتمى افغانستان پشنهاد ميگردد تا جهت اصلاح تخم ها و از بين بردن حشرات و ذخيره مواد غذايى كمك آژانس بين المللى اتمى را جلب نمايند.
به منظور هماهنگى بيشتر كارى دراين راستا نهاد هاى چون اكادمى علوم ، كميسيون انرژى اتمى افغانستان ، صحت عامه ، رياست محيط زيست ، تحصيلات عالى ، وساير ارگان هاى ذيربط تفاهم نامۀ مشترك را به امضاء برساند.
پشنهاد ميشود كه بخاطر حصول نتايج بهتر از تكنالوژى هستوى نهاد هاى ذيربط چون اكادمى علوم ، كمېسيون عالى انرژى اتمى افغانستان ، وزارت صحت عامه ، محيط زيست و تحصيلات عالى مشتركاً همچو سيمينار هاى علمى ــ تحققى را تدوير تا مردم در روشنايى بيشتر قرار گيرند. ))
سيمينار د پوهاند محمد انور شمس له خوا مثبت او ګټور وارزول شو او د سيمينار موضوع يې د افغانستان په څېر هېواد لپاره خورا ګټور وارزول او وړانديز يې وكړو چې ددې سيميار گټور مواد دې چاپ او په راتلونكي كې دې ددې ډول علمي څېړنيزو سيمينارونو لمن لا پراخه شي.
سمينار د څېړنوال سيف الرحمن ستانكزي له خوا د دعايې په لوستلو سره پاى ته ورسيده .
څېړندوى عبدالظاهر شكيب
د اطلاعاتو او عامه اړيكو رئيس