زموږ يو خپلوان حاجي علي جان چې د وردګو د سيد آباد د شنيز درې د شابۍ كلى اوسېدونكى دى، څلويښت پنځه څلوېښت كلونه مخكې په كابل كې ټكسي ډريور و.
علي جان ساده، پاك زړى، فعال او وظيفه پېژوندونكى كليوال ځوان و چې بې له كار، لمانځه، رښتينولۍ او ډوډۍ څخه پرته يې بله مينه نه درلوده او له همدې امله په خپلوانو ګران و.
يوه ورځ علي جان د افغان ستر پلورنځي مخې ته ډېر ولاړ پاته شوى او پرېكړه كړې وه چې هالته ناست نايي ته كيني او په سر چاړه تېره كړي. علي جان به په لسو پنځلسو ورځو كې يو ځلې سر په چاړه پاك كاوه او ببر وېښتان يې نه خوښېدل.
كله چې د علي جان او نايي كار نيمايي ته رسي، ناڅاپه څو پوليس راځي او د دې سيمې ناست كاروباريان لكه نايان، موچيان، جامې خرڅونكي او نور په داسې بيړه له سيمې څخه وباسي چې د علي جان سر نيم خرېيل شوى او په نيم نور تور وېښتان خيشته پاته وو!
علي جان چې په اصلي مسله نه و خبر، كار پرېښودلى و او په نيم خرېيلي سر كور ته راغى او موږ يې د دې مهمې پېښې په جزئياتو خبر كړو.
په هر صورت كېداى شي چې ارگ ته به كوم مهم مېلمه راتلو او پوليسو به دا نژدې سيمه له ګڼې گوڼې څخه پاكوله، يا كوم بل علت؛ خو د علي جان د سر كار په همغه ورځ نيمګړى پاته او دى په اصلي خبره هېڅ پوه نه شو!
موږ څو كاله په دې كيسه په علي جان پورې خندل؛ خو ده به تل ويل چې هېڅ پوه نه و چې څه شوي وو او پوليسو ولې دى او نايي پسې واخستل؟
د امريكا متحده ايالاتو د سپتمبر (11/ 9) له پېښې څخه وروسته په افغانستان او د طالبانو په واكمنۍ په دې پلمه يرغل وكړ چې دا ستره او ورانونكې پېښه له افغانستان څخه پلان شوې وه او اسامه بن لادن د طالبانو مرستندوى او ملګرى د دې پېښې اصلي طراح دى.
اصلي خبره خو دا ده چې د امريكا متحده ايالات د تبليغاتو له پاره دومره ستر امكانات، شبكې (ټلويزيونونه، راډيوګانې، ويب پاڼې، خبري آژانسونه، ورځپاڼې، مجلې او ….)، پيسې، وسيلې او متخصيصين لري چې رښتيا د درواغو او درواغ د رښتياوو په نامه د خلكو په عامه اذهانو منلى شي!
په هغه وخت كې چې د امريكا د متحده ايالاتو ولسمشر دوهم جورج بوش په افغانستان د پوځي يرغل پرېكړه وكړه، القاعده د افغانستان او پاكستان تر منځ په غرنيو سيمو كې ځالې او څو سوه كسان درلودل او په هېڅ صورت يې د سترو عملياتو وس، سړي او امكانات نه درلودل؛ خو پرېكړه- پرېكړه وي او القاعده بايد ځپل شوي واى!
د امريكا د متحده ايالاتو پوځي ټولګيو طالبان وځپل؛ خو اسامه بن لادن د امريكا د څو ملګرو او پلويانو په مرسته له تورې بورې څخه د ډيورند ها بلې غاړې ته واوښت، تر څو چې لس كاله وروسته د امريكا د اوږد مهاله ملګري، پاكستان، د ايبټ آباد په ښار كې وموندل شو. ايبټ آباد د پوځي زده كړو ستر مركز او اسلام آباد ته نژدې موقعيت لري!
اوس امريكا غواړي چې له افغانستان سره دفاعي- امنيتي تړون لاسليك كړي. ولسشمر حامد كرزى د دې تړون لاسليك د افغانانو په كورونو باندې د عملياتو د بندېدو او له طالبانو سره د سولې د جدي خبرو په پېلېدو پورې مشروط بولي؛ خو امريكا او ځينې ملګري هېوادونه همدا بيړه كوي چې دا تړون ژر لاسليك كړئ او كه نه دوى به خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي. مانا دا چې د علي جان سر به نيم خرېيلى پرېږدي!
د 4102 د فبرورۍ په 62 ولسمشر اوباما د امريكا دفاع وزارت ته امر وكړ چې له افغانستان څخه د ټولو امريكايي پوځيانو د وتلو په پلان كار پيل كړي ښكاره خبره ده كله چې امريكايان وځي، نور هم دلته نه ټينګېږي او ټول ځي.
اوس اصلي خبره دا ده چې كه په 2002 كې القاعده يوه كوچنۍ ډله وه، اوس په يو لوى سيمه ييز سازمان بدله شوې ده.
طالبان او په طالبانو كې ځينې شعوري ډلې او كسان د القاعده ملګري دي، په پاكستان كې طالبان په يوه لوى سياسي- پوځي ځواك بدل شوى، په عراق كې (د عراق او شام اسلامي دولت) د القاعده يوه څانګه ده، په سوريه كې القاعده پراخ حضور لري، داعش او النصره د هغه د ډلو نومونه دي چې د بشارالاسد د پوځيانو په ضد جنګېږي، په مصر كې اوس داسې خوځښتونه پياوړي كېږي چې ويل كېږي د القاعده ملګري دي لکه انصار الشریعه په ليبيا، يمن او تونس كې القاعده ريښې ځغلوي، د سوماليا الشباب القاعده ده، د نايجيريا بوكو حرام د القاعده كسان دي او لنډه دا چې اوسنۍ القاعده هغه د 2002 كال د ديورند د شاوخوا محدود كسان نه دي، دا اوس يو واقعي ايديولوژيك خطر دى چې بنسټ يې همدې امريكا اېښى دى. امريكا په افغانستان كې د مجاهدينو د دوستانو اسامه بن لادن او عبدالله عزام سره مالي او لوژستيكي مرسته كوله چې د عربي هېوادونه توند لاري او احساساتي ځوانان د افغانستان جهاد ته رابولي او له شوروي اتحاد څخه په ويتنام كې د خپلې تاريخي ماتې كسات واخلي! اوس القاعده له همغه كسانو څخه جوړه او رهبري كېږي چې يو وخت د امريكا په ګټه، د شوروي په ضد جنګېدل؛ خو اوس يې د جګړې لورى بدل دى!
په افغانستان كې ځينې كسان طالبان د امريكايانو ملګري بولي او امريكا په دې تورنوي چې په جګړه كې دواړه خواوو ته وسلې او پيسې برابروي؛ څو په سيمه كې د خپل اوږد مهاله شتون له پاره دلايل ولري. يو وخت ولسمشر كرزي ويلي و چې ناپېژندلي الوتكې د بغلان او كندز ولايتونو په مربوطاتو كې جنګيالي ښكته كوي او داسې هڅه روانه ده چې د هېواد شمال ختيځ ولايتونه نا آرامه شي. كه سړى بې طرفه قضاوت وكړي امريكا واقعاً دومره ستر تبليغاتي ماشين او امكانات لري چې دوست د دښمن، دښمن د دوست، رښتيا د درواغو او درواغ د رښتيا په نامه په ولسونو منلاى شي او په يو وخت كې په څو بڼو څرګندېدلاى شي!
پاته شوه هغه د علي جان د سر خبره. اوس امريكا كله وايي چې كه ولسمشر كرزى امنيتي- دفاعي تړون ژر لاسليك نه كړي، دوى او ملګري به يې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي. ځينې افغانان په دې فكر دي چې كه د امريكا او طالبانو جګړه رښتيا وي او زرګري جنګ نه وي، دا جګړه خو يې د اووه څلوېښت هېوادونو په څه باندې 000051 سرتېرو ونه ګټله؛ نو په پاته كېدونكو لس دوولس زره سرتېرو به څه توره وكړي؟
كه امريكا خپل ټول سرتيري وباسي، دا به د افغانستان له پاره همغه د علي جان د سر د كيسې تكرار وي. افغانستان به په دې پوه نه شي چې امريكا د څه له پاره راغلې وه او ولې لاړه؟ ځكه د امريكا متحده ايالاتو يا د نړۍ دې لومړۍ سياسي- پوځي او اقتصادي ځواك دا ژمنه كړې وه چې افغانستان ته به سوله او ټيكاو راولي، په افغانستان كې به نظم او قانون پلى كوي؛ رڼو، سراسري او عادلانه ټاكنو ته به لار اواروي، مدني ټولنه به په پښو دروي، په سياسي واك به د ټولو خلكو مشراكت ته زمينه برابروي، د فغانستان د وران شوي اقتصاد له بيا جوړېدو سره به مرسته كوي او داسې په لسګونو نورې ژمنې چې له افغانستان څخه به يو مثالي هېواد جوړېده؛ خو كه د امريكا متحده ايالات هر څه همداسې نيمګړى پرېږدي، دا به په حقيقت كې د علي جان د سر خبره وي چې نيم يې وخريه او نيم نور يې په خپل حال پرېښود!
ځينې كسان په افغانستان كې په دې اند دي چې كه د امريكا متحده ايالات او ځينې ملګري هېوادونه يې بيا افغانستان ته شا اړوي، دا به افغانستان ته د ستونزو د جوړولو په مانا نه؛ بلكې ځان ته د ستونزو د پيدا كېدو د لارې د اوارولو په مانا وي.
دا سمه ده چې افغانان به بيا له ګڼو ستونزو او كړاوونو سره مخامخ او حتى په كورنۍ جګړه اخته شي؛ خو د امريكا متحده ايالات بايد دا ومني چې د دې اور لوګي به بيا تر دوى پورې هم ورسي او بيا به د امريكا راتلونكي ولسمشران د دوهم جورج بوش په شان د امنيتى تهكاويو په پټنځايونو ننوځي او بيا به په امريكا د يرغل زنګونه وكړنګول شي.
چې خبره لنډه كړو، هغه به دا وي چې امريكا بايد د علي جان ټول سر په چاړه پاك كړي او كه نه يو كار په نيمه لار كې پرېښودل ټولو اړخونو او جهتونو ته ګران پرېوتلاى شي! پای
د تاند پاڼې ټولو کارکوونکو او چلوونکو ته سلامونه او نیکې هیلې، لیکنه په زړه پورې ده خو د فونت د ستونزې له امله لږ ستونزه پکې رامنځ ته شوې ده ، هلته لیکل شوی چې 1402 د فبروري 62 چې دا غلط دی که فونت جوړ شي دا به د 2014 د فبروری 26 شي او لاندې 000051 سرچپه لیکل شوي چې په اصل کې 150000 دي.
هیله ده چې لیکنه د خپرولو څخه مخکې ولوستل شي کنه د سایت لوستونکي به له تیروتنه سره مخامخ شي
په درنښت