یادونه :

 

ما د (پښتومتون سمېدل غواړي) کتاب لومړی ټوک دوه کاله دمخه خپور کړ. په دوهم ټوک کي مي غوښتل په پښتونخوا کي خپروسوو متونو ته کره کتنه وکاندم. د دغه مقصدله پاره مي یولړخورې ورې مقالې پخوالیکلي دي چي د کتاب په شکل ترکمپوز وړاندي ئې غواړم له لوستونکوسره ئې شریکي کړم. هیله ده درانه لوستونکي ئې دلوستلوتکلیف پرځان ومني.که د لوستلوپرڅنگ خپل نظر هم راسره شریک کاندي، نو داخوبه بیا د زوی زېری وي. (م. هوتک)

———————————————

۱ــ دعلیخان دېوان ( دقاضي عبدالسلام زیارتي چاپ)

علیخان داشنغردسیمي اوسېدونکی دیوان لرونکی نازکخیال شاعر دئ چي دژوندزمانه ئې دددولسمي هجري پېړۍ دسرکلونه بلل سوي دی.زموږمحققین ئې ترخوشحال خان اودهغه دکورنۍ ترشاعرانو، تر رحمان بابا او حمیدمومند وروسته ” مقبول شاعر” گڼي.دیوان ئې واردواره د قاضي عبدالسلام زیارتي په همت په ۱۳۵۸ هـ ق = ۱۹۳۹ع کال په لاهورکي دپاکستان تر جوړېدونهه کاله وړاندي چاپ سوی دئ . زه چي همدااوس دکم (کوم) دیوان په باب ږغېږم، مرادمي همداچاپ دئ.

دادیوان چي ماوکوت مجبورسوم ترنوروخبروتېرسم اودیوه قلمي اثر! په شان ئې وڅېړم. پرلیکدود او ځینو نورو ځانگړتیاوو به ئې وږغېږم.

ددېوان پراوله پاڼه ئې ( مکمل دیوان علی خان مرحوم) کښلی اوپر ورپسې پاڼه ئې په نقاشي سوي چوکاټ کي ” دپښتوادَبیَت یعنی دیوان علیخان اشعارپُرنزاکت” لیکلی دئ. دپاسه ئې ۱۳۵۸ هـ او ۱۹۳۹ ع اودپاڼي په بېخ کي ئې ” په اهتمام دقاضی عبدالسلام زیارتی چاپ شه”. تردغه عبارت یوه کرښه لوړه سته چي په اردوژبه ده او وایي چي دلاهورپه حجازی پریس کي دحافظ محمداسماعیل پرنټرپه اهتمام چاپ اوقاضی عبدالسلام پیلشر شایع کړی دئ. دچاپ شمېر ئې یو زرټوکه دئ. دکتاب په پای کي ئې دحجازی پریس (مطبعې) موقعیت” بیرون موری دروازه لاهور” ښوولی دئ

تردغي پاڼي وروسته سملاسي متن شروع کيږي چي دتر بسم الله وروسته ئې اول بیت داسي دئ :

که یاری ده اوکه کیمیا

که اخلاص دی که عنقا

پرهرمخ غبرگ چوکاټ راتاوسوی دئ اودغزلودنیم بیتیو ترمنځ دوه عمودي خطونه (کرښي) لري. متن پرسلم مخ په دې لاندي څلوریځي سره پای ته رسېدلی دئ :

باردارِ ونې ،مهجـــــــــــورته شنډې شوې

دروغ دروغ وو،پسې کـــــــــرکنډې شوې

علیخان څنګه ،له غــــــــــــم په څنګ شِی

چه دخوارسپینې ،هجران ته لنډې شوې

د همدې مخ په بېخ کي د” قاضي عبدالسلام زیارت کاکاصاحب ضلع پشاور” له ادرسه یواعلان سته چي مضمون ئې داسي دئ :

” اعلان کوم وخت چه دیوان حافظ الپوری چاپ شه نوڅماډیرو دوستانوبه دا ارزو کوله چه دریغ که چرې په دې شان سره دیوان علیخان هم چهاپ شِی نوپوښتانه به ددې قابل فخر اومایه ناز کتاب سره ډیرادبی کمالات حاصل کاندِ ــ ددې دوستانوپه خواهش اوخاطر سره ماداکتاب حسبِ قانون رجستری کړی چاپ کړو تجارحضرات دِ اراده دچاپ کولونه کوی اوپه پته ئي ذیل سره دِ لمانه کتابونه راوغواړی”.

دېوان په ښکلي خط په لاس کښل سوی اوبیاچاپ سوی دئ. دخطاط نوم ئې نسته اودلیکدود ځانگړتیاوي ئې داسي دي :

(ښ) توری د(خ) په شکل کاږي. لکه :

ویخ = ویښ (۱۲ مخ)، خه = ښه ( ۱۲ مخ)، اوبخی = وبخښی ( ۱۵ مخ)، خپه = ښپه، پښه ( ۱۶ مخ)اونور. خوپه بل ځای کي بیا ( ښیوې = شېوې) هم لیکي ( ۱۳ مخ)، دوزښ = دوزخ لیکي ( ۳۸ مخ)

(ږ) زیاتره د(ګ) په شکل لیکي. لکه

پټیګی = پټیږي ( ۱۲ مخ)، غوګونو= غوږونو(۱۳مخ)، کګې = کږې ( ۱۵ مخ)، کګه خپه = کږه ښپه. کږه پښه( ۱۶مخ)، یګان = یږان، ایږان ( ۸ مخ)، نګدې = نږدې ( ۲۴ مخ)، میګتون = میږتون ( ۵۹ مخ)اونور. خوبل ځای بیا کږې وروزی = کږې وروځي (۱۶ مخ)، کاږه خویونه ( ۱۶ مخ)، استوږنه = استوګنه ( ۷۸ مخ) هم لیکي.

د (ځ) توری ځای ځای د( ز) په بڼه لیکي. لکه سوزی = سوځي ( ۱۳ مخ)، وروزي = وروځي ( ۱۶ مخ)، خوبل ځای ئې بیا د(څ) په شکل کاږي. لکه ګرڅم = ګرځم، ګرزم ( ۱۷ مخ)، څما = ځما اونور

( څ) بیا د(س) په شکل راوړي . لکه سوکه = څوکه (۱۸مخ)، ترس = ترڅ ( ۱۸ مخ)، پاسه = پاڅه ( ۸۲ مخ)

(ژرنده)، (ژاړي) د جرنده (۱۸ مخ) او جاړي ( ۱۷ مخ) په شکل کاږي .

(ڼ) د (نړ) په شکل کاږي

دمتن ځیني کلمات ځای ځای په حاشیوکي توضیح سوي دي ( ۴۴، ۵۹، ۶۰ مخونه) اومحشي ئې مولوي عبدالسلام زیارتي دئ. یوځای ئې حاشیې ته خپل نوم هم لیکلی دئ (۵۹ مخ)

په دیوان کي املایي تېروتني بیخي نادري دي، یوځای ئې (جُثه) د( جوسه) په شکل لیکې ده (۱۶ مخ) چي باید سمه سي.

دعلیخان دیوان دغه چاپ له دې اسیته اهمیت لري چي داول وارله پاره ئې ددغه نازکخیال شاعردیوان دپښتوادب مینه والوته په چاپي بڼه وړاندي کړی دئ.

(دعلیخان دغه دیوان چي اوس زماپه کتابتون کي خوندي دئ، دعلامه ابوالوفا افغاني له کتابتون څخه ماته په لاس راغلی دئ. پرڅنډو ئې دعلامه مرحوم پخپل خط یاداښتونه او سموني هم سته . م . هوتک)

دادېوان تردغه چاپ دوولس کاله وروسته ددډاکټرسیدتقویم الحق کاکاخیل له مقدمې اوڅرگندوونو سره داداره اشاعتِ سرحدپشاور له خواخپورسوی دئ چي ښاغلي حبیب الله رفیع ئې ” انتقادي متن” بولي .(وگ : دیوان علی خان ــ ۱۸ مخ ــ ناشر قاسم بنوی پښتوادبی مرکزسرائ نورنگ ، بنون ــ ۱۹۹۱ع) اوزه به تردې وروسته پروږغېږم.

۲ ــ دیوان علیخان

(شرحَ اومقدمه له ډاکټرسیدتقویم الحق صاحب کاکاخیل نه)

دعلیخان دېوان دغه چاپ دډاکټرسیّدتقویم الحق کاکاخیل له مقدمې اوشرحوسره د(اداره اِشاعتِ سرحدپشاور) له خواپه ۱۹۵۱ ع کال په منظورعام پریس پېښورکي چاپ سوی دئ. دلومړۍ پاڼي پرسرئې کښلي دي چي ” دمولینا قاضی عبدالسلام صاحب په اجازت چهاپ شوی”. څرنگه چي دعلیخان دیوان اول چاپ دقاضي عبدالسلام زیارتي له خوا رجسټر سوی وو، نوځکه ئې دهغه داجازت یادونه کړې ده. دکتاب په سرکي له ( ج ــ مخ) څخه دیباچه شروع کيږي ( شل مخه). ورپسې ددېوان متن راځي اوپه (۱۴۶) مخوکي پای ته رسيږي. ددېوان دغزلوترتیب له یو دوو نوو غزلوپرته نورکټ مټ داول چاپ په شان دئ. خو لیکدودي تصرفات ئې پکښې کړي دي اولیکدود ترډېري اندازې دهغه وخت مروج رسم الخط ته رااړولی دئ. خوداصلاح سوو ځایونو تریادوني لاس اړوي اولوستونکی نه پوهېږي چي کوم ځایونه له اول چاپ سره توپیرلري؟که څه هم په دې نوي چاپ کي د” ځه = برو” او ” ځه = زه” توپیر نه کوي. “غوندې” چي په اول چاپ کي په یاء سره لیکل سوې ده، دلته ئې د” غوندِ” په شکل کاږي. ډاکټرکاکاخېل (ږ) توری همداسي لیکي او دمولانازیارتي دچاپ هغه ځایونه ئې سم کړي دي چي (ږ) ئې پکښې په (گ) سره اړولې ده، خوپه ۱۳ مخ کي ( یگان = یږان، ایږان) ځني پاته سوي دي. (یږ، یږه) هغه حیوان دئ چي په فارسي ئې (خرس) بولي. )دکتاب په هرمخ کي ئې دلغاتومعناوي اودبیتونوشرحه دصفحې په پای کي راوړې ده، خودزیاترولغتونو معناوي په متن کي دلغت د پاسه په واړه خط ورته لیکلي دي. دېوان په لاس کښل سوی اوبیاچاپ سوی دئ. دخطاط نوم ئې (خیرمحمدفدا) دئ چي دنامه یادونه ئې دکتاب په پای کي داسي راغلې ده :

” نوشته خیرمحمدفداساکن شاهی مسافرخانه واقع بازارجهانگیر پوره پشاورشهر”. دکتاب په پای کي دناشرنوم اوپته داسي لیکل سوې ده : حکیم عبدالخالق خلیق . په منظورعام برقي پریس پښاور کښې چاپ کړو اود” اداره اشاعت سرحد” قصه خوانی بازارپشاورنه ئې خورکړو ــ مئ ۱۹۵۱ ع

(ددیوان دغه نسخه چي اوس زما(هوتک) مخي ته پرته ده، علامه مولانا ابوالوفای افغاني ته دعبدالحي حبیبي له خوا هدیه سوې وه اودعلامه پخپل خط ئې داسي پرلیکلي دي :” هدیه ارجمندعبدالحی اخوندزاده قندهاری وصول یوم سه شنبه ۵ صفر ۱۳۷۱ هـ ــ ابوالوفا)

زموږ محققینو دغه چاپ دعلیخان دیوان انتقادي متن بللی دئ چي زه به ئې ددې لیکني په ترڅ کي دانتقادي متونودترتیب پرتله (ترازو) وتلم. خومخکي ترهغه باید ووایم چي دمشکلوځایونو اوسختولغاتو په حل کي دښاغلي شارح مښودد خورازیاتي ستایني وړ دئ اوددغه متن دتدریس په وخت کي له استاداومحصل سره فوق العاده ډېره مرسته کوي. دشارح اودهغه دمرستندویانو( ددوی د”والدبزرگوار سید محمدحمیم الحق صاحب” او دهغوی دمشر ورور” سیدمحمد تسنیم الحق صاحب ایچ ــ اې ــ فاضل دارالعلوم دیوبند) پراخواو هراړخیزو معلوماتوددې دېوان دمتن دپوهېدلوچاره ډېره اسانه کړې ده. ددوی سعی مشکوره او منظوره ده.

ددیوان شارح اومقدمه لیکونکی دمقدمې په سرکي لیکي دا کتاب له ډېره وخته د” آنرزپښتوپه کورس” کي شامل دئ، نوله امتحان ورکوونکوسره دمرستي له اسیته ئې دشرحي اړتیاډېره وه او زیاتوي چي” ددې وجهې نه مازیات کوشش داکړی دی چه ددیوان مختلفې نسخې راجمعَ کړم …” ددېوان په ۱۰۶ مخ کي د” غوږکړه” پر جمله باندي دانتقاد اوتبصرې په ترڅ بیالیکي چي داجمله په محاوره کي ” غوږ کیږده” دئ اوزیاتوي چي ” لیکن دا الفاظ مونږپه قلمی نسخوکښې هم اونه موندل مجبوراً مودچهاپ شوې نسخې اتباع اوکړه”. له دې اقتباسونو څخه زمامقصددادئ چي شارح ته په دغه وخت کي د علیخان دیوان پرچاپي نسخه سربېره خطي نسخې هم پرتې وې.مگرله بده مرغه ددغونسخویادونه کوي خوترپېژندني اومعرفۍ ئې لاس اړوي. ځای ځای چي ئې له دغونسخوڅخه موادرااخیستي دي، دهغو یادونه هم نه کوي او نه وایي چي دائې له کومي خطي نسخې را اخیستي دي. له دې څخه لوستونکی پوهېدلای سي چي شارح ته له خپلي پراخي مطالعې اوپوهني سره سره دمتني نقد اصول خویا معلوم نه دي، یاارزښت نه ورته لري. دمثال په ډول دلومړي مخ حمد چي د سر بیت ئې ( ابتداکوم په اسم دمولی + چه په حکم کښې ئې دی ارض وسما) دئ، دقاضي عبدالسلام زیارتي په چاپ کي نسته، خوزموږ شارح دانه وایي چي دائې له کومي نسخې رااخیستی دئ. دغه راز داتم مخ دوهمه غزل چي مطلع ئې ( روز و شب چه ځه ناله کړم له دې بابَ + خدائ مې هسې ورځ دبدو کړه بې تابَ) ده، دمولانازیارتي په چاپ کي نه ده راغلې (زمادکتابتون په خطي کاپي سته. هوتک)، خوددې بل چاپ شارح ئې دماخذ یادونه لازمه نه ده گڼلې اوتر تېرسوی دئ. په (۵ مخ) کي دمطلع اول نیم بیتی ( څوک چه ووینی باریکه مې دیارملا) دمولانازیارتي په چاپ کي ( خوچه ووینی باریکه مِ دیارملا) ده. شارح دانه دي کښلي چي دابدلون ئې دکومي خطي نسخې له مخي راوستی دئ که له ځانه ؟ ان تردې چي په مقدمه ( هـ ــ مخ)کي دعلیخان د نامه په باب لیکي چي” دعلیخان اصل نوم علی احمدخان وه” او د استنادله پاره دابیت په حاشیه کي راوړي چي ویلي ئې دي :

زړه بـــــــــه ستاغلبېل کېده علی احمده

چه مدام دې تېرو غشو [و] ته سپر دی

خوددې بیت نه ماخذ ښیي اونه ئې متن ته پرخپل ځای داخلوي. دابیت دعلیخان دیوان په هغه خطي نسخه کي هم سته چي دمحترم حمدالله صحاف په کلکسیون کي خوندي ده اوکاپي ئې زماپه کتابتون کي هم سته. دابیت دهغي غزلي اووم بیت دئ چي مطلع ئې ( نن ځماپه زړه دېره دغم لښکردئ + تمامي وجودمې لاندِ سراسردی) ده اودحاضرچاپ په ۱۳۶ مخ کي راغلې ده.. که چاته دصحاف په کلکسیون کي دعلیخان دیوان خطي نسخه یاکمه (کومه) بله داسي نسخه چي دابیت ولري، معلومه نه وي اولوستلې ئې نه وي، دشارح له دې خبري سره به موافقه ورته سخته وي چي دعليخان نوم (علي احمد) وو.(ددغه بیت په ارتباط باید ووایم چي په بیت کي راغلې (دېره) په دې حاضرچاپ او اول چاپ کي (ډېره) لیکل سوې ده اود دانش ټولني چاپ په ۱۷۴ مخ کي هم همداسي ناسمه ثبت سوې ده) .

دشارح داکاردانتقادي متن برابرولو له اصولوڅخه سرغړونه ده او لوستونکي ته دمتن پراصلیت باندي ناحقه شکونه پیداکیږي.

دحاضرمتن په اتم مخ کي چي کمه ( کومه) نوې غزل ورلوېدلې ده، په هغې کي سعادت مند، حبیب الله ، رسول خان اوفیض الله نومونه راغلي اودهغوی پر مړینه ئې اوښکي توی کړي دي. دمتني نقد غوښتنه داده چي دانومونه باید توضیح سوي وای. که له شارح سره په دې باب معلومات نه وای، باید همداد نه معلومات خبره ئې په حاشیه کي کښلې وای.

دعلیخان هغي غزلي ته چي په غیرمنقوط صنعت کي ویلې ده ( ۵۱مخ) اومطلع ئې ( دامِ دم که همدم که دلارام لاړ+ هم مِ روح وه لاړ له ما هم مِ ارام لاړ) ده، په لمنلیک کي کښلي دي :” دعلیخان خوریی محمداکبر دمحمود بادشاه دتیمورشاه بادشاه دځوی دارالخلافې ته لاړدی. دغزادپاره لښکرې جمع کیږی. ده هم خپله ډله نیولې ده. دهغه په فراق کښې علیخان داغزل وایي”. له دې غزلي څخه داراز دقیق معلومات نسي ترلاسه کېدلای. هرومروبه په کوم بل ماخذکي دابیان سوی وي، خو شارح هغه ماخذنه دئ ښوولی. ځکه نولوستونکی حق لري چي ددغه بیان پرسموالي باندي شکمن سي.

دلغتونومعناوي ئې په ډېردقت سره کړي دي اوبیخي سهي دي خوپه دایو دوه ځایه کي زماملاحظات سته .

په ( ۱ مخ) کي ئې ( ماوشما) په ( مونږ په تاسو) ژباړلی دئ. سمه ترجمه ئې ( موږاوتاسي) ده.

په (۳۱ مخ) کي ئې (کاکوړه ژبه) په ( پړسېدلې) ترجمه کړې ده. کاکوړه ژبه هغي ژبي ته وایي چي دخبروپرمهال بندش (لکنت) ولري. دکندهار پښتانه ئې (گنگوړه) یا (توړۍ) ژبه بولي.

په (۱۳۱ مخ) کي سورلکی په ( یومرغی دی) معناسوی دئ. دغي مرغۍ ته پښتانه (چتکه، ډیک، چورندک) وایي. دامرغۍ په ونوکي پریوه ځای نه درېږي اوتل له یوه ښاخه بل ته غورځي. اړوندبیت ئې داسي دئ :

دمقصودمــــــــــــــارغه ته دام دعقل څه ږدم

په (پر) هیڅ ډکی ټیکاونه که سورلکی دی

میقات ئې په (ځای) ترجمه کړی دئ( ۸۳ مخ). دلغت له مخي خو دا معناسهي ده خودمیقات اصطلاح زیاتره دحج په مراسموکي کاریږي اوهغه ځای ته وایي چي له هغه څخه پرحاجي باندي داحرام تړل واجب سي.

د(منگور) معناچي ئې (مار) لیکلې ده (۱۳۱مخ)، سهي ده خوله بیت سره په ارتباط کي د(موش خُرما) معناسمه راځي.موش خرما دموږک له جنسه یوحیوان دئ. ترموږک ډېر غټ او اوږده ببره لکۍ لري. غاښونه ئې فوق العاده تېره دي. مارچي په گیر ورسي دلکۍ له خوائې خوري. موش خرماته په هندي کي (گلهری) وایي ( غیاث اللغات). عرب ئې ( السِنّور) بولي.علیخان ویلي دي :

تښتي سوړې له دزلفوله منگوره

که نیله که منگری که پشکی دی

ماران عموماً له موش خرماڅخه ډاریږي اوځني تښتي. (نیله، منگری، پشکی) دمارانو ډولونه (انواع) دي.

دخپلي څېړني حسن ختام به په دې مطلب سره وکاندم چي د ديوان د الف ردیف یوه غزل دنورالدین عبدالرحمن جامي (۱۴۱۴ ــ ۱۴۹۲ع) د غزلي ترجمه ده. ددې ترجمې یادونه زموږ تربحث لاندي چاپ کي نسته ، خوښاغلي حبیب الله رفیع ئې ددیوان علیخان ( چاپ : دپښتو ادبی مرکز سرائ نورنګ ــ بنون) په مقدمه ( ۱۱ مخ) کي کړې ده اوپروفیسر راج ولي شاه خټک ئې ددانش ټولني چاپ ته پخپلوخبرو کي یو دوه بیته رااخیستي اوپخې نتیجې ئې بر بِناکړي دي .ددغو رااخیستل سوو بیتوپه باب دي محترم لوستونکي زما(هوتک)تبصره اواستنتاج زما په بل اثر( تعمیې اوتاریخي مادې په پښتوادب کي ــ ۱۱۷، ۱۱۸ مخونه)کي ولولي.

دجامي صاحب دترجمه سوي غزل پیل داسي دئ :

عارض است این یاقمریالاله حمراست این

(بایدبشپړه غزله راوړل سي اوله پښتوترجمې سره ئې مقابله سي)

دعلیخان دابل بیت دشیرازدخواجه حافظ(۱۳۲۵ ــ ۱۳۸۹ع) دکلام تراغېزې لاندي ویل سوی دئ :

پلارمي دغنم میني راویست له جنته

زه لاطمعداردغنم رنگـــــــــو د وفا یم

(۹۰ مخ)

حافظ شيرازي ویلي دي :

پدرم روضه رضوان به دو گندم بفروخت

ناخلف باشم اگــــــــــرمن به جوی نفروشم

(دیوان حافظ، ص۳۳۰ چاپ ۱۳۸۵ تهران)

۳ ــ دیوان علی خان ( چاپ ۱۹۹۱ع)

دعلي خان دېوان دغه چاپ دښاغلي قاسم بنوي په همت اودښاغلي حبیب الله رفیع په مقدمه په سرای نورنگ بنون کي دپښتوادبي مرکزله خواخپورسوی دئ. دخپرېدو کال ئې ۱۹۹۱ ع اودچاپ ځای ئې (جدون پریس پېښور) دئ. داچاپ دقاضي عبدالسلام زیارتي دچاپ فوټو کاپي ده. دمتن سایزئې لږڅه کوچنی کړی اوکتاب ئې په جیبي قطع چاپ کړی دئ. دمتن هغه لیکدودي ځانگړتیاوي اونیمگړتیاوي چي مولانازیارتي په چاپ کي پرږغېدلی یم، ټولي دلته کټ مټ رانقل سوي دي اود سمېدلوهڅه ئې نه ده کړې. خپروونکي ئې په خپلو خبروکي داچاپ د علیخان دیوان ” دویم ایډیشن” بللی دئ. خوداچاپ باید ” دریم ایډیشن ” یاد مولانازیارتي دچاپ دویم ایډیشن بلل سوی وای.

پردغه چاپ باندي ښاغلي حبیب الله رفیع یوه شپاړس مخیزه سریزه کښلې ده اوپه هغې کي ئې دعلیخان د استوگنځي، کورنۍ، زیږیدني ، نوم،زده کړي،مطالعې،سبک،دشعرمضمون،فارسي شاعرۍ، مړینه اومزار، دیوان په باب دعلیخان په اړه دنوو انکشافاتوپه روڼاکي خوندوري خبري کړي دي. دعلیخان دقوم په باب ئې دقنبرعلي خان دنوو موندل سوو اشعارو له مخي نوې خبره داکړې ده چي علیخان په قام ” مهمنزی (محمدزی)” وو. څرنگه چي مهمنزی دکاتب دناپامۍ له اسیته یوځای مهنزی ( ۶ مخ) اوبل ځای مهمتزی ( ۷ مخ) راغلی دئ، ځکه نوزه ددغه نامه دښه تشریح له اسیته داڅوټکي پرزیاتوم .

مهمنزی ، ممنزی، محمدزی دیوه قام درې نومونه دي چي په سړبنیو پښتنوکي دزمندقبیلې له ښاخ سره تړلي دي. ډپټي حیات خان ئې د استوگني ځای دیوسفزیوسیمه او اشنغر بولي (وگ : حیات افغاني ، پښتو ژباړه، ۱ / ۲۷۶ مخ) لوستونکو ته دي معلومه وي چي داهغه محمدزي نه دي چي په ابدالیو (درانیو) پښتنوکي دزیرک په څانگه کي دبارکزو له اولاده دي او ترسدوزیو وروسته ئې له ۱۸۱۹ ع څخه تر۱۹۷۸ع پوري پرافغانستان باندي واکمني درلوده. په غلجیوپښتنوکي دتوخوڅانگه هم دمحمدزیوپه نامه یوخېل لري.

۴ ــ دعلي خان دیوان (ددانش ټولني چاپ)

ددانش خپرندویي ټولني دخپلونشراتوپه لړکي دعلیخان دیوان له پېښورڅخه په ۲۰۰۵ ع کال په کمپیوټري توروخپورکړی دئ. دچاپ زیارئې سیدعبدالله پاچاگاللی دئ اودکمپوزچاري ئې حاجي محمد” عمرخېل” سرته رسولي دي. ښاغلي همېش خلیل دوه مخه تقریظ پرلیکلی دئ او پروفیسر راج ولي شاه خټک (اته مخه)ښه دخوند سریزه پرکښلې ده. ددېوان ټول متن په ۱۸۵ مخوکي ځای سوی دئ. ددې چاپ متن دسیدتقویم الحق کاکاخېل دچاپ کمپیوټري نقل دئ. لیکدودئې اوسني مروج لیکدودته رااړول سوی دئ خودمتن د سمېدلو هڅه ئې نه ده کړې اولغتنامه هم نه لري.هغه ملاحظات چي ما کاکاخېل صاحب پرچاپ باندي بیان کړي دي، پردغه چاپ باندي هم واردیږي. دلیکدود داړولوپه ترڅ کي، په تېره بیا دیاء گانو دکارولوپه برخه کي زمایقین دئ چي دشاعر خپل تلفظ ته به تغیر ورکړه سوی وي خو زه نه پوهېږم چي ددغه بدلون په وخت کي دعلیخان اشنغرۍ پښتوڅومره اړول سوې وي. داکاردهغه چاپه وس پوره دئ چي داشنغر دشاوخواسیمو د پښتولهجې ځانگړتیاوي ورمعلومي وي.

داچاپ دپښتوادبیاتودخپرولوپه لارکي یومثبت گام دئ خو وروستی نه دئ. دعلیخان ددیوان متن دمتعددو خطي نسخوپه سته والي کي بیاهم په څلورو سرو چاپونوکي هماغه دمولانا زیارتي صاحب ددېوان متن دئ. البته تقویم الحق کاکاخېل دوې غزلي پرزیاتي کړي دي. نوزماپه نظر ددغه دیوان دانتقادي متن برابرول یوه علمي اړتیاده چي ماورته مقدماتي تیاری نیولی دئ.

(پای)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *