تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: د عمران خان حکومت، د لاهور استیناف محکمې ته د مولانا فضل الرحمن د نیولو عریضه وړاندې کړې ده.

 دا عریضه مدافع وکیل ندیم سرور د لاهور استیناف محکمې ته سپارلې او په کې یې لیکلي دي چې مولانا فضل الرحمن په خپلو جلوسي ویناو او تقریرونو کې د نظام خلاف د بغاوت راپورته کولو هڅه کوي.

په عریضه کې همداراز راغلي چې مولانا په هېواد کې د ګډوډۍ جوړولو هڅې روانې کړې دي.

 همدا راز یادونه شوې ده چې مولانا د ازادۍ مارش له خلکو څخه په استفاده غواړي د لومړي وزیر عمران خان په کور حمله وکړي او هغه یرغمل ونیسي.

په عریضه کې له محکمې بیا بیا غوښتنه شوې چې په خلکو کې انتشار پیدا کول د بغاوت په معنا دی او مولانا فضل الرحمن باید د بغاوت په جرم ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *