تاند- د لاهور لوړې (استیناف) محکمې د پاکستان د پارلمان په وروستیو انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند یوه غړې د ملي اسمبلۍ له غړیتوبه په دې خاطر بې برخې کړه چې د هغې تعلیمي اسناد جعلي ول.
د راولپنډۍ له ۷۱ انتخاباتي حوزې څخه ملي جرګې ته د بریالۍ شوې عایله ملک د تعلیمي اسنادو پر جعلي توب له همدې انتخاباتي حوزې څخه ملي جرګې ته د مسلم لیګ نون ګروپ کاندید عبد الله شادي خېل د پاکستان د پنجاب ایالت لوړې محکمې ته شکایت کړی و.
محکمې د پنجاب د زده کړو له ادارې د عالې ملک د تعلیمي اسنادو په اړه مالومات غوښتي و، تعلیمي ادارې په ځواب کې ویلي و چې عایلې ملک لوړې زده کړې نه دي کړي او د هغې له لوري ښودل شوی سند جعلي دی.
عایلې ملک ادعا کړې وه چې دې په ۱۹۹۸ میلادي کال په راولپنډۍ کې لیسانس کړی دی.
عایله ملک د پاکستان له پخواني ولسمشر فاروق لغاري سره نژدې خپلوي لري او د مخکیني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د واکمنۍ په موده کې یې د ښځو لپاره د ځانګړې شویو چوکیو له لارې د ملي اسمیلۍ غړیتوب ترلاسه کړی و.
د پاکستان په وروستیو انتخاباتو کې عایله ملک د عمران خان د تحریک انصاف له لوري کاندیده شوې وه، او تر یو لک زیاتې رایې یې ګټلې وې.
پاکستان خپله په جعل جوړ شوی تیږه یی په جعل، فریب او دوکه ایښودل شوی بله خبره اسناد څه چی پاکستان جعلی خلک جوړوی خدای دی دوی هلاک کړی
په پنجابیانو کې تاسو ماته د سړي زوی وښیئ! ! د هیرا منډیي یې د اسلامیت ښکاره نښه ده.