تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: د عمران خان د حکومت رانړولو لپاره د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ څو ګوندیز میلیوني لاریونونه له پلان سره سم پیل شول.

د جمعیت علمای اسلام ګوندویاند مفتي ابرار احمد وايي، له تېرې شپې راهیسې لوی اعتراضیه مارش په کراچۍ کې له پرانیستې وینا سره سم پیل او له څلورو ایالتونو څخه خلک د اسلام اباد پر لور راروان شوي دي.

نوموړی وايي، د معترضانو ټول کاروانونه به د پاکستان له مختلفو سیمو څخه د اکتوبر تر ۳۱مې پورې اسلام اباد ته ورسېږي او په اسلام اباد کې به یو ځای ته راټول شي.

د مفتي ابرار په خبره دا لوی مارش به تر هغې روان وي چې په پاکستان کې د عمران خان نامشروع حکومت راونړول شي.

مولانا فضل الرحمن چې عمران خان د پاکستان د اقتصادي بحران اصلي لامل بولي له اوږدې مودې راهیسې یې له ګوندونو سره مذاکرات کول تر څو ټول د اعتراض په ټغر یو ځای ته راټول کړي.

One thought on “د عمران خان پر ضد د فضل الرحمن میلیوني اعتراضونه پیل شول”
  1. کچیری په دی لاریون کی د منظور پښتون غورځنګ مشرانو او نور ولس خلکو برخه اخیستی وای او پدی لاریون کی بیا د هم پښتون او هم افغان یم چیغه پورته کړی ډیر ښه چانس وو مګر کیدای شی د منظور ډله پاکستان له پوځ ډاریږی او داسی هم ویل کیږی چی عمران خان له باجوه سره خبری کړی او باجوه بیا له فضل الرحمان سره ناسته کړی او ددی لاریون د بندیو یا نه تر سره کیدو غوښتنه کړی چی کیدای شی دا لاریون ونشی او همدارنګه ویل کیږی چی پاکستان دولت نواز شریف د ګوند د خوشحالولو لپاره نواز شریف ته آزاد کړی او کیدای شی بیا یو بل هیواد ته وتښتی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *