عمري عملیات

 د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره – 

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۳ مه / پرلپسي ۷۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ ثور/۱/ ۱۳۹۵

هغه ملت ډېر د افسوس وړ دی چې نوروز یې د ګلو پر ځای په زخمو پیلیږي، چې د پسرلي د بارانو پر ځای یې د انسان د وینو توپانونه راځي، د پرمختیایې پلانو پر ځای یې د تباه کوونکو جنګو و تخریبونو خبرې کيږي او له بلي خوا یې بیا د دین و مذهب له ادرسه، د دې پر ځای چې د پسرلي په بدلون راوړونکي فصل کې د ناروا جنګو، وینو تویولو، مرګ- ژوبلې، بربادیو او تباهیو غندنه وشي او د اسلام د مبارک دین پر اساس دغه وحشتونه، مرګونه او تخریبونه ناروا او غیر شرعي وبلل شي، نوروز او د نوروز لمانځنه د اسلام خلاف عمل بلل کيږي، په داسې حال کې چې نوروز لمانځنه غیر شرعي بلل خپله یو ناشرعي نظر دی ځکه اسلام یو فطري دین دی او هیڅکله د طبیعي واقعیتو خلاف نه دی، پسرلی او نوروز چې په طبیعت کې د تحول موسم دی او بیا دا موسم او دا فطري بدلون غیر شرعي بلل خپله د دین سپکاوی او لویه ناپوهې ده.

زموږ محترم علماء باید جنګ جنایت وبولي او د دې جنایت په مخنیوي کې خپل دیني مسؤلیت اداء کړي.

دا ډېره د تاسف خبره ده چې زموږ دولت او مخالفین یې، د پسرلي په نوې و تازه موسم کې د ودانوونکو پلانو د اعلان پر ځای د جنګي امادګیو خبرونه خپروي او د پسرلي انساني موسم ته د جنګي فصل نوم ور کوي.

طالبانو له معمول سره سم په نوي کال کې د (عمري عملیاتو) اعلان وکړ خو له دوی څخه مخکې حکومت د شفق په نوم تعرضي عملیات وختې لا پیل کړي ول.

پوځي څېړونکي باور لري چې د حکومت شفق عملیات بریالي او د مخالفینو عمري عملیات یې ناکام شول ځکه طالبانو غوښته چې د خپلو عملیاتو په لومړۍ څپه کې یو وار بیا کندوز ولایت سقوط کړي او د دې تر څنګ هلمند ولایت هم د عمري عملیاتو د بریالیتوب لپاره د یوه بل ښکار په توګه انتخاب شوی وو خو په کندوز کې یې نه یوازې پرمختګ و نشوای کړای بلکې د شفق تر تعرضي ګوزارو لاندې یې د توقع خلاف تلفات ولیدل او په لاس کې سیمي یې هم بایلولي، په همدې ډول په هلمند او نور افغانستان کې یې هم یو ګام مخ ته وانخیستای شوای بلکې پر شا و تمبول شول.

په هلمند کې د اول وار لپاره افغان ملي پوځ د بې پیلوټه الوتنو ظرفیت تر لاسه کړ او دې پرمختیا افغان ملي پوځ ته غوڅ او ټاکونکی دریځ ور په برخه کړ.

زموږ هیله او وړاندیز، هم حکومت او هم یې مخالفینو ته دا دی چې تېرو څلوېښتو خونړیو پسرلیو ثابته کړه چې جنګ د افغانستان او افغانانو په ګټه نه دی بلکې یوازې د پردیو اجنډاوو په ګټه دی نو باید نور مو تجربه اخیستې وي او په یوه ږغ د جنګ پر ضد د سولې و ثبات اعلان وکړو ځکه افغان ولس نور نه غواړي چې پسرلي یې خونړي اوسي او هر څوک چې یې نوي کلونه په وینو ور لړي، هغوی خپل دوستان نه ګڼي او څوک چې د ولس دوست نه وي نو ناممکنه ده چې پر هغه ولس دې خپله استبدادي واکمنې هم ټینګه کړای شي.

د ډیموکراسۍ خو تر ټولو لوی خیر او برکت په دې کې دی چې ټول مسایل د خبرو او سړې سینې له لارې پکښې حلیږي نه د جنګ او وحشت له طریقه، نو موږ پر ټولو جنګي اړخو ږغ کوو چې راځئ د ولسواکۍ په انساني چوکاټ کې د ولس ټاکونکې ارادې ته سره تسلیم شو ځکه په زور کلي نه کيږي او په دې کې هم ستاسو او هم د ولس خیر و عزت نغښتی دی.

One thought on “د عمري عملیاتو عمر لکه چې ډېر لنډ وو”
  1. گرانه وروره په زره پوری مطلب و خوند یی را کری خو حکومت بل اوفشن نه لری یوازی په تخیل او ارمان گرایی باندی کار نه کیژی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *