حضرت عمر د خطاب زوی د اسلام دوهم خلیفه دی، کله یې چې اسلام راوړ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په الفاروق لقب ونوماوه، او فرمایل به یې چې ده (عمر) حق او باطل تر منځ جدا کړل.
عمر بن الخطاب ته د امیرالمومنین خطاب هم ورکړل شوی دی چې بیا به په همدې نوم یادیده.
اسلام یې:
نوموړی د بعثت په پنځم کال د اسلام په پاک دین مشرف شو، د ده اسلام د مشرکینو لپاره د یو غټ عذاب نه کم نه وو، څنګه چې عمر د جاهلیت په دور کې په سخت سړي د مسلمانانو پر ضد مشهور و همداسې د اسلام نه وروسته د کفارو پر ضد هم و، چې ډیر مشرکین یې د نوم نه هم ویریدل.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم د عمر په هکله فرمایي: الله تعالی حق د عمر په خوله او زړه کې ګرځولی، که زما نه وروسته بل نبي وای هغه به عمر و.
عبدالله بن مسعود وایي: د عمر اسلام زمونږ لپاره بری، هجرت یې نصرت او خلافت یې رحمت و.
خلافت یې:
عمر بن الخطاب (13) کاله او شپږ میاشتې خلافت کړی، او د دې خلافت په دوره کې نوموړي ډیر داسې کارونه کړي چې نه مخکې چا کړي و او نه وروسته، د نوموړي په خلافت کې اسلامي فتوحات زیات شول، نه یې شو کولای چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه راروان نظام یې په هماغه ټکو روان کړی وای، بلکه ډیرو داسې کارونو سره مخ شو چې بغیر له نظام جوړولو یا نوي کولو څخه ورته ساتنه سخته ښکاریده.
ابتکارات یې:
محمد بن سعد وایي: چې عمر لومړنی شخصیت دی چې اسلامي (هجري) تاریخ یې رواج کړی، عمر د روژې په میاشت کې تراویح په جماعت رواج کړي، دوه امامان يې په مدینه منوره کې منتخب کړي وو یو د نارینه وو لپاره او بل د ښځو لپاره، عمر د لومړي ځل لپاره یو کس د شرابو د څښلو په جرم اتیا (80) دورې وهلی دی، او د شراب جوړونکي کور یې سوځولی دی، عمر په کفارو خراج او جزیه لازمه کړی وه، مالداره به (48) متوسط به (24) او غریب به (12) درهمه جزیه ورکوله، چا به یې چې د ورکولو توان نه لره هغه ته به یې د بیت المال (بیت مال المسلمین) نه مال ورکوه، (یوه ورځ عمر د خپل عادت په څیر د مدینې په ښار کېد خلکو د احوال اخیستلو لپاره ګرځیده چې یو یهودي یې تر نظر لاندی شود خلکو د کورونو دروازې ټکوي او د امیرالمومنین پوښتنه ترې کوي، عمر راوغوښت او د حال پوښتنه یې ترې وکړه، هغه ویل زه یهودي یم خو ضرورتمند یم که څه راکړی! عمر هغه خپل کور ته بوت او څه چې ورسره کور کې و هغه یې ورکړل، بیا یې د بیت المال نه دې یهودي ته نفقه ورکړه او رخصت یې کړ).
عمر د بدریانو (د بدر غزا شرکت کوونکي) لپاره خاص معاش ټاکلی و، د تقوا یا پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته د نیژدیوالي په اساس یې کسانو ته معاش زیات او کم ورکاوه.
عمر د عسکري او اداري کار لپاره دفترونه جوړ کړي و، چې به په کې مختلفو کسانو کار کوه، د عسکرئ وظیفه یې لازمه ګرځولې وه، هر عسکر ته به یې د میاشتې معاش ورکوه، نوموړي بههر وخت د خپلو وزیرانو حال اخیسته، د رعیت سره به یې ورته په ښو اخلاقو او ښه معامله امر کاوه، بد اخلاقه او خرابه معامله کونکي به یې له دندې ګوښه کول او سزا به یې ورکوله.
نوموړي د سزا لپاره جیلونه جوړ کړي و، د مختلفو جرمونو لپاره یې مختلفې سزاګانې ټاکلې وې چې یوه یې په جیل کې وخت تیرول و.
امیرالمؤمنين ډیر ښارونه لکه: (آذربایجان، عراق، اهواز، فارس، شام، مصر، دمشق، اسکندریه، قادسیه) او نورې ډیرې سيمې فتحه کړي.
نوموړي ډیر نوي ښارونه (کوفه، بصره فسطاط او داسې نور) جوړ کړي، د پیغمر صلی الله علیه وسلم مسجد یې پراښه کړی، او پخپل خلافت کې یې ډیر نور کارونه کړي چې نن هم زمونږ تاریخ پرې ځلیږي….
نوموړي ډیر ابتکارات په فقهي مسائلو کې هم کړي خو مونږ یې په همدي اکتفا کوو.
شهادت یې:
عمرالفاروق رضي الله عنه د سهار لمونځ ورکاوه چې ابي لؤلؤ مجوسي د شا لخوا نه په توره وواهه سخت یې زخمي کړ چې بیا په شهادت ورسید.
الله تعالی دې مونږ کې د عمر په شان شخصیات ډیر کړي. آمین
د حضرات صحابه کرامو رضي الله تعالي عنه له نومونو سره بايد موږ او تاسو رض وليکو چي د رضي الله عنه لنډيز دي
فقط
ستاسو يؤ خواره بوښکی خواخوږی
سهېلي پښتونخوا چمن
مننه چمن صیب.. د صحابي نوم سره د ادب له لحاظه باید (رضي الله عنه) ولیکل شي، خو که د لیکنې په سر کې یو ځل ذکرشي بیا یې ذکر کولو ته اړتیا نشته.. یا خو چې پوره ولیکل شي یا بیخي ونه لیکل شي.. بیا هم مننه