“مونږ به هیڅکله هم تسلیم نشو، مونږ بریالی کیږو او یا مرو” دا دعمر مختار چی د صحرا د زمري (اسد الصحرا) په نوم هم مشهور و هغه خبري دې چې د وخت اشغالګر جنرال ته یې تر نیول کیدو ورسته وکړې.
عمر مختار په ۱۸۶۲م کال کې د لیبیا په تبروک ښار کې دنیا ته سترګې وغړولې هغه د خپل ژوند وروستي ۲۰ کلونه د ایټالیا د استعمارګرو قواوو په ضد په جنګ کې تیر کړي، او د ده جنګي وړتیا ، زړورتیا او رهبریت دی د صحرا د زمري په نوم مشهور کړ.
عمرمختار ډیر کوچنی و، چې پلار یې د لاسه ورکړو او بیا د شریف الګنیني لخوا چې د وخت دیني عالم و وروزل شو، هغه خپلي لومړنۍ زده کړي په خپل نژدی جومات کې کړی او بیا د لوړو زده کړو لپاره د جغبوب پوهنتون ته ولاړو، په ډیر کم وخت کې یې د قرآن پاک زده کړې وکړي او د یو خاص اعتبار خاوند شو چې په سیمه ییزه کچه او د قبیلوي مشکلاتو د حل لپاره به یې مشورې ورکولې، هغه په اصل کې د قرآن پاک ښوونکی و او د ښوونکي په توګه یې ساده ژوند درلود هغه قرآن په پشپړ ډول یاد و د نرم زړه خاوند او د حلیم شخص په توګه پیژندل کېده.
عمر مختار له زده کړو وروسته وسله واله مبارزه پیل کړه، او د لومړي ځل لپاره یې د مصر او لیبیا پر پوله له بریتیايي ځواکونو سره جګړه وکړه، بیا یې په ۱۹۰۰م کال کې د فرانسوي اشغالګرو ځواکونو پر ضد چې غوښتل یې سوډان او چاد اشغال کړي په جګړه کې وڼده واخیستله، په ۱۹۱۱م کال کې د عثماني امپراتورۍ په ملاتړ د بنغازی ښار ختیځ ته راووت او په لنډ وخت کې یې تر زر (۱۰۰۰) پورې جنګیالي د زاویت القصور په سیمه کې برابر کړل چی بیایې په عثماني امپراتورۍ کې د شیخ المجاهدین په نوم هم شهرت حاصل کړ.
په ۱۹۱۲م کال کې کله چې روم د لیبیا هیواد خپله مستعمره اعلان کړه نو عمر مختار د لیبیایانو د مقاومت د ډلي مشري په غاړه واخیستله، عمر مختار نه یواځي یو باسواده او خه مدیر و بلکه د خپلو پخوانیو جنګي تجاربو په اساس دا جوته کړه چی یو نظامی او ګریلایی ستراتیژیست هم دی. همدا وه چی د خپلو جنګی تجربو او د جغرافیه سره د شناخت په مټ یې پخپل شل کلن جهاد کې وکولای شول چې اشغالګرو ته سخته مالې او ځانې تلفات ورواړوي، حتی تر دي چې د روم مشهور جنرال رودولف ګرزیاني وغوښتل چی د عمر مختار سره د خبرو اترو له مخي مخکي ولاړ شي چې په نتیجه کې یې عمر مختار د روم هغه شرطونه چی د هیواد او خلکو په ضد وو ونه منل او ځان یې د خپلو خلکو لپاره قربانی کړ، د هغه کړنې تعهد د ازادی سره مینه د خلکو لپاره یو پند او میراث پاتی شو.
عمر مختار د ایټالیوي ځواکونو سره بي شمیره جګړی کړي، خو ترټولو مشهوره جګړه یې (أم الشناتیر) او (بئر الغبي) دي، چې په ۱۹۲۷م کال کې و، پدې وخت کې ایټالویان مجبور شول چې د عمر مختار د مخنیوي لپاره خپل ټول ځواکونه د جنګ میدان ته وباسي. په د اړوند د تاریخ استاذ مصطفی بن نصر زیاتوي چې په (جبل الاخضر) یا شنه غره کې د عمر مختار جنګونه ځکه ډېر کامیاب ول، چې د هغه سیمې جغرافیه ورته ښه معلومه وه، چې د ایټالویانو په سلګونو عسکر او ظابطان يې پدې سیمه کې له منځه وړي.
مصطفی بن نصر زیاتوي چې ایټالویانو ډېر کوښښ وکړ ترڅو عمر مختار سره خبرې وکړي او د خبرو له لاري قناعت ورکړي چې خپله مبارزه پای ته ورسوي، خو پدې ونه توانېدل چې عمر مختار ته قناعت ورکړي، ځکه د عمر مختار جواب یوه کلمه وه چې ” د لیبیا څخه په بشپړه توګه ووزئ”.
د مورخینو د لیکنو په اساس په یو جګړه کې کله چې د عمر مختار پلویانو د ایټالیا اشغالګر سرتیری ونیول نو غوښتل یې چې ویې وژني نو عمر مختار ورته امر وکړ چې زندانیان مه وژنئ هغوی په ځواب کې ورته وویل چې هغوی زمونږ زندانیان وژني نو ولي مونږ یې هم ونه وژنو عمر مختار ورته وویل چې هغوی زمونږ استادان ندي.
د عمر مختار شل ۲۰ کلنه مبارزه د ۱۹۳۱ کال د سپټمبر په ۱۱ هغه وخت پای ته ورسیده کله چې هغه د سلونات په جګړه کې زخمی شو او د ایټالیایانو لخوا ونیول شو. مورخین او علماء د هغه د محاکمي پریکړه د وخت د استعمارګرو د محاکمو د اصولو په خلاف ګڼلې، د ۱۹۳۱کال د سپټمبر په ۱۶ نیټه عمر مختار د خپلو خلکو او پلویانو مخ ته په عام محضر کې د سلوق په نوم کمپ کې اعدام کړی شو، د مورخینو په وینا کله چې ترې وپښتل شول چې خپل اخیرینی خواهش ووایې نو هغه د قرآن په ټکو ځواب ورکړ چې: «إنا لله و إنا إلیه راجعون» ژباړه: الله تعالی مونږ پیدا کړي یو او د الله تعالی لوري ته ورګرځيدونکي یو.
عمر مختار نه یوازې د لیبیایانو لپاره د افتخار سمبول دی بلکې په ټوله نړۍ کې یې خلک د آزادي غوښتونکي اتل په نوم پیژني- د کیوبا په هوانا پارک او د وینزویلا په کاراکس کې یې مجسمې درول شوي دي.
سلامونه،
آفرین صافی صاحب بختیار خان، په لیکنه.
په پښتنو افغانانو کښې هم مونږ او تاسو ډیر داسې اتلان درلودل او اوس ېې هم لرو
صرف دومره په کار ده چې ټول قومونه یو (ولس )شي او یا په بل عبارت کوچني ملیتونه یو (افغان ملت) شي او یو نه پوهیږم څووم (عُمَر: لومړی حضرت عمر بن خطاب و، دوم عمر بن عزیز یا عمر ثاني؛ ثالث به ېې همدا عمر مخطار ؛څلورم به زما په نظر ملا م. عمر طالب و!!!!…..) پنځم او شپږم او ۷وم ېې تاسئ پیدا کړئ . ان شآء الله . و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.
تشکر له توجه مو.
عمر مختار نه یوازې د لیبیایانو لپاره د افتخار سمبول دی بلکې په ټوله نړۍ کې یې خلک د آزادي غوښتونکي اتل په نوم پیژني- د کیوبا په هوانا پارک او د وینزویلا په کاراکس کې یې مجسمې درول شوي دي.