زما نیکه په دې نظر و چې وګړي تر پنځوس، شپیته کلنۍ پورې کوښښ کوي، ځان کشر وښیي خو چې د سر او ږیرې ویښتان یې پوره سپین شي، بیا ممکن شپیته کلن سړی د اویا کلنۍ دعوه وکړي او اویا کلن ځان اتیا کلن وښیي، ځکه ډیر عمر په ټولنه کې د ډیرې تجربې نښه ده او د احترام سبب ګرځي. نیکه مې شپیته، اویا کاله پخوا افغاني ټولنې ته په کتو سره دا خبره کوله.
څلور، پنځه لسیزې پخوا به اکثرو پلرونو کوښښ کاوه چې زامنو ته د تذکرې اخیستلو په وخت د هغوی عمر یو څه کم کړي. دوی به بهتره بلله چې اولادونه یې ژر عسکري ته وانه ستول شي. د عمر له کمولو د تقاعد د ځنډولو لپاره هم استفاده شوې ده. د عمر کم ښودلو په باره کې زما د نیکه نظر له « حیثیت» سره تعلق لري خو کله چې د عسکري یا تقاعد په خاطر په اسنادو کم عمر کمېږي، دلته بیا د « ګټو» خبره ده.
هسې وایي، درې ښځې څنګ په څنګ ناستې وې. یوه انا، بله لور او دریمه لمسۍ وه. چا د عمر پوښتنه ځنې وکړه. انا وویل چې د څلوېښتو شاوخوا به یم. لور یې وویل: شلو ته نژدې شوې یم او لسمۍ چې ولیدل، دوی هرې یوې لس، پنځلس کاله خپل عمر کم ښودلی دی نو ویې ویل: زه لا دنیا ته نه یم راغلې!
نارینه تور لګوي چې ښځې خپل عمر کم ښیي او په دې اړه یې د پاسنۍ ټوکې غوندې نورې ټوکې هم جوړې کړې دي، مګر حقیقت دا دی چې زموږ په ټولنه کې ګڼ شمېر نارینه هم په مختلفو دلایلو د عمر له کم ښودلو سره دلچسپي لري. زموږ په ټولنه کې چې د تولد ورځ په رسمي ډول نه ثبت کېږي او په کلتوري لحاظ د عمر د ورځو او کلونو شمېرلو ته چندان اهمیت نه ورکوو، د عمر کم یا زیات ښودل مشکله چاره نه ده. د یوه دوست په قول یوه اروپایي تعجب کړی و چې په لویدیځ کې اکثره مهاجر افغانان د جنوري په لومړۍ نېټه دنیا ته راغلي دي. ګڼ شمېر مهاجرو د نویو اسنادو د برابرولو په وخت بهتره ګڼلې چې ځانونه د کال د لومړۍ ورځې متولدین وښیي چې هم یې خوشبختي ثابته شي او هم د خپل نوي تولد نېټه په اسانه حافظې ته وسپاري.
د عمر په برخه کې د دقیقو معلوماتو نشتوالي موږ ته دا تصور راکړی دی چې پخوانو خلکو اوږده عمرونه کول. زموږ یوه محقق د دې احتمال په باره کې چې حمید مومند به نوي کلنۍ ته رسېدلی وي،دا دلیل هم راوړی و چې پخوانو خو ډیر عمرونه کول. د کلاسیک شاعر، سعید، د دیوان مدون په خپله مقدمه کې اټکل کړی دی چې سعید به تر یونیم سل کاله اوږده موده ژوند کړی وي. د عمر د زیاتوالي په اړه زموږ یو بل تصور دا دی چې هغه کسان ممکن لا زیات ژوند وکړي چې په بدو شرایطو کې اوسي او د صحت اصول نه رعایتوي. د یولس سوه کاله پخوا زمانې د دري شاعر ابوطیب مصعبي دا بیت چې د پیغمبر( ص) د عمر د کموالي او د ناپوهو خلکو د عمر د زیاتوالي شکایت پکې شوی، مشهور دی:
صد و اند ساله یکی مرد غرچه
چرا شصت و سه زیست آن مرد تازی
خو لکه څنګه چې اسناد ښیي په پخوانو تمدنونو کې عمرونه ډیر کم وو. په لرغوني مصر کې د عمر اوسط شل کاله و حال دا چې په اوسني جاپان کې د عمر اوسط څو اتیا کاله دی. د شلمې پیړۍ د وروستۍ لسیزې په جګړه ځبلي افغانستان کې اټکل کېده چې د عمر اوسط څو څلویښت کاله دی او اوس ویل کیږي چې دغه اندازه څو شپیته کلونو ته لوړه شوې ده.
شپږ، اووه کاله پخوا مې د هغو هیوادونو په باره کې یو تحقیقي رپورټ لوستی و چې عمرونه پکې اوږده دي. د رپورټ مطابق په ایسلنډ، جاپان، نیوزیلنډ، سویډن،ساردینیا(چې د ایټالیا یو ټاپو دی.) او فنلنډ کې تر نورو ځایونو عمرونه اوږده دي. دغه یو ځای هم په وروسته پاتې سیمو کې شامل نه دی. په یوه ټولنه کې پرمختللې طبي ټکنالوژي، د خلکو ښه اقتصادي حالت او پیاوړی صحي کلتور د عمر د اوږدوالي اصلي عوامل دي.
له رپورټ سره سم، جاپانیان د کب غوښه ډېره خوري او پر ډوډۍ ځان پوره نه مړوي. د سویډن خلک له دې سره دلچسپي لري چې خواړه په غوړو کې سره نه کړي بلکې په اوبو کې یې واېشوي. د شلمې پیړۍ تر اتیایمو کلونو پورې د فنلنډ د خلکو عمرونه چندان اوږده نه وو، د زړه ناورغي پکې زیاته وه خو په تېرو دېرشو کلونو کې فنلنډیانو د سګریټو څکول خورا کم او د مېوو او سبزیجاتو خوړل دوه برابره زیات کړل چې په نتیجه کې یې عمرونه اوږده شول. د دغو مثالونو له راوړلو مې منظور دا دی چې مناسب صحي کلتور د عمر له اوږدېدا سره لویه مرسته کوي، حال دا چې زموږ په ټولنه کې صحي کلتور خورا کمزوری دی. په هندوستان کې د څو سوه کاله پخوا مغول پاچهان په دې نه پوهېدل چې ډیر وزن یې صحت ته تاوان پېښوي نو دوی چې به ځانونه تلل او تر تېر کال به درانه وختل، خوشحاله به شول. زموږ په کلیو کې اوس هم چاغښت د ښه صحت علامه ده او د غزني خلک په خوند خوند وایي: پلانی ښه مزی ده! موږ ممکن په خپلو خوړو کې د ضرورت تر اندازې څو برابره زیاته مالګه استعمال کړو، د پسه لم او وازده بې تشویشه نوش جان کړو او یا مثلا د غاښونو او لاسونو پاکي ته خاصه توجه ونه لرو. په لویو خیراتونو کې به ځینې کسان په ناولو پښو په دسترخوان باندې پل ږدي او په ټول مجلس کې به دومره څوک نه پیدا کېږي چې ورته ووایي چې دا خو د ډوډۍ کیښودلو ځای دی، ولې باید چټل شي؟
د ښه صحت او اوږده عمر موضوع یوه خبره ده او عمر کم یا زیات ښودل، بله خبره، خو زما په خیال بې ارتباطه موضوعات نه دي. موږ ژوند کوو خو په دې چندان غور نه کوو چې ژوند څنګه بهتره کېږي؟ ما په مکتب کې ځینې هلکان یادیږي چې پلرونو به مثلا په لس کلنۍ یا دولس کلنۍ کې په اول صنف کې شامل کړل او بیا به په دې ځورېدل چې له کشرانو سره په یوه ټولګي کې ناست دي. دغسې حالت د دې سبب کېږي چې یو څوک د خپل عمر په حصه کې دروغ ووایي. له بلې خوا، ګڼ کسان بې له دې چې په اجتماع کې خپل ځان ثابت کړي، بوډاګان شي او په واقعي ژوند کې د پرمختګ لاره بنده وویني، نو چې بله لاره ورپاتې نه شي، په اتیا کلنۍ کې به د سل کلني دعوه وکړي. موږ ګومان کوو چې سل کلن سړی ممکن د مرموزې پوهې او تجربې څښتن وي، حال دا چې په ډیر پاخه عمر کې ذهني قوت هم د جسمي قوت غوندې کمېږي. د فرانسې د شلمې پیړۍ خورا مشهور لیکوال اندره ژید، په زړبودن کې لیکلي وو: مودې وشوې چې زه، زه نه یم. ما یوازې د هغه چا ځای نیولی دی چې خلکو اندره ژید باله.
د ۱۳۹۵ دلوه