بېګاه شپه شاوخوا يوولس بجې د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړونده د ورزې په للمۍ سيمه کې درې تنه ځانمرګي بريدکوونکي چې په يو کور کې ځاى پرځاى شوي وو او په خوست ولايت کې يې د ترورېستي بريد پلان درلود،د نظامي ځواکونو لخوا د دقيقو راپورونو پربنسټ تشخيص او تثبيت شول.
د نظامي ځواکونو زړورو سرتېرو او منسوبينو پدې خاطر چې ددوى د ترورېستي بريد مخنيوى وکړي،په همدې اساس يې د شپې په يوولسو بجو په ياد کور عمليات ترسره کړل، چې په پايله کې يې درې واړه ځانمرګي بريدکوونکي، چې يوه په کې ښځه وه، ځاى پرځاى له منځه يووړل، خو له بده مرغه هغه موټربم چې پدغه کور کې موجود وو، د هغې د چاودنې په پايله کې د نظامي ځواکونو اته تنه سرتېري شهيدان او پنځه نور ټپيان شول.
دخوست ولايت مقام د دا ډول ترورېستي پلانونو او کرغېړنو کړنو په ټينګه غندنه کوي او د خپلو اتلو ځواکونو دسرتېرو د شهادت قدرداني کوي.همداشان ولايت مقام د ټولو ملکي او نظامي ارګانونو،ولايتي شورا،سولې ولايتي کمېټې،علماوو شورا،مدني بنسټونو او دټولو قومونو په استازيتوب د ټولو هغو سرتېرو کورنيو ته چې غړي يې د هېواد د خپلواکۍ،پرمختګ،امن، سولې او ثبات په لاره کې شهيدان او ټپيان شول، ورته د جميل صبر غوښتنه کوي.دغه راز په ټولو خلکو غږ کوو، چې د خپلو امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونو سره لازمې همکارۍ ته دوام ورکړئ، ترڅو هېڅ ورانکارى پدې ونه توانيږي، چې پخپلو شومو ترورېستي پلانونو کې بريالي او زموږ ځورېدلي کورنۍ د وير او غم په ټغر کېنوي.
يووار بيا د لوى پروردګارج ستر دربار ته دعا کوم، چې ټولو شهيدانو ته جنت الفردوس او ژوربلو کسانو ته عاجله شفا ور په برخه کړي.
په درناوي
عبدالجبارنعيمي
دخوست سرپرست والي