دغه څرګندوني د چهارشنبې په ورځ کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، دغه غونډه چي د کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه پرمهال يې د ټولو امنتي ارګانونو مسؤلینو، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او يوناما مؤسسې استازو ګډون کړی وو .

د امنیتي مجلس په غونډه کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا ټولو امنیتي ارګانونو ته هدایت وکړ چي د عملیاتو څخه مخکي خاص پلانونه جوړ او ترتيب کړي ترڅو د وسلوالو سره په نښتو کي د عامو خلګو ژوند ته خاصه پاملرنه سوې او د هغوئ ژوند خوندي ساتل سوی وي .

ښاغلي ويسا د امنيتي ځواکونو هڅي وستايلې او د هغوئ څخه يې ځانګړې مننه وکړه چي د اروزګان او خاکرېز د لاري په خلاصون کښي پوره هڅه او کوښښ کوي، هغه اړوندو امنيتي اورګانونو ته لارښوونه وکړه چي د دغو لارو د خلاصون لپاره يو خاص ټيم جوړ کړي ترڅو ټوله په يوه ږغ د تلفاتو په مخنيوي او پروخت د اکمالاتو په رسولو کښي مثبت رول ولوبوي .

کندهاوالي تورن جنرال زلمي ويسا د امنيتي مجلس په غونډه کي وويل چي ولايتي ادارې د استقلال او د لوی اختر د ورځو د لمانځلو همدارنګه د راروان اوربند لپاره خاص پلانونه ترتيب کړي او ځانګړې کمېټه يې جوړه کړې ترڅو دغه ورځي په خاصو مراسمو سره ولمانځي .

ښاغلي ويسا د امنيتي ځواکونو څخه هم وغوښتل چي د استقلال، لوی اختر د ورځو او اوربند لپاره هم ځانګړې کمېټه جوړه کړي ترڅو دواړي کمېټې يو تر بله په پوره همکارۍ سره داسي پلانونه ترتيب کړي چي خوابدي وسلوال د اوربند په شپو او ورځو کښي بېله ستونزي په ښار کښي ازاد وګرځي او تشويق سي چي اوږد مهاله اوربند وکړي همدارنګه د سولي د پروسې سره يوځای سي او د تل لپاره ارام او خوشحاله ژوند ولري .

په غونډه کښي د غزني ولايت پر حالاتو هم بحث وسو کندهاروالي د غزني ولايت د امنيه قوماندان فريد مشعل او د هغه د ټيم هڅي وستايلې چي دغه ولايت يې د ډېر سخت حالت څخه وژغورئ همدارنګه يې وويل : فريد مشعل غزني ولايت د سقوط د حالت څخه په ډېره مېړانه وژغورئ او دښمن ته يې اجازه ورنکړه چي سقوط يې کړي .

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا د ولایتي ادارې په استازیتوب ټولو هیواد والو ته ډاډ ورکړ چي د راتلونکي لوي اختر او اوربند له پاره پوره چمتووالی لري، هغه د ولس په استازیتوب د وسلوالو څخه وغوښتل چي اوربند اعلان کړي ترڅو په هیواد کي مو تل پاته سوله راسي او جنګ ځپلی اولس مو د امن او ارامۍ احساس وکړي .

په دغه غونډه کښي د يوناما استازي خپل راپور وړاندي کړ او ويې ويل : د تېرو پنځو کلونو په پرتله په جنوب غرب حوزه کښي د ۲۰۱۸ کال په تېرو شپږو مياشتو کښي د امنيتي ځواکونو په هڅو او د منظمو پلانونو په تطبيقولو سره د عامو خلګو په مرګ ژوبله او امنيتي پېښو کښي ۶۰ سلنه کمښت راغلی .

نوموړي زياته کړه : د افغانستان په سطحه د ۲۰۱۸ کال د جنوري له لومړۍ څخه بيا د جون تر ۳۰ نېټې پوري يوناما ۵۱۲۲ ملکي تلفات ( ۱۶۹۲ مړيني او ۳۴۳۰ ټپيان ) مستند کړي چي دغه د تېر کال په پرتله ۳ سلنه عمومي کموالی دی .

د يوناما مؤسسې استازي د کوچني اختر لنډ اوربند ته په اشاره سره زياته کړه : چي دغه اوربند ولسي وګړو ته په داسي يوه وخت کي د هيلو څرک وړاندي کړ چي ښايي ډېرو د دې تصور کولو وړتيا نه درلودل ترڅو د جنګ د ښکېلو غاړو ترمنځ دي دغسي وقفه رامنځته سي، يوناما هيله منده ده چي په افغانستان کښي د جګړې ښکېلي خواوي سولييز حل ته ورسوي .

د امنيتي مجلس په غونډه کښي د تل په څېر د ټاکنو د خپلواک کمېسيون استازي وويل چي د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره چمتووالۍ لرو او زموږ هيله داده چي شفافي ټاکني ترسره سي .

هغه زياته کړه : چي د لوي اختر څخه وروسته به په ښار او يو شمېر ولسواليو کښي لنډ مهاله د نوم ليکني مرکزونه جوړ کړو ترڅو هغه کسان چي د دغي پروسې څخه پاته سوي وي نوم ليکنه وکړي او د ټاکنو په پروسه کښي برخه واخلي .

وروسته په یاده غونډه کي د امنيتي ارګانونو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو او اجراأتو په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه .

په غونډه کښي د کندهار د ملي امنیت مرستیال وويل : د ملي امنیت ځواکونو په تېره اوونۍ کښي په کندهار ښار او یوشمېر ولسوالیو کي بریالي عملیات ترسره کړي او پر مهال یې يو شمېر وسلوال مخالفین وژل سوي او يو شمېر نور يې ژوندي نیولي دي .

د هغه په خبره د يادو عملياتو پرمهال يې د وسلوالو مخالفينو څخه په زيات شمېر وسلې او مهمات نيولي او يو شمېر سنګرونه يې هم ور وران کړي دي .

د کندهار امنیه قوماندانۍ استازی هم په غونډه کي د پولیسو د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړه .

هغه  وويل : پولیسو په تېره اوونۍ کي د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ( ۱۳ ) وسلوال مخالفین وژلي ،۹ نفره یې زخمي کړي او ۲ نفره يې ژوندي نیول دي .

 د نوموړي په خبره د ترسره سوو عملياتو پر مهال پوليسو د وسلوالو مخالفینو څخه ۱ ميل کلاشينکوف، ۱ ميل توپنګچه، ۵۹ کړۍ مختلف النوع ماينونه کشف او خنثي کړي دي .

هغه زياته کړه : په جنايي برخه کښي يې ۳ نفره د قتل په تور ، ۳ نفره د غلا په تور او ۴ نفره د وظيفوي غفلت په تور چي جمله يې ۱۰ نفره کېږي نيولي او قضيې يې استناف څارنوالۍ ته استول سوي دي.

نوموړي د نشه يي توکو د لاسته راوړنو په هکله زياته کړه : چي ۴۳۴ ګرامه هيرويين، ۷۴۰ ګرامه شيشه او ۱ نفر قاچاقبر نيول سوي همدارنګه يې ۶ نفره معتادين د تداوئ په موخه روغتون ته معرفي کړي .

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *