تاند- په پېښور کې د عوامي نشنل ګوند پر غونډې د تېرې شپې (سې شنبه) د تروریستي برید د شهیدانو شمېر ۲۱ ته ورسېد.

په دې ځانمرګي برید کې، چې د پېښور ښار په یکه توت سیمه کې د عوامي نشنل ګوند پر یوې انتخاباتي غونډې وشو، ۶۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو کې د عوامي نشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ نوماند هارون بلور هم شامل دی.

غونډه د هارون بلور د انتخاباتي کمپیاین برخه وه.

هارون بیلور

تېره شپه د وژل شویو شمېر ۱۲ تنه ښودل شوی و خو یو شمېر ټپیانو تېره شپه په روغتون کې ساه پرې کړه چې له کبله یې د شهیدانو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد.

روغتوني سرچینې اندېښنه لري چې د تلفاتو شمېر ممکن زیات شي ځکه چې لا هم د ځینې ټپیانو حال نازک دی.

ظاهراً پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

هارون بلور د نشنل عوامي ګوند د یوه پخواني او تجربه کار مشر بشیراحمد بلور زوی و او د خیبر پښتونخوا د صوبايي جرګې (اسمبلۍ) د ۷۸ حوزې یا حلقې لپاره کاندید و.

د ده پلار (بشیر بلور) په ۲۰۱۲ م کال په یوه غونډه کې په ورته ډول په تروریستي برید کې ووژل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان وکړ چې په پاکستان کې به د پښتنو د نیونو پر ضد په احتجاجي غونډو او لارینونو کې به د هارون بلور د وژل کېدو خلاف هم ناره پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *