کندهار مطبوعاتي دفتر: په کندهار کي د عينو مېني فوټبال لوبډلي په پايلوبه کي د لوى احمدشاه بابا عالي لېسې فوټبال لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره د کندهار د فوټبال د اتلولۍ تاج پر سر کړى.
د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د فوټبال دغه ټورنامينټ يو نيم مياشت مخکي د ١٤ الف لوبډلو ترمنځ پيل سوى و چي پايلوبه يې تېره ورځ د احمدشاه بابا لېسې او عينو مېني لوبډلو ترمنځ تر سره سوه.
احمدشاه بابا لېسې فوټبال لوبډله ونه توانېده چي د تيري ورځي په لوبه کي له خپلي اتلولۍ دفاع وکړي او پايلوبه يې دوه د يوه ګول په مقابل کي د عينو مېني ځواني لوبډلي ته وبايلله.
ددې ټورنامينټ له جوړېدو څخه هدف د ځوانانو په منځ کي د فوټبال لوبي مينه غښتلي کول او د کندهار لپاره د يوې قوې فوټبال لوبډلي ټاکنه وه.
د يادو سوو لوبو ليدلو ته به روزانه د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي زرګونه د فوټبال نندارچيان راتلل او دواړي خواوي به يې په خپلو چکچکو او ولولو سره بدرګه کولې.
د ځوانانو د تشويق او غوره فوټبال لوبډلي د ټاکني په موخه دغه ټورنامينټ د کندهار اولمپيک آمريت په نوښت او د کندهار ولايت مقام او ښاروالۍ رياست په تخنيکي او مالي کومک سره جوړ سوى و.
پرون تر پايلوبي وروسته د ټورنامينټ پر غوره ټيم، لوبغاړو او منيجرانو باندي تحايف او جوايز هم ووېشل سول او په دې توګه يې له ښو کارکردګيو څخه ستاينه وسوه.
