تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: طالبانو په دې وروستیو کې خبر ورکړ چې د ملا برادر په مشرۍ یو سیاسي پلاوی یې له قطر دفتر څخه ازبکستان ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د سولې پروسې په تړاو ملاقاتونه کړي دي.

خو له دغو ملاقاتونو څخه چې ظاهرا د طالبانو د کوربه عبدالعزیز کاملوف په کور کې جوړه شوې، د طالب مشرانو او ازبکستاني استازو مخته درې موسیقي غږوونکي ناست دي او طالب مشران له نعمتونو ډک دسترخوان څخه بېلابېلې غذاوې د موسیقۍ له څپو سره نوش جان کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ملا برادر ته د چپن ور اغوستلو، د امام بخاري مزار ته د ورتګ او د سمرقند جومات کې د جمعې د لمانځه انځورونه هم خپاره کړي دي، خو دغه انځور یې چې طالب مشران په کې د موسیقۍ او زمزمو په سیند کې خواړه نوش جان کوي د ټولنیزو شبکو د کاروونکو توند غبرګونونه یې پارولي دي.
په اسلام اباد کې مېشت افغان فعال نجم برهاني لیکي: ((زموږ په وژلو او تباه کولو خلک داسې مزو ته رسیږي… نو تر دې ښه تجارت شته…؟))
نوموړی وړاندې کاږي: ((دا خلګ د تیرو نولسو کالو راهیسې زموږ د افغانانو په وژلو لګیا دي، نه روژه او نه اختر ګوري، نه بازار او نه جنازه او نه مسجد او مدرسه او نه پوهنتون بس چرته چې یې لاس بر هلته درز… خو نن داسې معززان شوي، هر چرته اوه ستوریزو هوټلونو کې د دولتونو میلمانه وي..))

نجم برهاني پوښتنه کوي چې په داسې حالت کې به سوله راشي؟ که کومه بله ‌‌‌‌‌‌ډله به بل لیبل سره میدان ته شي؟

په ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر ارشد سلاکار وحید عمر بیا دغه انځور ته یو دري شعر لیکلی: ((مطرب کجاست تا همه محصول زهد و‌ علم —- در کار چنگ و بربط و آواز نی کنم))

مشهور خبریال مطیع الله عابد بیا له انځور سره په کپشن کې فقط همدومره لیکلي: (( په سمرقند کې، ثمر او قند))

لیکوال او شاعر طایر ځلاند بیا کاږي: ((د هغوی یې څه چې افغانستان کې څوک او څومره وژل کيږي د هغوی درسترخوان ډک او غوړ دی))

جلال الدین حلیمي بیا د طنز په ژبه لیکلي: ((طالبانو ته یې په دمبوره کې ترانه غږولې، رباب، شباب او کباب….د طالبانو هم لږ څه په ديپلوماتيکو اصولو سر خلاص شوی دی انګورو ته ګوري خو خوري یې نه))

د ښځو د حقونو فعاله لیمه عثماني لیکي: ((استغفرالله، دا کوم حالت دی؟ لکه چې ديموکراسۍ او جمهوريت لپاره ځانونه آماده کوي، تاسو وګورئ چې کوم بوتل موتل خو شاوخوا نه ښکاري ورسره؟))

د جګړې د ډګر خبریال سید عبدالله نظامي بیا وايي، هر تصویر ته باید په منفي سترګه ونه کتل شي، بلکې د طالبانو په دریځ کې دا بدلون معنادار دی: ((منفي سترګۍ مو لیرې کړئ ! پریږدئ چې دا خلک وګرځي ، په سیاسي بهیرونو ورګډ شي ، له سمڅو ووځي ، له زندانونو خلاص شي که ګنهګار و توبه ګار به شي او اخر به هم د کابل پر شیرینه ځمکه تندی ولګوي.))

نظامي دغه راز توصیه کړې چې له رباب سره د طالبانو پر انځور ملنډې مه وهئ بلکې له ټوپکو سره ېې ورټئ چې دا زمانه او موږ خلک ددې لپاره نه یوو.

موسیقۍ ته د طالبانو د کېناستو خبره نوې نه ده، بلکې څه موده وړاندې حکومت په غزني کې یو طالب مهم قومندان ونیو چې په موټر کې یې ۱۵ بوتله شراب هم پیدا شول.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د کوټې شورا د ځینو غړو لپاره شراب، موسیقي او ښځو سره اختلاط عادي خبرې ګرځېدلې دي، چې له کبله یې اوس زیاتره طالب مشران د آی ایس آی لخوا بلیک مېل کېږي.

One thought on “د طالب مشرانو یو انځور چې افغانان یې پارولي دي”
  1. قسم دی چی دا حرامیان هر فاسد کار کوی. طالب خو یوازی په نوم دی. دا خو تول دلالان دی.د اسامه په کور کی سکس فلمونه، د طالب په موتر کی د شراب بوتلونه، طالب قومندانانو سره بیریشان، دوی خو له مجاهدین کم ن دی. گیلانیان د شرابو خمونه، مولوی محمدی چی د اسلام دعوی یی کوله زوی یي په سندرغاري نغمی باندی واوخت. د استاد رباني لور په دوبی کی مودلنگ کوي. پاکستان کی مفتیان د قمر بیگم په دام کی بند دی. مفلس جهادیان بیا هلکان گدوي. جهاد تول د کوس او کونی لپاره و. خدای د حرمونی په خپل قهر او غضب گرفتار کري چی د افغانانو قتل یي وایست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *