تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: نن سې شنبې ماسختن شاوخوا ۹ بجې د کندهار د ۱۱ حوزې اړوند د لومړۍ عینو مینې پر ۲۲م سړک د پولیسو پر ګزمه چاودنه شوې.

د کندهار دولتي سرچینې تاند ته وایي، د پیښې سره سم امنیتي ځواکونه سیمي ته رسیدلي او سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

د چارواکو په خبره، پیښه د ملکي کورونو په مینځ کې شوې او د کورونو د هیندارو د ماتیدو له کبله ۵ تنه ملکي کسان ژوبل شوي خو پولیسو ته کوم زیان ندی په کې اوښتی.

One thought on “د عینو مېنې د نن ماسختن چاودنې ۵ ملکیان ژوبل کړي دي”
  1. طالب مشرانو د کندهار عینو مېنه کې پراخ جایدادونه اخیستي‌

    د سولي‌ د خبرو د بیا پېلېدو سره هم مهاله په کندهار کې د طالب مشرانو د جایدادونو د رانیولو(اخیستلو) لړۍ زور اخیستی دی .‌

    خبریال ویب باڼې ته په لاس ورغلي‌ اسناد ښيي چې سلګونه جریبه ځمکه د طالب قوماندانانو او طالب مشرانو لپاره د هغوی خپل خپلوانو اخیستې ده .

    د عینو مېني ‌یوه چارواکي خبریال ډاټ کام ته وویل چې دوی پوهېږي چې ځمکې د طالب مشرانو لپاره اخیستل کېږي : خو دوی یې د مخنیوي‌ هڅه نه کوي .

    د کندهار د تر ټولو ښکلي ‌ښارګوټي ‌عینو مېني دغه شریک چې نه غواړي ‌نوم یې واخیستل شي‌ وايي چې د طالبانو د ځمکو د اخیستلو له کبله د عینو مېني د جایدادونو قیمتونه ډېر زیات لوړ شوي دي‌.

    د عینو میني‌ انتظامیه که څه هم د طالب قوماندانانو او طالب چارواکو نومونه نه اخلي‌، خو وايي‌ چې د طالبانو د کوټي ‌شورا ، د قطر ددفتر او په سیمه کې په جګړه د بوختو قوماندانانو له لوري ځمکي ‌او ځیني ‌کورونه اخیستل شوي او دا لړۍ روانه ده .

    د طالبانو د کوټې شورا یوه غړي ‌هم ددې خبري تاید وکړ چې ځینو طالب قوماندانانو او طالب چارواکو درواني جګړې پر مهال ډېري زیاتې ‌پیسې ګتلې دي‌ چې اکثرو یې په کوټه او د بلوچستان ایالت په ځینو برخو او ځینو لوړرتبه طالب مشرانو بیا په کراچي کې جایدادونه اخیستي دي‌.

    سرچینه وايي چې د طالبانو د سیاسي ‌دفتر مشر ملا براد چې په کومه ورځ پاکستاني‌ استخباراتو بندي ‌کاوه ، په هم هغه ورځ یې هم یو پلاټ یعني یوه نمره ځمکه په کراچي‌ښار کې پېرودلې وه .

    د طالبانو د سیاسي‌ دفتر مرستیال مشر عباس ستانکزي بیا د پیسو لویه برخه دوبۍ کې پر جایدادونو لګولې ده .

    ویل کېږي ‌چې نوموړی اوس د یوه کس سره په شراکت په کابل کې د واده د یوه صالون د پېرودلو په سودا بوخت دی .

    د عینو مېني ‌چارواکي ‌وايي‌ چې د ولسمشر ټرمپ‌ له لوري‌ چې کله د سولې‌ د خبرو لړۍ غوڅه کړل شوه ،بیا په تېرو (۳) میاشتو کې د طالب قوماندانانو له لوري‌ د ځمکو د رانیولو لړۍ هم ورو شوه ، خو د خبرو له بیا پیل سره اوس دا لړۍ دومري ‌زور اخیستی چې د عینو مېني‌ په تاریخ کې بې سارې بلل کېږي‌.

    د عینو مېني ‌چارواکي وايي چې د خپلې‌ پالیسي له مخي پر طالبانو باندي یوځای یوه ټوټه ځمکه نه پلوري ؛ بلکه په بیلا بیلو برخو کې پر دوی باندي ‌ځمکې خرڅوي‌.

    د کندهار د عینو مېني ملکیت د محمود کرزي ، حامد هلمندي او رحمت کارمران او یوه بل شریک سره دی خو د منجمنټ چارې یې د حامد کرزي‌له بل ورور شاولي‌ کرزي سره دي ‌چې د عینو مېني ‌په اوسني جوړښت او خرڅلاو کې ډېر مهم رول لري .

    د کندهار عینو مېنه چې په لمړیو کې د حامد هلمندي د منجمنټ تر سیوري‌لاندي‌ وه ؛ هغه مهال ډېره پر مخ ولاړه چې د ادارې او منجمنټ چارې یې یوه تجار او د همدغې مېني ‌شریک رحمت کامران په غاړه واخیستې .

    که څه هم ښايي طالبان دا ونه مني ‌چې عینو مېنه کې پراخ جایدادونه اخیستي ، خو په لویه کې دا د افغانانو او ددغه هیواد دسولي ‌لپاره یو تر ټولو ښه خبر دی .

    د ډالرو پر سر د جنګي طالبانو، قطر او خلیلزاد جنجال

    په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عباس ستانکزي له زلمي خلیل زاد سره د هغو ډالرو په باب خبري کړي کوم چې امریکا یي غواړي طالبانو ته ورکړي.

    د امریکې فدرالي دولت د لومړي ځل لپاره طالبانو ته د ۱۵ ملیون ډالري مرستندویه مالي بستې د ورکولو خبر ورکړی.

    دغه ۱۵ ملیونه ډالر چې له څه نا څه ۲۵۰ ملیونه پاکستانو رپیو سره برابریږي به د طالبانو د سولي او سیاسي بهیر پر لګښتونو ولګول شي.

    قطر کې د طالبانو شورا ویلي چې دا پیسې به په جنګي مسایلو نه لګوي او دا د امریکې یو له شرطونو څخه دی.

    اوس عباس ستانکزي ته یوې نږدې باوري سرچیني خبریال ویب پاڼي ته په قطر کې ویلي چې د طالبانو په لیکو کې د دغو ډالرو د خبر خپریدو پراخه بي باوري رامنځ ته کړي او د جړګې د کرښي یو شمیر متوسط مشران سخت په غوصه شوي دي.

    د سرچیني په خبره چې عباس ستانکزي د امریکې د دولت له لوري د دغې مرستي د ډاګیزي کیدو او د طالبانو په لیکو کې د ستونزو د را ټوکیدو سره سم زلمي خلیلزاد ته ټلیفون کړی چې دا مسله باید پټه وساتل شي ځکه په دغو حساسو شرایطو کې د سولي خبري زیانمنولای شي.

    طالبانو که څه هم په رسنیو کې دا خبر نه دی تاید کړی چې ګواکي مشرانو یي پيسي اخیستي لیکن د قطر د دفتر یو شمیر باوړي مالي او اداري کارکونکو منلي چې دا پیسې به واشنګټن په بکسونو کې قطر ته انتقالوي او هلته به یي د شورا مشرتابه ته سپاري.

    دا به لومړی ځل وي چې طالبان له امریکې نغد مالي امکانات تر لاسه کوي لیکن د افغانستان یوه بل سیاست وال او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له ایرانه څو کاله دمخه په بکسونو کې پیسي اخیستي وي.

    کرزي که څه هم د داود زي په لاس له تهرانه کابل ته د پيسو د راوړلو مسله لومړی سر کې رد کړه لیکن وروسته یي بیا ومنله چې له تهران څخه یي د خپل دفتر د لګښتونو لپاره پیسې اخیستي دي.

    د امریکې حکومت طالبانو ته د ۱۵ ملیونو ډالرو د ورکړي بسته باید کانګرس هم تاید کړي .

    که چیرته کانګرس دغه پيسي تاید کړي بیا به نو په نیغه طالب مشرانو ته په قطر هیواد کې سپارل کیږي.

    د خلیلزاد او عباس ستانکزي تر منځ د یادي مالي بستې موضوع پر داسي مهال د رسنیو لاس ته ورځي چې طالبان او د امریکې دولت د خبرو یوه حساس پړاو ته ننوتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *