میرویس جلالزی –

د افغانستان په تاریخ کې د بودایانو د زړو هیرو شویو شتمنیو او تاریخي اثارو لپاره اوس د جګړو تر څنګ د مسو هغه ستر کان هم په یوه سرخوږي بدل شوی کوم چې د کابل څخه لږ لري په لوګر کي موقعیت لري.

د اټکل له مخې نږدې ۵ اعشاریه ۵ ملیونه ټنه مس په دغه کان کې موجود دي .

د عینکو مسو کان د نړۍ په کچه د مسو بي ساری ستر کان دی.

د راپورونو له مخې په دې سیمه کې کیندني چې د مسو د را ایستلو لپاره تر سره شوي او یا هم تر سره کیږي په جدي توګه يې دغلته د بودایي تمدن پټي شتمنۍ او اثار له خطر سره مخامخ کړي دي.

افغان حکومت څو کاله دمخه د دغه کان د استخراج تړون له چینايي ایم سی سی کمپنۍ سره لاسلیک کړ.

دغه کمپنۍ که څه هم نه ده توانیدلې چې د قرارداد له مخې د دغه کان پر سر کار پیل کړي لیکن یو شمیر مقدماتي پروژې يې پلي کړي کومې چې د لرغون پیژندونکو تر سخت انتقاد لاندي دي.

لرغونپوهان نیوکه کوي او وایي چینايي معدن کیندونکو او انجینیرانو د عینکو له دې لويې شتمنۍ یعني بودايي هغه اثارو سره چې په سیمه کې تر خړو شګینو غونډیو لاندي دي ډیر برسیرن او غیر مسلکي برخورد کړی چې یو شمیر هغه یې زیانمني کړي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې ریس عدالقدیر تیمور ویلي که څه هم د عینکو مس کان ملک ته ډیر مهم دی خو تر هغه ورته په سیمه کې د بودا د تمدن فرهنګي ارزښت دی.

هغه ویلي چې ښايي دا کان د پینځو شپږو کلونو لپاره دوي ته مهم وي چې ترینه مس تر لاسه کیږي او حکومت ته مالي ګته ورکوي او وروسته به دغه کان خطم شي.

افغان حکومت چې غواړي تر ډیره بریده خپل ځان په خپله مالي بسیا کړي یوازنۍ عایداتي لویه منبع یي همدا منرالونه، فلزات او پترولیم کیدای شي چې د ټولو تخمیني ارزښت نږدې ۳ ترلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی.

دغو شتمنیو څخه د ګټي اخیستني لپاره اوس تر بل هر وخت ډیره اړتیا محسوسه ده ځکه د بهرنیو سرتیرو له وتلو او دغلته د خارجي لښکرو د شمیر د کمیدو سره د بهرنیو مرستو اندازه هم کمه شوي او افغان اقتصادي ماشین په ډير کمزوري حالت روان دی.

د چین میترولوجیکل ګروپ دولتي کمپنۍ په ۲۰۰۸ کال د یوه قرار داد له مخې افغان دولت سره هوکړه وکړه چې د عینکو مسو کان په سیمه کې به دری ملیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

په دغه پانګونه کې به دغلته د بریښنا د تولید د جنراتورونو، ریل لیکو او نورو تاسیساتو جوړول شامل وي.

افغان مقامات وايي چې چینایانو دوه کاله دمخه دغلته د خپل پرسونل د استوګني لپاره تاسیات جوړ کړل خو د نا امنۍ له کبله یي بیرته پریښودل.

د ولسمشر غني دفتر وايي چې نوی حکومت ژمن دی چې د پروژه سر ته روسیږي.

د ډاکټر غني پخوانی ویاند نظیف الله سالارزي ویلي حکومت د عینکو د کان ګټي اخیستني ته سخت لیواله دی .

کارپوهان په دې باور دي چې که چیرته افغان حکومت د بودا تمدن شتمنیو ته په دغه برخه کې جدي پام و نه کړي هغه به نه یوازي دا چې ولوټل شي بلکې ټولي به د تل لپاره له مینځه لاړي شې.

لرغون پیژندونکي وايي چې د عینکو په سیمه کې په دوهمه پیړۍ کې د هندي بوداپرستانو میشته کیدل د دې لامل شول چې هغوي دغلته له مسو او نورو قیمتي توکو څخه د بودا مجسمې جوړي کړي او له دغو قیمتي فلزاتو د ځان لپاره نور تجملي وسایل برابر کړي.

دغو هنديانو پر هغه مهال له دغو قیمتي فلزاتو څخه داسي تجملي اجناس هم جوړول چې وریښمو د سوداګریزي لاري په مټ اروپا ته لیږدول کیدل او له دغې سوداګرۍ يی پیسې تر لاسه کولي.

ویل کیږي تر هغه پوري چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو د بودا ستري او ډیري مشهوري مجسمې نه وي نړولي هیچا داسي فکر نه کاوه چې افغانستان کې به کوم وخت داسي لویه بودایي امپراتوري لرلي وي.

او دا هغه حقیقت دی چې کله هم د افغانستان په درسي نظام کې ورته هغسي چې لازمه ده پاملرنه نه ده شوي.

One thought on “د عینکو کان د افغانستان بودايي تمدن ته ستر ګواښ دی”
  1. له اسلام مخکی د افغانستان د خلکو دین بودیزم او په غربی سیمو کی زردشتی وو. نو ضرور نه ده چی ووایو دا به د هند د خلکو تمدن وی. دا سیمه د افغانستان د خلکو د پخوانی تمدن یوه برخه ده چی ساتل یی ضرور دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *