په ننګرهار کې د افغان ملي غورځنګ غړو او يو شمېر قومي مشرانو سه شنبه د زمري پر ۲۸نېټه د هېواد د خپلواکۍ ۹۵ کاليزه ونمانځله او د خپلواکۍ د سرلاري اعليحضرت غازي امان الله خان پر مزار يې د ګلانو د ګېډيو له اېښودلو سره د ملي اتلانو د اتلوليو ياد تازه کړ.
دافغانملي غورځنک غړي او د ننګرهار ولايت يو شمېر قومی مشران دامیرشهید په بڼ کی د اعليحضرت غازي امان الله خانمزار ته ولاړل او د درناوي په دود يې دګلانو ګیډۍکیښودې. د ګلانو تر نذرانې وروسته لومړی د افغان ملي غورځنګ د ننګرهار څانګی مسوول ډاکټر زرعلي معروف ګډون والو ته ددې ورځې په مناسبت مبارکي وويله او د ارزښتناکې وينا په ترڅ کې يې وويل، چې:غازي امانالله خان دازادۍ سمبول دی او دهغه له برکته دنړۍپه محکومو ملتونو کې د آزادۍ غوښتنې جذبې ژوندۍ شوې او له برکته يې دوی خپلواکي ترلاسه کړه. د غازي امان الله خان هدف نه یوازې سیاسي ازادي وه، بلکې اقتصادي او فرهنګيخپلواکي هم د ده ستر ارمان و.ډاکتر معروف پر راتلونکي افغان ولسمشر غږ وکړ، چې دغازي امانالله خان د اقتصادي او فرهنګي ازادۍ ارمان پوره کړي او دهمدې ارمان د تر سره کولو لپاره ملت ده ته رایه ورکړې. تر ده وروسته دننګرهار یو قومي مخور حاجي زمري احمدزي خبرې وکړې او دازادۍ د ترلاسه کولو او ساتنې په لار کې يې دملت پر سرښندنو رڼا واچوله. ده هم له راتلونکيولسمشر نه غوښتنه وکړه، چېله ملت سره کړې ژمنې تر سره کړي او پههېواد کې قانون حاکم او عدالت نافذکړي او کار اهل کار او ریښتونو افغانانو ته وسپاري.
په پای کی دغونډی ګډون والو د اعليحضرت غازي امان الله خاناو د خپلواکۍ ټولو اتلانو ارواوو ته دوعا وکړه او پروګرام پایته ورسېد.