تاریخي کیسه
په حجره کې د ځای نیولو خبرې تو دې شوې، چې سږکال به پر ښه لوی عالم ځای نسیږو ،ملګرو خپل ځایونه معلومول موږ دوطالبانو غلام رباط خوښ کړ ،چې دشاجو ی دغلام نبات په چینوکي پر ملا عبدالوهاب اخندزاده ځای ونیسږو خلګو یې ډير صفتونه کول چې لوي عالم دی او پلار یې ملا سکندر اخند ستانه او دخدای نازولی دی.
. له ګیلان مو بسترې واخستلې ، غلام رباط ته ورسیدو پر ملاصاحب مو ځا ی ونیو .د وطن مسجدونه خو تاسو ته معلوم دي ډېر خوار دي لكه څنګه چې يې ملا او طالبان خوار، در په دره، د هرچا منت وړونكي دي همداسي يې مسجدونه دي. زموږ په مسجد او حجره کې لوخي هواري دی . وظيفې راټوله وو توره چايجوشه لرو، تور چاى پكښي ايشوو همداسی شپې ورځی تیروو د كلي هلكانو ته هم سبقونه وایو.
يوه ورځ د سبقونو د ويلو وروسته د مسجد د دېوال لمرځېكي ته ناست وو دوه ځوانان سره غږېدول يوه یی و ويل:
-زه د صاحب خان تره كي تر غونډۍ هغي خوا ته تللى وم هلته مي پر غنمو باندي ايرې شيندلې.
همداسي خبري سره اوږدې شوې ما ته د صاحب خان غازي نوم ډېر په زړه پوري ښكاره شو په ذهن كي مي ډول -ډول پوښتني راپيدا شوې. دا غازي څوك دى؟ ولي دا غونډۍ د صاحب خان غازي په نامه يادېږي؟ او داسي نور.
ملا بازمحمدكاكا په كلي كي پوه، مهربانه او خواخوږى سړى و د تاريخ او تېرو پېښو په هكله يې معلومات درلود با خبره سړی وو. كله نا كله به يې په مسجد كي خلكو ته كيسې كولې. ښه -ښه نقلونه يې هم زده وو ټولو ماشومانو به د ده د نقلونو خبري كولې.
ملا بازمحمد كاكا ماسپښين د دېوال لمرځېكي ته چې نوى چكن پوستين يې اغوستى و ناست و ، د لرګي اوږدې كوچنۍ تسفې يې ويلې ورغلم سلام مي ور واچاوو پوښتنه مي ورسره وكړه، په ورين تندي يې د سلام ځواب راكړ بيا يې راته وويل:
–طالب جانه راسه دلته لمرځېكي ته كښېنه.
زه يې تر څنګ كښېناستم د يوې بلي خوا سره راوغږېدو وروسته مي ورته وويل:
-ملا كاكا! له خلګو می واوریدل دلته د صاحب خان تره کې غونډی ده دکلی لمرخاته خواته داغازی څوک وو ولی دا غونډ ی دصاحب خان تر ه کی په نامه بولی ؟
ملا كاكا په مخامخ د يوال كي سترګي خښي كړې ، څو شېبې وروسته يې اسمان ته وكتل لوى اسويلى يې وكيښ په شونډو يې مسكا خوره شوه په ډېر څېر-څېریې راته وكتل ویې ويل:
-افرين طالب جانه زويه! دا دي ډېره ښه پوښتنه وكړه ښه غوږ راته كېږده، زه به د دې توريالي غازي ټوله كيسه درته وكړم.
-ښه! ملا كاكا ته راته ووايه زه يې ده زړه په غوږو اورم.
ملا كاكا يو زوړكډو له جېب څخه راوكيښ پر لاس يې وټكاوو سر يې ورخلاص كو نسوار يې پر ايرغوي باندي راتوكړل، د كډو سریی وتاړو په جېب كي يې واچاوو نسوار يې په پزه باندي سوڼ وهل ویې ويل:
ـ انګریزانو دوهم وار زموږپروطن راوختل کندهاری یی ونیو کلات ته راوسیدل دکابل دنیول لپاره یی پلټی راوایستلی .
صاحب خان غازي د مير احمدخان زوى، د مرباس بدين خېل تره كي لمسی د مقر د اب بند د فتح كلا اوسېدونكى و. صاحب خان غازي يو پياوړى، پر قوم مين، توريالى ځوان و، د تره كي خان و ، د ده په هكله ډېري كيسې سته خو زه به يې يوه كيسه درته وكړم. صاحب خان غازي لویه کورنی وه خانان ول دپلارنیکه یی دانګریزانو سره دوښمنی وه ښه یی نه ایسیدل . دولس غمخور پر خاوره مین ځوان وو. داسی مو ر نو مور ده چی صاحب خان غوندی بچي راوړی .
د حكومت مامورينو چې به پر خلكو ظلمونه کول ده یی مخه نیوله حکمرانانو ته به یی منډی وهلی تر کابله پور تللی دی . دخپلو خلګو ساتنه یی کار وو ریښتیا چې خان وو.
د امير شېرعلي خان واكمني وه شاپسند يو ډېر ظالم، عياش او کبر جن سړى، په حكومت كي يې د ماليو د راټولو دنده درلوده. حكومت د يوې پلټني سره له كابله تر كندهاره د ماليو د راټولو په دنده وګمارى. دى چې له كابله راووت هر چېرته چې به يې شپه سوه نو به يې د خپلي عياشي او ساتېري لپاره د سيمي څو نجوني راوستلې، دا اوازه يې تر كندهاره پوري خپره سوه، كله چې دى غزني ته راورسېدى نو صاحب خان تره كى يې مخ ته ورغلى ورته يې وويل:
-هر څومره ماليه چې د تره كي قوم كېږي ما ته ووايه زه يې درته راوړم خو ته به د تره كي په ټك كي شپه نه كوې او سيده به تېرېږې.
شاپسند ورته وويل:
-ته څوك يې چې ما ته دا خبري كوې؟
-زه صاحب خان تره كى، د تره كي د قوم خان يم هر امر چې دي وې زه يې اجرا كوم.
-زما امر دا دى چې زما لپاره زما د غوښتني سره سم چې ته ښه خبر يې هغسې مي مېلمستيا وكوه.
– زه ستا په ټولو اعمالو ښه خبر يم خو ستا دا غوښتني تره كي نه سي منلاى.
-حتمي به يې منې زه چې څه وايم هغسې به كېږي دا د پاچا امر دى.
-د پاچا امر د خلكو دعزت سر او مال ساتل دي خو د رايت په عزت لوبي كول نه د ي، نو ځكه زه درته وايم چې ماليه او د دولت نور امرونه زه عملي كوم ته به زموږ سيمي ته نه راځې.
_ ته څوك يې چې ما له تلو څخه منع كوې؟
-زه ستا د خير لپاره داخبري كوم.
-زما په مخ كي تر اوسه داسي بې شرمي چا نه ده كړې زه په زوره درځم بيا به وګورم ته څه كوې.
– بس دا به نو مالومه سې زه ولاړم.
كله چې صاحب خان تره كى كور ته راغلى قوم ته یی دا خبره وكړه. دوې ورځي وروسته شاپسند له پلټني سره د پاينده خېلو كلي ته چې د تره كي او قره باغ وېش دى او دوى تره كي دي راغلى په زوره يې يوه كلا خلاصه او پكي وا ړول.
صاحب خان تره كى چې خبر سو شاپسند پاينده خېلو ته راغلى دى د چېغي ډول يې وواهو، په سلګونو ځوانان راټول سول پر پاينده خېلو ور رهي سول، كلا يې محاصره كړه عسكرو ته يې وويل:
-تاسو زموږ وروڼه ياست هيڅ كار درسره نه لرو شاپسند را وباسئ.
عسكر د دې خلكو په ليدلو او د كلا په محاصره حيران پاته سول، نو يې پرېكړه وكړه چې شاپسند ورته راوباسي، ټوله شپه كلا ماسيره وه سهار يې شاپسند ورته را ويوست، شاپسند ته یی وويل:
-ما درته ويلي و چې دتره كي ټك ته به نه راځې د تره كي ښځي او پېغلي دونه خوسې نه دي چې تر هر شغال به لاندي كېږ ي د صاحب خان غوندې غم خواره لري.
شاپسند چې هر څومره توبې او زارۍ وكړې ګټه يې ونه كړه په توره يې ټوټې-ټوټې كړ د آس په خورجين كي يې واچاوو، يو ليك يې په خورجين ونيښلاوو چې پكي ليكلې وو:
-هر څوك چې د تره كي عزت او ناموس ته په سپكه سترګه وګوري د هغو به دغه حال وي، موږ د حكومت باغيان نه يو خو د خپل ناموس ساتونكي يو، پاچا بايد په دې خبره بوهه شی چې د خلكو دسپكاوي او بی عزته کولو سزا دا ډول ده.
خورجين يې په تناو وتاړو عسكرو ته يې وويل:
-در پورته يې كړئ او تاسي به هم دستي بارېږئ.
دوى بيرته خپلو كورو ته ولاړل صاحب خان تره كي خلكو ته وويل:
-ما شاپسند په خپله سزا ورساوو اوس حكومت ما نه پرېږدي زه په خپله مخه ځمه تاسي په خپلو كورو کي اوسئ.
دوه ورځی وروسته پلټني راغلى كلى يې محاصره كړ د خلكو په وهلو ټكولو يې لاس پوري كړ چې صاحب خان تره كى ور وښيي خو ګټه يې ونه كړه. څو ورځي يې تېري كړې وروسته يې د كورنۍ څو تنه نارینه او میرمنی له ځانه سره يو وړلی.
صاحب خان تره كي ددغه نامرده عمل له خبریدو سره سم دستی غزني ته ورغى حكومت ته يې ځان وسپارو ورته ویی ویل زه صاجب خان تره کی یم کورنۍ می پریږدی ما چی هرچیرته وړی درسره ځم . په غراب کي تړلی بندي یی كابل ته یو وړ. د كورنۍ غړي يې را خوسي كړل. ټول قوم او ټوله سيمه په صاحب خان باندي ډېره خفه وه، امير شيرعلي خان غوښتل غازي پانسۍ كړي خو د هغه وزيرانو او سلا كارانو ورته وويل:
-دا سړى د دې حق نه لري چې پانسۍ سې، د خپل قوم د عزت د خوندي كولو په خاطر د حكومت سړی مړ كو دا كار هر څوك نه سي كولاى دا د زمري زړه غواړي په ټول هيواد كي زموږ يوه سپاهي ته څوك پورته نه سي كتلاى خو ده حاكم مړ كو دا د بدي ورځي سړى دى. اخير په دې سره سلا سول چې غازي يې په كابل كي نظر بند وساتو.
پاچابه ورسره کله کله دغزنی په هلکه سلامشوره کوله . خو هوښیار اوزړه ورسړی وو.
په دې وخت كي دانګریزانو لو ی لښکر پر کندهار راو ختل کندهار یی ونیو.
امير شېرعلي خان ، چې دانګریزانو له برید خبرشو دکابل پرخوار راځی نویی صاحب خان خپل حضور ته ور وغوښت ورته و يې ويل:
– صاحب خانه! پر وطن انګرېزانو ير غل كړى دى، نن دي وار ده چى توره وبرېښوې او خپلي سيمي د انګرېزانو د يرغل څخه وساتې.
صاحب خان تره كي په ډېره مېړانه او هسكه غاړه ورته وويل:
-صاحب! تر تا ځار سم، صاحب خان د وطن د خپلوا كي په خاطرهری قرباني ته تياردی.
وروسته له ډېرو خبرو اميرشيرعلي خان دغزا فرمان ،يوه اسپه، يوه موزه، يوه تفنګچه ورکړل ،پر اسپه سپور دغزنی پرخوا رارهی شو . د سيمي ډېر خلك يې هر كلي ته راغلي وو له غزني په ډلونو او د اسونو په بدرګه خپل كلي فتح خان كلا د اب بند ته راغلل
. دراخلاصیدو په ویاړ یی قوم لويه مېلمستياكړې وه، غوايي او پسونه يې حلال كړي ول. خلكو ته له ډوډۍ وركولو وروسته یی خپله ټوله كيسه ولس ته وكړه چې اميرشيرعلي خان ده ته اسپه، تفنګچه او موزی ور كړى ول او هم یی دهغه فرمان دغزا لپاره ولوست ډیر خبری وشوی پریکړه وشه چې غزاته باید ځانونه تیار کړی . خلك خپلو كليو ته د جهاد د اعلان د پيغام سره ولاړل. صاحب خان وروسته د ليكونو په واسطه د تره كي قوم اغوجان، ګيلان، ناوه، مقر ، قره باغ او د اب بند خلك او د سلېمان خېلو قوم خبر كړل او ټا كلې ورځ يې سره وټا كله. په ټا كلې ورځ د چېغي ډلونه ووهل سول صاحب خان غازي زغره واغوسته جنګ ته يې ځان جوړ كړ پر خپله اسپه چې رابيا نومېده سپور سو، توره چې مرضع نوم يې باندي ايښى و په يوه لاس او په بل لاس كي ډال نيولى وو د الله اكبرناره يې وكړه. د سلېمان خېلو، قره باغ او اب بند غازیانو د لوى لښكر په سركي د ډولونو په بدرګه د شاجوى په خوا رارهي سول.
پر لارد غازيانو لښكري ورسره ملګرى كېدې چې د مقر د علي خېلو ملي مبارزين هم ورسره ملګري سول، كله چې ګيلان ته صاحب خان غازي راورسېدو د ناوې او د ګيلان تره كي د پير محمدخان تره كي او د توريالي غازي علي خان تره کی)(غازی علی خان تره کی د نانی په غزا کې شهید شو او دګیلان دلاول خیلو په هدیره کې له شپږ شهیدانو سره خښ شویده چې اوس یی هم قبرونه شته او خلګ یی دشهیدانو قبرونه بولی )( له ملګروسره تود هر كلى يې وكړ د ګيلان خلكو دغازیانو لښکرته لویه میلمستیا تیار ه کړی وه ، په دې مهال ملي غازيانو، قومي مشرانو او عالمانو جرګه وكړه چې صاحب خان غازي د ټولي غزا مشر، و ټاكو. پر دغه مهال خبر ورته راغلی چی د غلام ربات د سره غره په خوا كي انګرېزانو خېمې ووهلې، صاحب خان غازي او ملګرو يې واورېدل چې اميرشيرعلي خان سلطنت پرې ايښى ده او اميرمحمد يعقوب خان د انګرېزانو په بند كي لوېدلى ده. څرنګه چې ملي مبارزه او غزا د باچا له اجازې پرته روا نه ده دغازیانو دلښکرو له خوا سمدستي دګیلان په بازارکې جرګه وکړه صاحب خان غازي د خپل امارات د امير په توګه وټا كو جنډه یی پورته کړه چی تراوسه دګیلان بازار دجنډي به نامه یادیږی . غلام ربات ته ورغلل او د چينو د قبلې خوا ته د سره غره په لمن كي يې پر انګريزانو ير غل وكړ.
سخته جګړه ونيښته،د غازیانو په ونیو سر د پرنګیانو سرونه یی پریکول . جکړه اوږده شوه میدان له مړیو ډک شو . صاحب خان هری خواته توری وهلی اخیر غېږو، برچو، نېزو او لاس په لاس شوه . صاحب خان غازي يو غښتلى، پياوړى تور زن و ډېر غليمان يې تر تېغ و ايستل ، هغه وخت چې ده پر يو غليم توره پور ته كړه په پښتو يې ورته وویل :
-زه مسلمان يم:
كلمه طيبه يې وويله توره یی ځني پور ته كړه له هغه تېر سو د بل غليم سر يې پرې كو دغه نفر د شا له خوا په توره وواهو پراسپه ولوید .
انګرېزانو ما ته وخوړه خلګ دټپیانو په درملنه او د شهیدانوپه راټوله ولو شول .
شهید صاحب خان غازی یی په شهیدانو کې په وینو لژند وموند .
رابيا په منډه -منډه اب بند ته ورسیده . كور ته ورغله شير جان وليده چې د رابيا له سترګو اوښكي بهيږي ژاړي، په زوره یی ناره کړه :
-صاحب خان شهيدشوى دى.
د چيغي ډلونه يې ووهل له ملګرو سره غلام ربات ته ورسیدل . غازيانو خپل شهيدان راټولول او ټپيان يې درمل كول، ټول( ۱۹۹) تنه غازيان شهيدان سوي وو. دتره کیو علیخیلو سلمیانخیلو اوتوخو هوتکو ډیر شهیدان او ټپیان شوی ول ، پر دغه غونډۍ يې شهيدان راټول كړل بيا يې خپلو-خپلو ځايو ته يووړل. غازيانو د شيرجان سره يو ځاى صاحب خان غازي د مقر اب بند د فتح كلا خپلي پلرنۍ هديرې ته يووړى ټول وطن په ویر کې پټ وو په ډيرو کورو کي خیراتونه پسی کېدل ویرونه ول .
ټول وطن د غازيانو په شهادت ډېر خفه وو مشرانو به موږ ته ويل:
-دا ډېره لويه غزا وه، ډېر غليمان مړه سول، مړي دلته ځني پا ته سول د غازيانو شهادت نه وو يو قيامت وو په ټول وطن كښي د غم سېلۍ چلېدلې.
ټول وطن به د غازيانو په مړينه باندي وياړ كاوو ډېرو پېغلو لنډۍ پسي جوړي كړې، ډېرو شاعرانو شعرونه پسي جوړ كړل او د غازيانو مېړانه به يې يادوله دغه څو بيته اوس هم زما په ياد دي هسي خو ډېر شعرونه دي.
سرې جامې يې وكړې برابر غزا ته ځي صاحب خان
ګل ده د رېدي صاحب خان
ستا په توره افرين سه
په لندن كښي انګريزان په لړزه دينه
د غلځو د اسمان ستوری
پښتنې پېغلي تل په تا فخر كوينه
صاحب خانه په اخلاص توری وهه زموږمرګي راغلی
له لندنه وکابل ته تور لوګي راغلی
غازيانو د غونډۍ په خوا كي چې لوى-لوى ډبري پرتې وې هغه يې د دغو غازيانو د شهادت او پتارۍ په ځاى د ياد ګار په ډول كېښودې، هر وخت خلك ورځي غازيانو ته دعاوي كوي.
زويه! دا د صاحب خان غازي او نورو غازيانو كيسه وه دا يوه خبره په ياد سا ته تل به د غازيانو د توري او مېړاني كيسې خلكو ته كوې او دعاوي به ورته كوې.
کیسه چې پای ته رسیده لمر دورځی له ستړیا دمخامخ سره غره خواته ځان نژدی کاو . ملا نیک محمد ممبر ته پورته شو . پای