په هره ټولنه کې د انتخاباتو جوړول ددې تر څنګه چېپه دولتي واک کېدبدلون سبب ګرځیدای شي، دترقي، ثبات اوسوکاليهیله او انتطار هم ورسره تړلې وي۰ ددې ترڅنګه په ټولنیزه کچه د یو پراخ ملي بحث زمینه هم برابریږي اووګړيکولی شي د منطق،عقل او متقابل احترام له لارې خپل دریځڅرګند،نظر اظهار او دنورو نظریاتوته درناوی اواحترام وکړي۰
د روان کا ل دټولټاکنو په لومړياواوس په وروستي پړاوکېهم خلکوپه خورا پراخه توګه نه یوازې د رایودکارولو په ذریعه ګډون درلود بلکې د نظراو فکرله خوا هم خلک دې ته وهڅول شول چېپه خپل اودنوروپه خبرو، فکرونواوطرحو فکروکړي،پرتله یې کړي او خپل دریځ څرګند کړي. دا خورا ګټور، ملي اوضروريبحث و.که څه هم په دې وروستیو کېځینوکسانود خپل کمزوريسیاسي اخلاق اوتربیې په ښودلوسره دې بحث ته یوڅه بد رنګ ورکړ خو چا یې هغه د چا خبره ( په خوله پیاز هم ونه خوړه.)
اوس خبرې تمامې شوې اومیدان د خدای راستي اوعمل راغی. اول خوداده چې باید خپله ملي، وجداني، انساني اوټولنیزه وجیبه ادا کړواو خپله رایه وکاروو۰ دویمه دا چې خپله رایه، خپل قوت، خپل صلاحیت اومسوولیت څنګه اود چا په ګټه وکاروو؟
هرچا چې د افغانستان د ابادۍ،نیکمرغۍ اوسوکالۍ لپاره ملا تړلې وي، هغه د ستاینې وړ دی اوپه ښواونیکو انسانانوکې شمیرل کیږي. خودا کا ر،یعنی افغانستان،خلکو، دین اودنیا ته خدمت کول یوازې د ریاست جمهوريد مقام پر چوکۍد واک له لارېنه کیږي بلکې هر انسان، هر افغان چېهر چیرته وياوپه خپل امکان،صلاحیت اوتوان سره وطن ته د خدمت وړ کیدای شي.لکه څنګه چی ټول په دېپوهیږوالله تعالی( ج) ته عبادت کول نه یوازې د ممبراومحراب له لارې بلکې له هره ځایه اوله هر لاسه چې په صداقت اواخلاص وي، کیږي اوانشا الله چې قبلیږي به هم .(هر سړی په خپل ځای کار- زی دی) له کرزي نه مې منظور،مشر، خدمتګار اومسوول کس دی)!!
ولې یوکس باید مشر وي او رهبري وکړي. د افغانستان په تاریخ کې شکردی مونږد لومړي اوخدا ی مه کړه، کهموغفلت وکړ، د وروستي ځل لپاره ددې امکان لرو چې په خپل لاس او ارداه داسې کس ته رایه ورکړوچې هغه د ټول ملت، ټول وطن او ټولو انسانانوپه درد دوا شي.
زه دغه توانمندي، دغه صداقت اودهغه هوکړه یوازې د یوکس په شخصیت، اهلیت، علم، ایمان اوپروګرام کې وینم اوهغه ډاکترصاحب اشرف غني احمدزی دی. البته په دې ټول او یا هم ډیری کسان پوهیږي خود ځینوملحوظاتو په خاطر بیا هم له ځان،وطن او له دې مظلوم او ځورېدلي ملت سره جفا کوي.
دا چې ولېډاکترصاحب اشزف غني د افغانستان لپاره نه یوازې مناسب بلکې ضروري اوبې بدیله شخص دی، ډیرې خبرې شوې. زه غواړمیو څوخبرېد لومړي اووروستي ځل لپاره وکړم:
۱- اول داچې هغه نه یوازې یومبتکرمفکر، عالم او صادق شخصیت بلکې هغه یو پروګرام، یوه فلسفه، یوه کړنلاره اویوفکري مکتب دی. هغه کسان چې تلادعا کوي چې ګویا ټول کارونه دده په شخصیت پورې منحصردی او که خدای مه کړه هغه نه وي، څه به کیږي. دا خبره نو ددین له لحاظه هممجزا نه ده ځکه چی هیچ څوک تل پاتې نه دی او که هغویپهدې هم عقیده نه لري؟
1- راځئ چې تاریخ ته مراجعه وکړو. د الله تعالی ( ج) ټول پیغمبران او زمونز ستر رهبر حضرت محمد ( ص) هم یوازې یوکس و خو چون لاره یې د حق،عدالت، انسان دوستۍ،او بشریت ته د خدمت لاره وه، تر اوسه په میلونونوانسانانو د هغه لاړه غوره کړې اولا نورهم پیدا کیږي چې دې لارې ته مخه کوي.
2- رابه شود خپل وطن د افسوس نه ډکتاریخته. ولې لا تراوسه مونز د مرحوم علیحضرت شاه آمان الله ارمان کوو، کړنې یې ستایواو په صفتونویې نه ستړي کیږو؟ چون ددې وطن لپاره یې ښه خدمت کړی او د وطن د سوکالۍ پلان او خیال یې درلود. خومتاسفانه دا فرصت ترې نه واخستل شو. دا چې چا واخست، هغه همتاریخ ته معلوم. ایا غواړو چې دا تاریخ موتکرار شي؟ نه،نه، نه اوبیا هم نه !
3- بله بیلګه یې سردار محمد داودخان او د هغه د حکومت او کارونو او پلانونو مرحله ده چې متاسفانه بیا هم ناکامه شوه او زمونږ د ژونديتاریخ توده غمیزه یې ګڼلی شو.
هغه خو هم اوس نشته ولې زه تل اورم چې کوم کارونه او پروګرامونهچې نن د دولت په اداره کې کیږي، وایيچی دا هم د داود خان د ۵ کلن پلان برکت دی۰
د شهید ډاکتر نجیب پسې هم ډېر افغانان ویرکوي خود واکمنۍ په دروه کېد هغه خبروته هیڅ غوږ ونه نیول شو او همغه وه چېکابل وران اود وینوویالې جاري شوې. ولې په دې وطن کې د وینودومره ارزاني جوړوو؟ ایا غواړئ چې یوځل بیا دوینوویالې جاري شي؟ نه،نه،نه اوبیا هم نه!
ویل کیږي چې ژوند د فرصتونویوه ټولګه ده. له ځینویې استفاده کیږي اوځینې نوریې هسې له لاسه ځي. کامیاب اوخوشبخته هغه ملت اوانسانان دي چې له خپلوتاریخي فرصتونونه په وخت اوزمان سره ګټه پورته کړي. (خدا آن ملتی را سروری داد/ که تقدیرش به دست خویش بنوشت ۰۰۰۰۰۰!)
ډاکتر صاحب اشرف غني نه یوازې یوفرصت دی بلکه هغه د الله تعالی ( ج) یوه ستره لورونه اوپیرزوینه ده چې دافغانستان په دې حساسوشرایطوکې یې پر مونږ مظلوم ملت کړې ده.
راځئ چې د الله تعالی ( ج) نه شکرګزارشواود خپل وطن، ملت او راتلونکې لپاره هغه ته د خدمت اوازموینې فرصت ورکړو!
که نه خدای مه کړه ۰۰۰ ،افسوس بیا فایده نه لري اوکبر زوال کیږي۰
په رایوموبرکت شه !
کابل /جوزا