د افغانستان ګڼې رسنۍ او لوستې طبقه چې له انګلیسي ژبې سره بلدتیا لري بهرنۍ رسنۍ یې د خپرېدونکو توکو لومړنۍ مراجع دي.

د لوستې طبقې یوه برخه یې له ملي ګټو سره د بهرنیو رسنیو د خپرېدونکو مطالبو توپیر په اسانۍ سره کولای شي، خو پاتې برخه ډېر زر ددې تبلیغاتي جګړې خدایي لښکر ګرځي.

خبره یوازې پدې نه خلاصه کېږي، چې د لوستي او ځوان قشر ډېری رسنۍ څاري، نظرونه اوري او د خپل تحلیل لپاره جزیات ترلاسه کوي، بلکې د خپلو او پردیو د ګټو ترمنځ څنګه توپیر کوي او څومره پدې معیار برلاسي دي؟

د هغوی په پرتله چې یا خو بهرنۍ رسنۍ نه څاري او یا یې د څارلو وړتیا نه لري د همدې لومړۍ طبقې په اړه تشویش په کار دی، چې په ډېره اسانۍ د خدایي لښکرو برخه ګرځي.

د امنیتي تړون د لاسلیک په درشل کې او په ورته ډېرو نورو موضوعاتو کې د غربي رسنیو موقف ډېر عجیب او خندونکی دی.

دغو رسنیو په افغانستان کې د دولت ضد کړیو او په ځانګړي ډول د طالبانو په اړه تېره ورځ څه خپرول او نن څه خپروي، ځمکه او اسمان فرق لري.

تېرې څو ورځې مې ګڼې داسې لیکنې ولوستې چې د غربي رسنیو له خوا د افغان حکومت او ولس ترمنځ د رامنځته شوي واټن په اړه خپرې شوې دي.

پدغو لیکنو کې د واټن اصلي هدف د امنیتي تړون په اړه دی، چې که افغان حکومت یې له امریکا سره لاسلیک نه کړي، نو دا واټن به نور هم زیات شي.

ددې واټن بله بېلګه یې د طالباني نظام په اړه ده، چې د دغو رسنیو په وینا؛ ولس یې خوښوي او خپلې مسلې پرې حلوي.

که داسې وي، نو د بشري حقونو په نوم د هغو پروګرامونو معنی او مفهوم څه شی دی، چې د افغان حکومت د نړیوالو حامیانو په مرسته دا وخت په افغانستان کې عملي کېږي؟

تر هر چا زیات د افغان حکومت نړیوال حامیان ځانونه د بشري حقونو ټیکه داران بولي، خو د طالبانو صحرایي محکمې په ولس کې د هغوی د نفوذ او مینې په توګه توجیه کوي.

طالباني نظام چا وپرځاوه، نن یې څوک پالي او د سبا ورځې لپاره یې څوک په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانستو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي؟

د آی پي جي په نوم یوې اروپایي ورځپاڼې په افغانستان کې د روان حالت په اړه (افغانستان ته ورتګ هم تېروتنه وه او ترې وتل هم تېروتنه ده) تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړې، چې د طالباني نظام د ستاینې یوه برخه یې دلته را نقلوو:

((د القاعده ډلې مخکښ اسامه بن لادن د اوسنۍ زمانې پر فرعون (امریکا) واوښت او هغوی یې وپوهول چې پدې دنیا کې نور فرعونیان هم شته.))

زه د دواړو فرعونیانو د ننګې خبره نه کوم، ځکه دواړه د یوه لوستوڼي و، د یوه هدف لپاره یې کار کاوه او تر هغو چې دې طلایي مرغۍ کار ورکولای شو، ترې استفاده وشوه او تاریخ تېره درمل باید وسوځول شي.

د ورځپاڼې په یوه بله برخه کې راغلي: ((طالبان زورور شوي او پر خپل دریځ کلک ولاړ دي، ټاکنې نه یوازې چې ردوي، بلکې زیار باسي، چې هېڅ ترسره نشي. که څه هم افغاني ځواکونه د غرب په میلیاردونو ډالرو تنظیم شوي، خو دومره پیاوړي ندي چې د طالبانو پر وړاندې دې ودرېږي او د افغان ولس امنیت دې خوندي کړي. بل اړخ ته افغان حکومت پخپل منځ کې یو لاس ندی، په قومونو، پارټیو او سیمو تقسیم شوی. ددې هېواد ولسمشر (کرزی) د غرب پرضد احساساتي شوی او له امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیکوي، کرزی د هغو ټاکنو په نتیجه کې ولسمشر شوی، چې لپاره یې زرهاوو هېوادوال او ښاریان وژل شوي دي.))

خبره واضح شوه؛ ولې ولسمشر کرزی له دوی سره امنیتي تړون نه لاسلیکوي؟ طالبان چا زورور کړل، ولې زورور شول، تاسو د څه لپاره راغلي یاست، اوسنی حکومتي سیستم د چا تر نظارت لاندې جوړ شو او په کومو ټاکنو کې کرزی ولسمشر شو؟!! د ټولو پوښتنو ځوابونه باید له تاسو ترلاسه شي.

د تبلیغاتي جګړې په درشل کې د غرب دا ډول څرګندونې ډېرې عجیبې او خندونکې دي، خو نن سبا افغان ځوانان د نړیوالو په سیاست او اړخ نیونې ډېر ښه پوه شوي، د نړیوالو او په ځانګړي ډول د غرب سیاست اوس حتی په هغو نسبي معیارونو کې هم پخپله کوټ دی چې دوی رامنځته کړي.

ولس د تبلیغاتي جګړې پدې اړخ اوس ښه پوه شوی، چې د دواړو اړخونو ترمنځ د امنیتي تړون له موضوع سره بدل شوی او تور په سپین او سپین په تور اړوي. ټر په پر نه پټېږي!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *