نورالباري مل –

د هارون الرشيد په دربار کې يو چا د يوه هېښنده کار د ترسره کولو پرېښه(اجازه) وغوښته، اجازه ورکړه شوه، دې کس په دربار کې پر اوار پرش يوه ستن جګه کړه، لس نورې ستنې يې له ځان سره يووړې او له جګې کړې ستنې څخه پر ليري واټن ودرېد، د جګې کړې ستنې پر لور يې يوه ستن وغورځول، ټول خلګ ګوته په غاښ پاتې شول، ځکه دا ستن د جګې کړې ستنې تر سپم ووته، په همدې ډول يې لس سره ستنې يوه يوه د ولاړې ستنې تر سپم وه ايستې.

هارون الرشيد چې دا هېښنده کمال وليد نو امر يې وکړ چې دې کس ته دې لس ديناره انعام ورکړ شي او وروسته دې لس دورې هم ووهل شي. امر يې پر ځای شو، خلګو چې دا ناشولټه انعام وليد لامل يې وپوښت. هارون الرشيد وويل “لس ديناره د دې سړي د ځيرکتيا او نښې ويشتنې لپاره ورکړل شوه او لس دورې ځکه ووهل شو چې خپل خدای‌ورکړی استعداد او ارزښتناک وخت يې پر يوه داسې کار ضايع کړي دي چې  نه د دين ګټه لري نه د دونيا.

که راته ته وويل شي چې له عمره مو پېنځه کاله کم کړل شوه، څومره به اندېښمن یوو؟ خو همدغه پېنځه او ان لس کاله چې موږ په لوی لاس له خپله ژونده کموو په زړه کې هېڅ اندېښنه نه را ګرځي. اوږده کلونه، لسيزې، پېړۍ… له همدغو وړو – وړو شېبو رغښت مومي چې پر ضايع کولو يې زموږ زړه هېڅ نه خوږيږي. مشهور عربي متل دی چې “اَلوَقت هُوَالحَيَاةُ” يانې وخت ژوند دی، وخت ضايع کول، يانې ژوند ضايع کول.

په ورځ کې يوازې دوه ساعته وخت ضايع کول په ۷۰ کاله کې قابو اووه کاله کېږي. دوه ساعته خو موږ هره ورځ يوازې پر بې‌ګټې او بې‌موخې ناسته ولاړه باندې تېروو. فېسبوک، تلوېزون او ټيليفون خو لا هلته پرېږده.

ځوانانو مو کافي‌شاپونه، سنوکر‌کلبونه او ګېم‌زونونه د وخت ضايع کولو منځي (مراکز) ګرځولي دي. سپېن‌ږيري مو (د ملا امام په ګډون) د مسجد مخ ته د بې‌ګټې بانډارونو پر سر وخت وژني. طبعي ده چې په دې بانډارونو به غیبت هم ګډه وي او په اوړو کې د مالګې هومره د خدای د لارې خبرې هم.

د وخت قدر کول زموږ له مذهبي فرايضو څخه دی، خو موږ دې چارې ته تل شا ګرځولې وي. بل پلو غربيان د وخت د سپما او سمبالښت لپاره ورځني، اونيز، مياشتني او کلني پلانونه جوړوي. له غربيانو سره د اوسېدلي يوه کس د خولې خبره چې “دا پرنګيان مينې ته هم مهالوېش لري، له خپلې معشوقې سره د ليدو پر مهال يې يوه سترګه د هغې په بارخو او بله يې په دېوالي ساعت کې ښخه کړې وي.” دوی د هر کار لپاره خپل وخت او د هر وخت لپاره خپل کار ټاکي.وخت ته ارزښت ورکول د غرب د قوت لوی راز دی او په سپکه ورته کتل يې زموږ د کمزورۍ لوی لامل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *