تاند- د وروستي نسبتاً زورور باران د اورېدو له کبله د کابل جلال اباد لار د درونټې په سیمه کې د غره د ښویېدو په وجه بنده شوې ده.
د افغانستان په مختلفو سیمو کې بارانونه اورېدلي او لا هم په ځینو سیمو کې اوري. دا بارانونه وروسته له دې اوري چې خلک په ژمي کې د اورښتونو د نه کېدو له کبله له وچکالۍ اندېښمن ول.
له تېرې شپې راهیسي تر دې دمه د باران د اورېدو له امله د درونټې تونل په برخه کې غر ښویېدلی او په نتیجه کې یې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د موټرو تګ راتګ ناممکن شوی دی.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو د ټولګټو ریاستونو کارکوونکي د لارې پر خلاصولو بوخت دي.
ده هیله څرګنده کړه چې ژر به دا لار، چې هره ورځ د سپرلیو او بار په زرګونو موټر پرې تګ راتګ کوي، پرانستل شي.
د ځواک خبرې :