شهرت ننګیال

لومړۍ برخه –

دريغه سړي هر هغه څه ليکلی شوای چې زړه کې يې ګرځېدای … هغه څه چې ورسره مخامخ شوی، يا يې تر سره کړي … نه د دين او مذهب د ټېکه دارانو وېره وای، نه د سياسي مداريانو او حکومتي دکتاتورانو  د ونيسه، وتړه، ورټه، ووژنه اندېښنه …

يو وخت داسې و چې موږ کله يو محترم مشر ته ورتلو، له ده مو وخت اخيست، دغه وخت ډېر په ګرانه موندل کېدای شوای، دومره لږ خوت چې له ورايه مو دده څېره کې د مخه ښې ټکي لوستی شوای ، بنډار د رسمي چارو په اړه څو ټکو را لنډېده … بېخونده، پېکه به را وګرځېدو، چې کله به مو د خپلې مدعا هوکړه هم نه وه تر لاسه کړې …

کلونه وروسته چې د واک او امکاناتو بازار سوړ او رسميات پای ته ورسيدل، زه ددغه مشر چې پر کټ و، پوښتنې ته ورغلم … وړاندې له دې چې ويې وينم، راته وويل شول … ستا د راتلو يې چې ووارېدل لکه ټوله ناروغي يې  له وجوده وتلي وي … دومره خوشاله شو چې د څېرې په غوړېدو کټ کې بې له تکېې راسم شو …

د کورنۍ يوه غړي يې راته کړه: ما ته پته ولګېده بابا ډاکتر درملو ته دومره نه لکه د خپلو زړو ملګرو دستانو لېدو ته اړ دی، ځکه خو به نور د ليدو کتو يو پلان رامنځ ته کړم …

زه چې کوټې ته ورننوتم، بې درکه خوشاله مې کوت، هماغسې روغ او بشاش … خو دا وخت موږ له ده سره له يوې شېبې کېناستو تنګ شوو … ځکه خو مو ځانونه په اجازه غوښتو اړ بلل … په نه زړه يې اجازه راکړه … ويل : زه وايم چې ناست وای، غږېدلي وای … خو چې تاسې وايئ ځو … نو زه به څه ووايم …؟

موږ راووتو، مېلمستون کې يې ډوډۍ ته تم کړو … ډوډۍ ته لا وخت پاتې و، چې بېرته يې وروغوښتو … ورسره کېناستو، څو خبرې مو وکړې … له ملګرو يې وپوښتلو، د شاعرانو ليکوالو يو يو نوم يې واخيست …

موږ لکه بيا تنګ شوو … اجازه مو وغوښته، بيا يې هم په نه زړه ښه کړه … له ډوډۍ وروسته يې بيا وغوښتو ، بيا د څو دقيقو بنډار تود شو …زما چې اوس خپلو ښاغلو، نازولو ملګرو ته پام شي … له ځان سره يې هماغسې تنګ مومم، خو زما هم له دوستانو، ملګرو زړه نه صبريږي … د دوئ په څېرو، خولو چې د مخه ښې نښې او ټکي لولم، خوا نه بدوم، وايم بېرته ور وګرځه، بيا ورسره کېنه … خو دوئ سره وخت نه وي … وخت څه کوې چې د ورتلو او ورسره کېناستو شونتيا هم صفري نقطې ته رسېدلي وي …

د وزارتو او ادارو خو دا حال دی چې زما غوندې ډېسېبل يې لاره او دروازه نشي موندلی … لکه په غار ننوځه، بيا په کږو وږو لارو لکه مار خوځېږه … تلاشي، پوښتنې … يو ساعت خو دې په دې لګي …

يو نيم ښه وي مخې ته څوک درواستوي، خو ډېری وايي پرېږده چې پته ورته ولګي، او بيا رانشي … ان چې له کړکۍ دې له تلاشيو خوند هم اخلي … دلته نو پوښتنه په پوښتنه، لکه تحقيقات، څوک يې، له کومه راغلی يې، څه کار کوې، څه کار ورسره لرې، تذکره لرې، تلاشي دې ورکړې …دا څه شی دي … دا خو ډوډۍ لمانځه وخت دی، وخت يې درکړی … او …

بدې ورځې په سختۍ تېريږي … يو څوک به پر لسو بجو به د دانش کتابلورنځي ته راغی … تر دوولسو بجو د ناستې لپاره پر يوه پلمه اړ و … د موسي او عيسی (ع) کيسه به يې را واخيسته … پر دوولسو بجو به يې د دسترخوان په غوړېدا پای ته ورسوله … بيا دغه سړی دومره غټ شو چې له ولسمشر کرزي يې هسکه وراچوله …

زموږ يو ژڼی کليوال چې له بندېخانې را خلاص شو، د خلکو بهير يې ستړي مشي ته ورمات و، ما چا ته کړه د دې هلک دومره هرکلی مه کوئ، چې بيا ځان بندي کوي …پلار يې دومره لويه ويله چې ما ته يې کړه دا زوی يې طالبانو کې غټ سړی دی، له ملا عمر هم غټ دی هغه وه چې درې مياشتې پس بيا بندې شو …

هغه سړي چې  حکومت کې يې له کرزي ځان لوی باله  يو وخت د موسي عليه سلام په کيسو ګېډه پالل … خو زما چې دا کيسې نه زده، خپل راغونډ کړي مالومات درو ټکو کې رانه خلاص شي …

يواځې د اسد جان مربوط د قاري صاحب دفتر داسې دي چې لږ په اسانه د ورتلو مخه موندای شم خو دلته هم يوه ورځ  پر لار  عسکر را وګرځولم، را ته ويل يي: په دې غاړه مه ځه …

–       ولې ….؟

–       بس امر نشته

–       دا نور چې ځي …

–       هغه دې ځي تا ته امر نشته

–       په ما او نورو کې څه فرق دی؟

–       ډېرې خبرې مه کوه

–       بيا څه وکړم ؟

–       بلې غاړې ته واوړه

–       په دې او هغې غاړه کې څه فرق دی ؟

–       ته په فرقونو پسې ډېر ګرځې … زه درته وايم امر دی …

د قاري صاحب دفتر ته چې رسېږې دوولس، دوولس نيمې بجې وې، چې له چک تر کابل ديو نيم ساعت لار دريو ساعتو کې وهل کيږي … چې د طالبانو له تلاشيو ځان خلاصول جلا عذاب دی، د عسکرو له هغې بېل غضب …

لومړيو کې دغه پلټنې پر ما خورا بدې لګېدې، ډېری به ورسره نښتی وم … سورلۍ به په کږه غاړه ورته کړه حاجي صاحب مريض دی …

–       فساد په مريض دی … که سنګ اس د پای لنګ اس …

خو اوس د فساد له وېرې خپله ورکوز شم، چې راته وايي: کېنه حاجي صاحب … ورته وايم قانون دی … خو دلته دوه بلکې څو قانونه چليږي … د طالبانو جلا، د عسکرو جلا … بلکې عسکرو او طالبانو کې د هر چا خپل قانون دی … لکه ټوپک زما قانون پښتو فلم …

طالب درته وايي : …. ډېر ځي راځي …؟

عسکر درته لګيا وي: ته خو پرون تللی وې، نن دې بېرته زړه را وخوت …

طالب ته پر يوه خبره ځان اړ ګڼي، عسکر ته په بله … کله نا کله پر بله نخره واوړي ….؟ لکه يوه مشهور شخصيت چې پېښور ته په مهاجرت يې کارمل ته ليکلې عريضه پير صاحب ته ايښې وه … دلته هم کله د سړي خوله غلطه شي، عسکر ته خبره طالب او طالب ته خبره يې عسکر ته له خولې ووځي …

اسد دانش چې يوه وزير د جونګي کباب ته مېلمه کړی و … د ډوډۍ پر سر له خولې وتلي و … يره جونګی صاحب د وزير غوښه ډېره خوندوره ده … که څه هم اسد کله له لاسه خوله غلطه کا، چې لغزش زبان ورته وايي …

په دغسې بڼه د بوش ژبه هم ښوېېدلې وه … چې د القاعده برېدونه يې صليبي جنګونه بللي وو …

شهيد عزيز الرحمن الفت (( سياسي لوبې)) کتاب کې د مهاجرت او جهاد يوه کيسه راخيستې، داسې چې يو افغان کابل کې انقلابي ملګرو په ږېره نيولی و … چې ږېره يې وخريېله  د نکړې ګنا له امله پېښور ته په مهاجرت د ږېرې په خرېېلو محکوم شو … ځکه خو يې د يو طرف ږېره وخرېيله، د بل طرف اوږده کړه. پر تورخم له درېدو سره يې د ږېرې اړخ له کرښې اخوا او خرئيلی هغه کابل خوا ته کړ …

… زنده باد جهاد، پاينده باد حکومت زحمتکشان شعار يې پورته کړ …

له چک چې تر کمپنۍ موټر رسيږي لس نيمې بجې وې، بيا تر ميرويس ميدان او قاري صاحب دفتر ته ايله دوولس، دوولس نيمو بجو ته ځان برابر کړای شي … دا وخت نو پر قاري صاحب او حبيب جان مېلمه د سر له دښمن هم بد لګيږي … چې تر دړې ورننوځې، اشارې او د سترګو خبرې پيل شي … هله چې بيا راغی … زړه کې وايم … نو چېرته ولاړ شم … چېرته تلی شم …؟

چې تر څو مې دمه جوړيږي او د خبرو سا اخلم، خبره يوې بجې ته رسېدلې وي … دوئ وځي ‎، ننوځي، کله خو ډوډۍ دوو، دوونيمو بجو ته وغزيږي … ځکه خو مې پرېکړه وکړه چې نور يې د ګېډو ازار وانخلم، چې درد شکم له زغم پورته خيژي …

                   ( پاتې لري )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *