په يو کلي کې دوه ګاونډيان چې رامچند او پريمچند نوميدل اوسيدل. رامچند يو غريب بزګر و، خو پريمچند چې د کلي خان و، ښه ډيره شتمني يې درلوده.

رامچند ډير ارام او خوشاله ژوند درلوده، تر دې چې دروازې او کړکې يې هم د شپې لخوا نه بندولې او بيغمه به ويده و.

خو ددې برخلاف پريمجند د ډيرې شتمنې سره سره، ډير غمجن او انديښمن و، هغه به هره شپه دروازې او کړکې کلکې بندولې، ويريده چې هسې نه غله زما شتمني لوټ کړي، نو زياتره وخت به يې خوب نه و.

پريمچند چې د رامچند ارامه او خوشاله ژوند ليده، نو کينه به ورسره پيدا شوه.

يوه ورځ پريمچند رامچند ته غږ کړ، او ورته ويې ويل: ګوره ګرانه ملګريه زه په خپله شتمنۍ کې ښه خوشاله يم، غواړم ستا غوندې پاک او سپيڅلی ملګری هم په خوشالې او کاميابې کې ووينم؛ نو دا زما له لخوا تاته ډالۍ او د نقدو پيسو يو صندوق يې ورکړ.

 رامچند له اندازې ډير خوشاله و،  ټوله ورځ يې په خوشالې کې تيره کړه. شپه شوه، ښه په خوښې يې ډوډۍ وخوړه، د عادت سره سم  بسترې ته لاړ، خو کله چې بسترې کې څملاسته،  يو ناڅاپه هغه د پيسو صندوق ورپه زړه شو، انديښنې واخيسته: هسې نه چې شپې غله دا صندوق رانه غلا کړي. پورته شو، ټولې دروازې او کړکي يې بند کړل. خو تر سهاره يې خوب ونه کړ او ټوله شپه يې په انديښنو سبا کړه.

سهار چې راپاڅيده نو وختي يې د پيسو بکس راواخيسته او پريمچند ته يې يووړ، ورته ويې ويل: دغه پيسې ماته زما د ژوند خوشالي او ارامي نشي راکولی، غواړم په ارامې او خوشالې سره ژوند وکړم؛ نو دغه پيسې تاته بيرته واپس کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *