دویمه برخه –

د وکیل صاحب عزت؟!

د قاري صاحب دفتر ته د تګ مجبوري زما عادت ګرځېدلی، لکه معتاد شوی وم… دا ځل چې ورتلم، نژدې وه د ژوند ډيوه مې ګل شوې وه…

د شاه محمد کتابپلورنځی له مخې په تېرېدو د تورو هېندارو تور لنډ کروزر په غلط لاس لکه خروړی سپی راځغلي… خدای(ج) خبر اسد له کومې را پیدا شو… ما چې غوښتل له سړک واوړم، اسد جان ته مې په پل نیولو داسې وګڼله لکه په ټېله کېدو مې د لنډ کروزر مخې ته غورځوي… غواړي په یو وار ځان، قاریصاحب او حبیب جان ټول له غمه خلاص کړي…

ورته وایم ډېر را پورې تنګ يې… د هوتخېلو به چې خر له کاره ولوېد، سړک ته يې ټېله کاوه… خو دی وايي، ما رانیوې، که نه څپلۍ کړی يې وې…

ترافیک پولیس اتومات را ټوپ کړل… ما وې که اسد دانش زما د قتل د تور په هڅه نیسي… خو دی لنډکروزر ته ودرېد، چې په غلط لاس له راتلو يې ترافیک معطل شوی و…

له 003 لنډکروزر یو وسله وال راکوز شو… ترافیک ته وايي: وکیل صاحب دی… د ولسي جرګې د شکایتونو کمیسیون… په زړه کې وایم (… چون کفر از کعبه خیزد کجا ماند مسلمانی).

– ترافیک: په غلط لاس راغلی…

دې کې وکیل صاحب خپله راکوز شو… ته ما نه پېژنې…؟

– پېژنم مو صاحب… قانون له تاسې پاس شوی… زه يې په پلي کولو مؤظف یم…

– زه قانوني مصؤنیت لرم.

– له قانون هېڅوک لوړ نه دی…

– د قانون بچیه… اوس به قانون دروښیم.

– بیا اجازه راکړئ، لومړی دې ولاړو موټرو ته د حرکت مخه ورکړم.

– ګیزاو کې جنګ دی… زه وزیر صاحب سره ګورم.

– دادی لار پرانیزم…

وکیل صاحب په ټلیفون لګیا شو.

اسد ور مخې ته شو… وکیل صاحب! زه تاسې پېژنم… اسد دانش یم… نوره خبره يې نه وه بشپړه کړې، چې د وکیل صاحب سترګې سرې شوې… وايې: دورې سه…! زما بېعزتـي سوې… نه يې پرېژدم… پر همدې ځای به يې برطرفوم…

زه ور وړاندې شوم… وکیل صاحب لار درته خوشې کوي…

راته وايي، ځغله…

1ساتونکي ټېله کړم… دستار مې غاړه کې ړنګ شو… خو د وکیل صاحب عزت نشوای پر ځای کېدای… اسد تکیه کړم… وکیل صاحب دا ستا له شان سره نه لګی…

– ته څوک يې…؟ چې وزیر او معین رانسي نه يې پرېژدم…

نیم ساعت لار تړلې، جمهوریت روغتون ته د روان امبولانس ناروغ کوما کې دی… هارن او څراغونه يې بل دي…

د وکیل صاحب بړ بړ خېژي… چې ترافیک منفک سوی نه وي، نه ځم…

لار تړلې… د ګیزاو جګړې زخمیانو، شهیدانو وینې بهېږي… وکیل صاحب يې کیسه کې نه دی… هماغسې پر ترافیک غوړمبېږي…

… زه او اسد دانش په عذر لګیا یو… دستار مې غاړه کې ړنګ دی، خو د جناب وکیل صاحب د کبر هوس خړوب شوی نه دی…

دغه یاغي هوس هله خړوبېدای شي چې وزیر یا معین راشي، د سړک پر سر صحرايي محکمه کې قانون پلي کوونکی ترافیک محکوم کړي…

د ګیزاو جګړې له امله د وکیل صاحب بیړه له سر څخه وتلې… هغسې یوه بیړه چې له امله يې قانون د خپل 003 نومره تور لنډکروزر تر ټیرونو لاندې کړی…

ما څو کاله وړاندې د یوې بهرنۍ خبریالې لیکنه کې لوستي و… د غرمې دمخه لس نیمې بجې دي د لاهور شادمان کې يې د رېل پاټک تړلی… ګورم یو سړی خپل موټر سایکل پر اوږده له پاټک اوړي… زړه کې وایم ددې سړي څومره بيړه ده… ناروغ لري، روغتون ته ځي که څه چل دی…؟

پاټک پرانیستل شو، لږ وړاندې ګورم هغه له خپل موټر سایکل سره بېغمه مداري ته ولاړ دی… خدای خبر د وکیل صاحب بیړه د کوم مداري مجمع ته وه… خاکیشاه که…؟ چې په غلط لاس يې ځغل ته اړ کړی او اوس يې د کبر د یاغي هوس لمبې د سړېدو نه دي…؟

نیم ساعت پس جنرال صاحب راورسېد… د برطرفۍ حکم اعلان شو… ترافیک پټه خوله ومانه… د وکیل صاحب عزت پر ځای شو…

دغه ترافیک به تر شا يوه کورنۍ لري، خو دا وخت يې د قانون په دفاع کې د کورنۍ مه مره مه رغېږه ټول امکانات د قانون لپاره بایللي ول…

پوښتنه داده چې بیا به څوک د قانون د دفاع زړه وکړي… بیا به ترافیک کوم زورواکي ته د درېدو اشاره ورکړای شي…؟

وايي یو سړی پر آس سپور و… له یوه پلي سره يې ملتیا شوه، زړه کې يې وګرځېده، دا ملګری لږ دمه کړه… ملګري يې چې څنګه پر آس پښه واړوله، پونده يې کړ… سړي د ناځوانۍ پېغور ورکړ… خو سپاره د بېعقل غږ پرې وکړ… ده ورچيغه کړه، که د یوې خبرې لپاره تم شي…

هغه د آس قيزه کش کړه… وایه څه وايې…؟

– یوه هیله… هغه دا چې دغه کیسه چاته ونکړې…

– دې کې نو څه دی…؟

– وېرېږم د نېکۍ ور به وتړل شي… بیا به څوک چا سره د نېکۍ او ښو زړه ونکړي… زه دا څو ورځې زړه نازړه وم چې دا خبره را پورته کړم که درنه تيږه ورباندې ښه ده…؟

رینجر، لنډکروزر ځغلي، ځوان ترافیک برطرف شو… ایله د وکیل صاحب د کبر او غرور پر اور اوبه تويې شوې… عزت يې پر ځای شو… دا ځکه چې موږ خپل عزتونه د بل په خوارۍ کې ګورو…؟

بس د همدې پوښتنې ځواب ته دغو کرښو ته کېناستم…

دې پوښتنې ته چې د ترافیک کورنۍ او بچیانو د یوې مړۍ ډوډۍ فکر څوک کولای شي…؟

زه هغه بدبخت یم چې ایله دا کرښې لیکلی شم، د ترافیک د بچیانو د ډوډۍ غم نشم خوړلی…

چې ماته خپلو فرهنګي ملګرو او د مبارزې انډیوالانو غریبي پېغور ګرځولې… عصمت قانع لګیا وي چې شهرت ننګیال دومره خوار دی چې یو څاښت ډوډۍ خوري… د خیرو پټولو لپاره تورې جامې اغوندي… د�� لس کاله يې یو پټکی پر سر دی…

خو ما کله هم چاته غریبي نه ده پېغور کړې، کلونه مې له قانع سره ژړلې ده…

د غریبۍ پېغور څومره سخت دی…؟

مرحوم استاد اجمل خټک له ګوند استعفا ورکړې وه، که اېستل شوی و…؟ موږ اکوړي ته ورغلي وو… زهیر معلومېده… دده یواځنۍ ګیله دا وه چې ګوندي چمچې د رسنیو له لارې ده ته د غریبۍ په پېغور راټولې دي…

ده په ژور تأثر او خواشینوونکې لهجه وویل… اوس ماته خپله غریبي پېغور شوه…

ما ورته کړه… د غریبۍ څه پېغور…؟

په لږ لړزانده غږ يې راته کړه: ګل مې يې، د چا ژوند کې چې د کوم پېغور ټکی نشي موندل کېدای، هغه ته هر پېغور سخت او زمولوونکی وي…

زه اوس پوهېږم غریبي څومره سخت پېغور دی… هغه هم د خپلو ملګرو، انډیوالانو لخوا…

اجمل خټک د مچ او هریپور زندانو مات نشوای کړای، خو د خپلو ملګرو لخوا يې د غریبۍ په پېغور هغه ورځ د لومړي ځل لپاره څېره کې د ماتې کرښې لوستل کېدای شوای…

پاتې لري…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *