هیېت د پنځونې هغه بنیادي نوم او قدر دی چې له اوله یې د خپل خاص متعیین شکل له مخې په خپل فني انفرادیت سره د اظهار خارجي بڼه له وضع شویو حدودو سره وړاندې کړې ده. او د همدې ځانګړي نوعیت په اساس یې د صنفونو د مکان د بنیادونو حثیت خپل کړی دی.
هیېتونه مونږ ته له پیړیو- پیړیو راهیسې په ټاکلي شکل د یو شمیر اصولو په اساس سپارل شوي دي ولې د وخت په تیریدو سره خو په تخلیقي ادبیاتو کې تحول او بدلونونه راځي خو هیېتونه ممکن دا ډول بدلونونه په سخته ومني البته د خپل عصر د جدیدو تمایلاتو د پیچیده مسایلو او دجمالیاتي نوښتونو او ضروتونو په اساس وس په هیېتونو کې هم په فني حواله هیېتي تجربې ترسره کیږي خو دا تجربې فني تجربې دي نه هیېتې بدلونونه دا چې دا تجربې په هیېت کې څه ډول جواز مومي ؟ په کوم نوعیت رامنځته کیږي او په څومره کیفیت دا تجربې ممکنې دی؟ دا هغه پوښتنې دي چې د پښتو ادب د لورالایې د مکتب د مخکښ شاعر اروښاد سعیدګوهر په غزل کې یې ښې ځوابولی شو!
مه ویریږه له خطره، له ازله هزار، زار لیک
ډیر سرونه کړه ګوهره، په قلم کردګار، ګار لیک
ملاتړه چې ځواني ده، په کوښښ کې ناکام، کم دی
په تدبیر کې کامراني ده، په تقدید کې زنهار، هار لیک
ستا له حسنه انکار جرم، چې ستا خیال مې د شام، شم دی
و یو چا ته اظهار جرم، و یو چا ته دیدار، دار لیک
څه کتاب کړ کاتب وړاندې، نزول هم دی الهام، هم دی
خو د مخ مسطر باندې، خط په رنګ د غبار، بار لیک
هیرولی شم ماضي نه، زما په اوښکو دي نام، نم دی
ستا له خوا ځواب راځي نه، زما تلوار او په وار، وار لیک
مونږ چې د غزل کوم مروجه هیېت ګورو نو د بیتنو لاندې مسرې یې باید قافیه او ردیف ولري خو په دې غزل کې نه یوازې د غبرګو قافیو تجربه وینو بلکې د بیتونو د ازادو مسرو قافیې هم په ټول غزل او مسرو کې د ننه له یو ډول قافیو سره ساخت مومي. د هیېت د عمومي جوړښت لکه « مطلع،مقطعه،قافیه او ردیف » پرته هم دا غزل یو شمیر نورې هیېتي ځانګړنې لري لکه د سبک په برخه کې چې کوم لفظیات او تراکیب تراشلی شوي دي او د هغې په پسی منظر کې چې کوم تکنیکي اهنګ رامنځته شوی دی دا یې له سبکي خصوصیت سره ـ سره هیېتي تجربه هم ګڼلی شو. البته په دې برخه کې یې په اصطلاح د غزل هیېت نڅولی دی وګوری دا بیلګه !
په لویو غرو باندې ماښام دی، لمر پریوتلی په ډیوو باندې ماښام دی
د یار په غولي کې تیاره ده، د زړه د کور په دیوالو باندې ماښام دی
ستا تر سپوږمینه څیره جارشم، ستا د جمال دیدن زما نصیبه نه ده
په پیغلو پیغلو ارزوګانو، په ځوانو ځوانو ارمانو باندې ماښام دی
اوکړم له چا څخه پوښتنه، په خوب ویده دي د ګیسو وږمو وهلي
ژوند د سحر کوي غوښتنه، په احساساتو په جذبو باندی ماښام دی
ویش د ازل خو داسې نه وو، څوک له کیږۍ څخه محروم څوک په ماڼۍ کې
د ښار کوڅې په رڼا ډکې، زما د کلي په کورو باندې ماښام دی
شا وخوا مړي حسرتونه، په خاورو باندې خیران شوي کفنونه
ځای په ځای تتې ډیوې بلې، زه هدیره یم په قبرو باندی ماښام دی
د فکر فن خبرې پریږده، د علامت په ژبه څوک دلته پوهیږی
سعید ګوهره! قلم کښیږده، تروسه پورې په ذهنو باندی ماښام دی
هیېت له صنف سره په بنیادي توپیر تعریفیدلی شي. له صنفه مراد د پنځونې موضوع او مواد دي او له هیېت څخه یې شکل او خارجي جوړښت دی. د هیېت په مورود کې د فني تجربو له مخې صنفي حثیت یې هم د هیېتي تجربو په ضمن کې نقش لرلی شي خو دا هغه وخت چې د موضوع شدت د هیېت په خاصو ارکانو اډانه ولري. د اروښاد ګوهر د یو غزل ردیف چې له موضوعي پلوه په تصوفي نعارو رغیدلی دی دومره اثر یې د ردیف په نوی والي کې نه ښکاري لکه څومره چې یې د موضوع په نوی والي کې نغښتی دی دا یې ځکه په هیېتې تجربو کې شامل ګڼو چې د اډانې اثر یې د هیېت په خاص رکن « ردیف » کې ځایېدلی دی. غزل دا دی!
هر څه فاني دی الا هو، تننا ها یا هو
نیست وم تر هست هم اګاهو، تننا ها یا هو
ستا خوب او خیال، کړمه فنا، که معرفت د ښکلا
که په دریاب کې شوم لاهو، تننا ها یا هو
ستا په مثال، ډک په جمال، خو تر یو وخته پورې
چارګل، اوږۍ، ګوتکۍ، یا هو، تننا ها یا هو
زه د دنیا طلب ګار نه یم، ته خو ښه یې خبر
زما دارو، مینه ساهو، تننا ها یا هو
جنګ مې له وخت سره همیش، لکه زمری ورته ویښ
ویره مې بخت لکه اهو، تننا ها یا هو
تر دا له مخه چې بخت، خپل واری کولو په تا
تا به په سر باندې واهو، تننا ها یا هو
ګوهره! زه یې رسولی یم تر خدایه پورې
نا نا صاحب دی که باهو، تننا ها یا هو
مونږ معمولا د غزل په هیېتي روایاتو کې د سیلابونو د بیلابیلو ډولونو تجربې خو لیدلي دي ولې د مرحوم ګوهر د مطلعي غزل ( چې هر بیت یې مطلع وی ) هغه وخت چې ده تجربه کړی وو د وس په څیردومره مقبول او عام نه وه اما دا ډول تجربې وس عموما د پښتو د غزل زبردسته تجربه او رویات ګرځیدلي دي. دا یې د مطلعي غزل بیلکه !!
خوږه یاران، تراخه وختونه مې په یاد ګوهره!
زه چې په ډیره مینه باندې وم آباد ګوهره!
زما د ښار ټولې کوڅې دې په سکون وي مړې
د چا به هېر یمه، د چا به یمه یاد ګوهره!
که ارزو وي که طلب که تقاضا که خواهیش
هر یو ماشوم دی په ما ګران لکه اولاد ګوهره!
زه توازون یمه د ژوند، ما فیصله کړې ده
مینه د ښکلو، زما مینه د هیواد ګوهره!
دا سیاست به مې اخر خوار کړي په څیر د وطن
بخت او وخت دواړو راته کړی اتحاد ګوهره!
ارشاد ګوهره! ستا کمال ستا په کلام کې ثابت
پښتونخوا ټوله درته یو غوږ ده ارشاد ګوهره!
ستا په غزل کې د باقي پاته کیدو امکانات
ته به ژوندی وې،خدای بخښلی اورښاد ګوهره!
د پښتو د غزل د هیېت د فني تجربو یو شمیر نورې کامیابې خورې ورې بیلکې هم ممکن موجودې وي. خو د ګوهر صاحب دا غزلونه یې د هیېت د فني تجربو تر څنګ له کیفي اړخه هم د موضوع او د موادو په حواله د ځانګړي سبک کامیابې تجربې بللی شو. پاتې شوه د هیېتي تجربو د امکاناتو او د کټی خبره ! نو فکر کوم دلته مونږ د یو بل بحث دروازه پرانیزو. چې کوم څه مونږ هیېتي تجربې ګڼلی شو او کوم څه بدلونونه ؟ که ووایو چې هیېت بدلون نه مني، نو غزل له قصیدې څځه راغلی له موضوعي بدلون پرته هم قصیدې ردیف نه درلود مګر د غزل له راتلو سره یې وس په هیېت کې ردیف مهم بللی شي. له پابند نظم ورسته معرا، ازاد او نثري نظمونه هغه څه دي چې ورسته له بدلونونو سره یې خپل هیېتونه عیار کړي. وس که څوک راولاړشي او په غزل کې د معرا، ازاد او نثري غزل تجربې او هیېتونه وړاندې کړي نو څه به کوو؟ دلته پکار دا ده چې همغه د صنف او هیېت بنیادي توپیر ته متوجې شو. د نظمونو پنځه ډولونه به بیلابیل هیېتونه ولري مګر د صنف په حثیت یې نه شو بیلولی او نه هم باید دا ډول په صنف کې د لږ و ډیر بدلون سره یو ډول یا تجربې ته د صنف حثیت ورکړو. لکه په دا ورستیو کې چې له لنډی سره درې مسرې غوندې زیاتې شوې نو د ټپیزې له نوم سره سره یې د صنف د خپلولو بې ساخته کوښښونه هم وشول چې دا د هیېت په برخه کې له لنډی سره یو غیر طبعي عمل وو
د صنف د هیېت په مورد کې یوازې همدومره فني تجربې کولای شو چې د هیېت داصولو او تیوری په رڼا کې یې د هیېت هغه بنیادي شناخت ورسره محوه نه شي کنه دا به دې ته هم لاره هواره کړي چې د روغو او ثابتو صنفونو حثیتونه به ورسره زیانمن شي او تجربې هم پکې ممکن په کلي ډول ټولمنلی حثیت خپل نه کړي.