تاند- د غزني او میدان وردک ولایتي چارواکي وايي چې په دغو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو خلاف د امنیتي خواکونو د تېرو څو ورځو په عملیاتو کې نژدې ۳۰۰ وسله وال سختدریځي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دوی وايي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې د غزني – کابل او بامیان – میدانښار لارې خلاصې شوي دي.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي نن /یکستبه/ رسنیو ته وویل چې په دغه ولایت کې نژدې ۲۰۰ وسله وال سرزوري وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

احمدي وايي چې د ګڼ شمېر سرزورو، چې د هغوی قومندانان هم پکې شامل دي، مړي په میدان پاتې دي.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ غزني ښار ته څېرمه د کابل – کندهار لویه لار ونیوله، پلونه او پلچکونه یې ویجاړ کړل او په زرګونو مسافر یې لالهانده کړل.

د غزني مرستیال والي د دې لویې لارې د خلاصون په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر ونه ښود خو ویې ویل چې د ۴ پولیسو په شمول ۱۶ ملکیان ټپيان شوي دي.

له بلې خوا د میدان وردک ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو په درې ورځنیو عملیاتو کې ۲۶ وسله وال سرزوري وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي دي.

د دوی په وینا د دغو عملیاتو په پایله کې د غزني- میدانښار او بامیان – میدانښار لویې لارې پرانستل شوي دي.

د طالبانو له لوري د دغو لارو د بندېدو له کبله په زرګونو خلک له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

د وردک چارواکي وايي چې په عملیاتو کې یو سرتېری او دوه مسافر هم وژل شوي، درې امنیتي سرتېري او ۹ مسافر ژوبل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *