یکشنبه ۲۲/۲/۱۳۹۸
د غزني ولایت د ملي امنیت ریاست زړورو منسوبینو له تیرو دوو ورځو راهیسي د مرکز غزني له اړوندو څخه څلور تنه د تروریستي فعالیتونو په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان هریو عبدالوارث د مرکز غزني اړوند د قدم خان کلا اوسیدونکی او د طالب سرګروپ مزمل د ډلي اړوند، محمد ایاز د مرکز غزني اړوند د آرزو کلي اوسیدونکی او د طالبانو د استخباراتو د مسئول ملا وکیل مشهور په حفیظ د ډلي اړوند، امید د مرکز غزني اړوند د زاړه ښار اوسیدونکی او د طالب سرګروپ قاری احسان مشهور په الهام د ډلي اړوند او عزت الله د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ د ترګان اوسیدونکی چې د طالب قومندان ملاکیبل د ډلي اړوند
دي.
نیول شوي کسان په غزني ښار او شاوخوا ولسوالیو کې په ګڼو ترورونه او د مقناطیسي مایسنونو د ځای پر ځای کولو پیښو کې لاس لري چې په نیولو سره به یې د مرکز غزني امنیت لا ښه او مثبت تغیرات پکي راشي.
د غزني ولایت د مرکز، ناوي او اندړو ولسوالیو په اړوندو کې د پرون ورځي له ماسپښین د نن ورځي د سهار تر (۸:۰۰) بجو پوري د کومانډو او ائتلاف ځواکونو په عملیاتو کې ۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۵ تنه ټپیان
شوي، یو تن ژوندی نیول شوی او یوه اندازه وسلي یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په لومړي اقدام کې بیګاه شپه کومانډو ځواکونو د مرکز غزني اړوند په اسفنده سیمه کې کمینونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې (۱۵) تنه وسله طالبان وژل شوي، (۱۷) تنه ټپیان شوي، د طالبانو اړوند یو میل راکیټ، یو میل ۸۲ ملي متري توپ، یو میل کلاشینکوف، ۲ عرادي موټر سایکلونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د وسله والو مړي د جګړي په ډګر کې پاته شوي چې یواځي د یوه پاکستاني تبعه مړی د امنیتي ځواکونو لخوا راوړل شوی دی.
دغه راز تیره ورځ د اندړو ولسوالۍ خاني کلا ته څیرمه د طالبانو پر یوه فولډر موټر د ائتلاف هوایې ځواکونو په یوه برید کې (۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بلخوا د ناوي ولسوالۍ په اړوندو کې بیګاه شپه د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې (۲) تنه طالبان وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی دي.